پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهافغانستان د ترانسپورتي بسونو تولید پیل کړ

افغانستان د ترانسپورتي بسونو تولید پیل کړ

تاند ( پنج شنبه دمیزان ۲۶مه ) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د بسونو د تولیدولو خبر ورکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، چې له دغو بسونو څخه به د ښاري ټرانسپورټي خدمتونو لپاره کار واخیستل شي.

نوموړي لیکلي، چې د یادو بسونو د پرانیستې مراسم به ډېر ژر ترسره شي.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بس موټرو تولید د ځان‌بسیاینې پر لور یو ډاډمن ګام ګڼلی دی.

بل لورته د اقتصادي چارو پوهان هم دا چاره یو مثبت ګام بولي، خو ټینګار یې په دې دی، چې د لویو لارو بیا رغونه دې وشي څو ترافیکي پېښې کمې او د موټرچلوونکي د لارې په اوږدو کې له نو ستړو خوندي وي.

دوی وایي اوسمهال له مرکز نه ولایتونو ته ډېری لویې لارې معیاري نه جوړ شوي او له همدې امله پرې د ترافیکي پېښو شمېر زیات وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب