پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهد شهزاد آریوبي، منظور پښتین او محسن داوړ په شمول یو شمېر...

د شهزاد آریوبي، منظور پښتین او محسن داوړ په شمول یو شمېر مشرانو د ایراني ځواکونو له خوا د سلګونو افغان کډوالو وژل وغندل

تاند (پنجشنبه/د میزان ۲۶مه) — یو شمېر افغان مشرانو، سیاسي استازو او فعالانو د ایران د فاشیست رژیم د ځواکونو له خوا د پاکستان – ایران پولې سره نژدې د سلګونو افغانانو مرګ ژوبله یو جنایت وباله او د ازادو پلټنو غوښتنه یې وکړه.

یو شمېر راپورونه وایي چې په پېښه کې ۲۶۰ افغانان په بې دردۍ سره وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي او اوس په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو وژنه یو توجیه شوی عمل وباله او دفاع یې وکړه.

هغه په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «د ناقانونه وګړو له غیرقانوني ننوتلو سره قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق دی او د هر هېواد پوله ‌ساتي ځواکونه مکلف دي چې د غیرقانوني اتباعو د ننوتلو مخه ونیسي.»

په ورته وخت کې په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «زه غوښتنه کوم چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه دې وشي او د دې جنایت مرتکبین دې قانوني چلند سره مخ شي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، پښتون سیاستوال افراسیاب خټک او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو وژل غندلي او د بې طرفانه څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

د ایراني پوله ساتو له خوا رامنځته شوې پېښه په پراخه کچه غندل شوې، خو طالب چارواکي لا هم پرې چوپ دي او یو شمېر فعالان یې وایي چې دا د ایراني ځواکونو حق دی، باید افغانان نه وای ورغلي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کرنې ادارې په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ سره ډېر افغانان نشي کولی چې حتی یو وخت ډوډۍ پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب