دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د انرژۍ وزير:د‌ کمال خان بند پاتې چارې بشپړوو

د ط-انو د انرژۍ وزير:د‌ کمال خان بند پاتې چارې بشپړوو

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطيف منصور د نیمروز لپاره د طالبانو ولایت والي ملا نجیب الله رفیع سره لیدلي او د کمال خان بند په اړه ېې خبرې سره کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په یاده لیدنه کې، په نیمروز ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلې کېدو په برخه کې په ځانګړي ډول د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د نیمروز لپاره د طالبانو والي په دې لیدنه کې د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو او په نیمروز ولایت کې د برېښنا رسولو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې د کمال خان بند د پاتې چارو په هکله شونې هڅې ترسره شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې کار پیل شي.

دا په داسې حال کې ده،چې له څه مودې راهيسې طالبان څو ځله ایران سره د کمال خان بند د اوبو په سر په پټو معاملو تورن شوي، خو طالبانو دا تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب