Homeخبرونهافغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله کمبودیا ته لاړه

افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله کمبودیا ته لاړه

تاند ( چهارشنبه د میزان ۲۵مه) د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال اسیا جام د لارموندنې پړاو په سیالیو کې د ګډون په خاطر کمبودیا ته لاړه.

د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لوبډلې نن حرکت وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسیا جام د لارموندنې پړاو سیالۍ به د اکټوبر په ۱۷مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.

افغانستان به د دې سیالیو په ترڅ کې په ب ګروپ کې له بنګله‌دېش، کمبودیا، فیلیپين او ماکایو سره سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...