دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+هند د انترنیټ ۵ نسل پیل کړ

هند د انترنیټ ۵ نسل پیل کړ

تاند- هند په یوه پروسه کې، چې دوه کاله به دوام وکړي، د خپل هیواد په څو ښارونو کې د انترنیټ پنځم نسل یا G5 پیل کړ.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس دراپور له مخې، دا ډول انترنیټ خورا چټک او د باور وړ دی.

د هند صدراعظم د جي ۵ د پیل په مراسمو کې وویل، په حقیقت کې مو داسې انترنیتي خدمات وړاندې کړل چې هدف یې په پراخه پیمانه د چټک او بې وقیفې انترنیټ رسول او د باوري ارتباط رامنځته کول دي.

نریندرا مودي همداراز وویل:«دا اقدام به په تاریخ کې ثبت شي. دا په هیواد کې د یوه نوي عصر لور ته یو ګام او د نامحدودو فرصتونو پیلامه ده.»

بهارتیا ایرټل کمپنۍ، چې ټاکل شوې ده د هند په بېلابېلو ښارونو کې جي ۵ انترنیټي خدمات وړاندې کړي، مهلت لري چې د ۲۰۲۴ تر مارچ میاشتې پورې د هند ۵ زره ښارونو ته جي ۵ انترنیټ ورسوي.

د هند د حکومت پر اساس، د پنځم نسل انترنیټ ټول اقتصادي ارزښت به تر ۲۰۳۵ پورې ۴۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د (OMIDIA) په نوم تحقیقاتي موسسه اټکل کوي چې په هند کې به د جي ۵ انټرنیټ د کاروونکو شمېر ۳۹۶ میلیون تنو ته ورسېږي چې دا په اوس وخت کې په درسته نړۍ کې د دې ډول انترنیټ د ټولو کاروونکو نیمايي ته رسیږي.

تر ۲۰۲۶ پورې به هند له امریکا او چینه وروسته د جي ۵ تر ټولو ستر کاروونکی هیواد وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب