چهارشنبه, اکتوبر 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق ادعا رد...

طالبانو له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق ادعا رد کړه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند «عبدالمتین قانع» د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې له افغانستان څخه پاکستان ته وسلې قاچاق کیږي او ویې ویل چې هغه وسلې چې په ډیورند کرښه کې له «تورخم» څخه پاکستان ته تللې دي، په طالبانو پورې تړاو نه لري.

ده ټینګار وکړ، هغه وسلې چې د طالبانو د امنیتي او دفاعي ادارو په لاس کې دي، په خوندي ځایونو کې ساتل کیږي او په امن سلاکوټونو کې زیرمه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: «دا وسلې چې ګواکې د تورخم له لارې ګاونډي هېواد ته قاچاق شوي، په اسلامي امارت پورې اړه نه لري. هغه وسلې چې د امنیتي او دفاعي ادارو په کنټرول کې دي، په بشپړ ډول خوندي دي او په دیپوګانو کې ساتل کیږي، او هېچا ته اجازه نشته چې دا وسلې یې لاس ته ورسیږي.»

ده همداراز وویل چې په ټولو هېوادونو کې د وسلو قاچاق شته او ممکن دا وسلې په نورو هېوادونو کې د تور بازار له لارې اخیستل شوې وي او بیا بل هېواد ته قاچاق شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب