پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهد افغانانو ډله ییزه وژنه: ایران یې ردوي، طالبان وايي تحقیقات کوي

د افغانانو ډله ییزه وژنه: ایران یې ردوي، طالبان وايي تحقیقات کوي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۵ مه) په داسي حال کې چې د افغانستان او ایران ګډې پولې ته نژدې د سلګونو افغان پناه غوښتونکو د ډله ییزې وژنې غندنې روانې دي، د طالبانو حکومت وايي په دې اړه پلټنې کوي او ایران وايي، دا ادعا ناسمه ده.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» د ایران او پاکستان په پوله کې د ایراني پوله ساتو له لوري د افغان اتباعو د وژل کېدو راپورونه ناسم وبلل او ویې ویل چې د اسلامي امارت بېلابېل اورګانونه په دې اړه څېړنې او پلټنې کوي.

هغه زیاته کړه، په دې اړه چې پېښه له هېواد څخه بهر شوې، لا تر اوسه معلومات بشپړ شوي نه دي او کله چې موضوع روښانه شي، اړینې پرېکړې به وشي.

په همدې تړاو، په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي هم په خپله ایکسپاڼه (ټویټر) کې د ایران په خاوره کې د افغانانو وژنه اوازه وبلله، او د هغو د ردولو ترڅنګ یې وویل چې د باوري سرچینو له لارې د مستقیمو پلټنو پایلې ښيي چې په سراوان پوله کې د لسګونو ناقانونه اتباعو د وژل کېدو خبرونه ناسم دي.

ده په عین حال کې پر پېښه اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د “ناقانونه اتباعو د غیرقانوني” داخلېدو په وړاندې “قانوني” چلند د هر هېواد مشروع حق دی او د هر هېواد د پولو ساتونکي ځواکونه مکلف دي چې د غیرقانوني داخلېدو مخه ونیسي.

له بلې خوا، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران د پوله ساتو قوماندان رضا شجاعي هم پر افغان اتباعو د ډزو خبر رد کړ او ویې ویل چې په دې اړه خپاره شوي عکسونه او محتویات غلط دي او د دې ډول خبرونو موخه د ایران او افغانستان تر منځ د اختلافاتو رامنځته کول دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، مخکې تر د چې د ایران په پوله کې د افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه باوري تحقیقات شوي وي، باید له وخته مخکې قضاوت ونه شي.

«د یوې پیښې راپورونه شته چې ادعا کیږي په لړ کې یې شاوخوا ایراني پوله ساتو۲۵۰ افغانان وژلي یا ټپیان کړي دي.»

ده همداراز لیکلي:«تر هرې پریکړې دمخه، موږ باید د باوري تحقیقاتو پایلو ته انتظار وکړو. که چیرې دا راپورونه ریښتیا وي، نو بیا یوه ناوړه پیښه شوې او دا باید پایلې ولري. ایران دا پېښه رد کړې ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب