تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۶ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال «محمد عبدالکبیر» په کاپیسا ولایت کې یوې ناستې ته وویل چې د دوحې په تړون کې هېڅ پټه معامله نه ده شوې او امریکايي ځواکونو ته د اډو د سپارلو او ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.
عبدالکبیر څرګنده کړه: «په دې تړون کې نه امریکايي اډې منل شوي او نه ائتلافي حکومت، او نه موږ د هغوی کومې غوښتنې منلې دي.»
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و چې د دوحې تړون په ضمیمې کې یوازې د امریکايي ځواکونو د وتلو طریقه او څرنګوالی، او په دې ځواکونو د برید نه کولو ژمنه شامله وه، او بل څه پکې شامل نه دي.
تر دې مخکې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د شپږمې ناستې په پرانیست غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له خوا د پوځي اډې جوړول د روسیې لپاره د منلو وړ نه دي.
د مسکو ناستې د پای په اعلامیه کې هم ګډون کوونکو هېوادونو څرګنده کړه چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو اډو جوړول د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دي.