چهارشنبه, اکتوبر 16, 2024
Homeخبرونهد طالبانوحکومت کابل کې ۴ تنه په عام محضر کې په دُرو...

د طالبانوحکومت کابل کې ۴ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

تاند ( چهارشنبه د میزان ۲۵مه)د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې پر څلورو مجرمینو د تعزیري سزاګانو د عملي کېدو خبر ورکړی دی.

یادې محکمې تېره شپه ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه دا خبرپاڼه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې دا چې دغه سزا پر کومو مجرمینو او په څه ډول تطبیق شوي، جزیات نه‌دي ورکړي.

د یادونې ده، چې پرون سه شنبه په خوست ولایت کې ۲ تنو ته تعزیري سزاګانو ورکړل شوې ده.

یاد دوه تنه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌مخې، چې پر لواطت تورن و، په عام محضر کې تعزیري سزا تطبیق شوه.

یو تورن په ۳۵ او بل په ۳۰ دُرو ووهل شول.
سره له‌دې چې نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې، په عام محضر کې دې له تعزیري سزاګانو لاس واخلي، خو دوی تر اوسه دې کار ته دوام ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب