دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر نجيب وطن ګوند:د کاج مرکز ځانمرګی برید پاکستاني استخباراتو کړی

د ډاکټر نجيب وطن ګوند:د کاج مرکز ځانمرګی برید پاکستاني استخباراتو کړی

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په مشرۍ د وطن ګوند يوې بهر مېشتې ډلې چې مشري یې فقیر محمد ودان کوي، د کابل په کاج ښوونيز مرکز کې د خونړي ځانمرګي برید په اړه غبرګون وښود.

د یاد شوي ګوند د اعلاميې له مخې، د پاکستان د پوځ استخباراتي ادارې اساسي هدف د افغانستان ویجاړي او په ټولنیزو، اقتصادي او نورو برخو کې د افغانستان وروسته پاتې ساتل او په دې ډول پر افغانستان د خپل نفوذ حاکم ساتل دي.

د وطن ګوند د بهر مېشتو مشرانو په باور، پاکستان له څو لسيزو راهيسې د افغان ځوانانو ماغزه وینځلي او د مجاهدينو په نوم ېې د امریکا د جهاد له پروژې وروسته په بل پړاو کې د اوسنيو طالبانو تحريک جوړ کړی.

د ګوند د اعلاميې له مخې، مجاهدینو او طالبانو دواړو افغان ودانۍ ويجاړ کړي او سوزولي، د اوبو پر سرچينو، ښوونځيو او پوهنتونونو یې ځانمرګي بريدونه کړي،ښوونکي او نور علمي کادرونه ېې وژلي،د نجونو او ښځو زده کړې او کار ېې ننګولی، رسنۍ او مدني ټولنې ېې منع کړي او دا ټول د پاکستاني استخباراتو اساسي هدفونه دي.

د وطن ګوند د يادې ډلې مشر فقير محمد ودان وايي،چې د مجاهدینو او طالبانو په دوام داعش هم د پاکستان بله پروژه ده،چې اوس ياد شوي اهداف د‌ دې ډلې په نوم غواړي تر لاسه کړي.

ودان د طالبانو د امر بالمعروف وزير له لوري د عصري علومو د‌‌ زده کړو «مباح» ګڼل هم د پاکستاني استخباراتو بل هدف بولي،چې په خبره ېې د طالبانو د واکمنۍ له لارې ېې غواړي تر لاسه کړي.

د وطن ګوند د بهر مېشتو عالي شورا د طالبانو له لوري د ښځینه معترضانو ځپل هم غندلي او له افغانانو ېې د دا ډول دسيسو پر وړاندې د ویښتیا او انسجام غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب