پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Home+ولې ټیک ټاک د پاکستانیانو تر ۳۰ ملیونه ډیرې ویډیوګانې لرې کړې؟

ولې ټیک ټاک د پاکستانیانو تر ۳۰ ملیونه ډیرې ویډیوګانې لرې کړې؟

داودجبارخیل

 ټیک ټاک د ۲۰۲۴  د دوهمې ربع لپاره د ټولنې لارښودونو پلي کولو راپور خپور کړ.

د راپور له مخې، TikTok په پاکستان کې د ټولنې د لارښوونو د سرغړونې لپاره له پلیټ فارم څخه 30.7 میلیونه ویډیوګانې لرې کړي دي.

د راپور له مخې، ټیک ټاک په سمدستي توګه په اتومات ډول 144.4 میلیون ویډیوګانې حذف کړې، په پاکستان کې 99.5٪ ویډیوګانې مخکې له دې چې کاروونکي یې راپور ورکړي حذف شوي، ټیک ټاک په 24 ساعتونو کې له خپل پلیټ فارم څخه 97٪  ویډیوګانې لرې کړې

په نړیواله کچه، ټیک ټاک په دویمه ربع کې له خپل پلیټ فارم څخه 178.8 میلیون ویډیوګانې حذف کړي دي.

 راپور زیاتوي، ټیک ټاک د فعال کشف سیسټم په وسیله کولی شي 98.2 سلنه ویډیوګانې مخکې له دې چې کاروونکو ته ښکاره شي لرې کړي.

 څه موده مخکې هم  TikTok د ۲۰ میلیونو پاکستانیانو ویډیوګانې لېرې کړې وې.

ټیک ټاک په پاکستان کې ډېر زیات پلویان لري او راپورونه ښيي چې ۴۳ میلیونه پاکستانیان د ټیک ټاک کاروونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب