دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د طالبانو د مشر دفتر د آی ایس آی په ولکه کې

د طالبانو د مشر دفتر د آی ایس آی په ولکه کې

زیړګل

په طالبانو باندې د پاکستان د استخباراتي اداری اغیز ا نفوذ کومه نوې خبره نه ده، کلونه د یوې ډلې ساتل او هغې ته د هستوګنې، جنګي زده کړې او د جنګ ټولې اړتیاوی برابرول څرګنده خبره ده چې د دې لپاره وي چې له هغې څخه په راتلونکې کې د خپلو مخو او پلانونو د پلي کولو کار واخلي.

خو هغه څه چې تر اوسه دمبهم او تر پردې لاندې دي او په دې یوکال کې څرګند شوي نه دي د دې نفوذ حد اواندازه ده، ځکه آی ایس آی په سیمه کې د یوې قوي او تجربه کاره استخباراتي شبکې په توګه، چې له افغانانو سره د جهاد له دورانه د استخباراتی کار تجربه لري، خپل کارونه په ډیر مهارت په پټه مخته وړي، د جمهوری نظام په دوران کې به هر کله چې د امریکا کوم جګپوری سیمې یا افغانستان ته راغی پاکستاني آی ایس آی به د طالبانو یو قوماندان چې د هستوګنې ځای او هر څه به یې ورته څرګند وو، ظاهرأ ونیوه او بندي به یې کړ، خو همدا چې امریکايي چارواکی به بیرته لاړه بیا به په اصطلاح هماغه دیګ و او هماغه کاسه.

د طالبانو له راتګ څخه څو ورځې وروسته کله چې د پاکستان د آی اس آی مشر حمید فیض پر طالب مشرانو باندې د وزارتونو د ویش لپاره کابل ته راغی او سرینا هوټل کې په داسی حال کې چې د چایو ګلاس یې په لاس کې و، د یوې ژورنالستې په ځواب کې  وویل چې «هر څه به جوړ شي.» د حمید فیض دا خبره چې ګواکي هرڅه زموږ په واک کې دي دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه، آن تر دې حده چې پاکستان ته تر ستنیدو څو ورځې وروسته هغه بلې دندې ته وګمارل شو.

له هغه وروسته پاکستاني آی ایس آی هڅه کړې چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له زیات احتیاطه کار واخلي، او خپل ټوله پاملرنه په کندهار کې د طالبانو د مشر دفتر ته واړوي، ځکه د چا خبره د اوبو سرچینه همالته ده. برسیره پر دې په کندهار کې داخلي او بین المللي رسنۍ هم نه شته، او هر څه بې له دې چې د خلکو او رسنیو پاملرنه ځانته راجلب کړي ترسره کیدای شي، موږ په کابل کې ولیدل چې د پاکستان د سفیر په هره لیدنه او خوځښت به په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه شوه، له بل پلوه د څو میاشتو پیښو وښوده چې د طالبانو په ډله او دولتی اورګانو کې هم داسې کسان شته چې د پاکستان د استعماري سیاستونو پر خلاف دي او په کابل کې د آی ایس آی د پټو فعالیتونو د بربنډ کیدو خطر هم شته مګر کندهار کې چې د امارت د ټولو وزارتونو فعالیت هلته د طالبانو د مشر له دفتر څخه، چې اوس جوته شوې په عینو مینی کې دی، اداره کیږي هلته پاکستاني آی ایس آی په آسانۍ سره خپل کارونه سر ته رسوي، ډیر امکان لري چې د طالبانو د دفتر ناڅرګند سیاست (کارونه او ځان له خلکو پټول) د همدې موخې په خاطر وي، ځکه په کابل کې د طالب مشرانو دفترونه او په هغه کې کارکونکي اکثرأ په خلکو  او رسنیو کې پیژندل شويې څیرې دي.

داسی راپورونه شته چې د طالبانو د مشر دفتر د آی ایس آی تر کاملې ولکې لاندې دی او هره ورځ له آی ایس آی څخه اوامر تر لاسه کوي.

په اروپا کې میشت طالب پلوه افغان ډاکتر ښاغلی روستار تره کی په وروستیو ورځو کې کندهار کې له ملا هیبت الله سره د خپلې لیدنې جزییات په یوه تلویزیوني مرکه کې په ډاګه کړي، ده ویلي چې ملا هیبت الله یې د کندهار په عینو مینی کې لیدلی، ډاکتر روستار تره کي زیاته کړې چې د طالبانو له مشر سره په لیدنې کې د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د ملاهیبت الله شاوخوا لسو تنو سلاکارانو هم ګډون درلود، ښاغلي روستار تره کي دا هم وویل چې له ملا هیبت الله نه یې په آخر کې د ډالۍ په توګه غوښتنه وکړه چې د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د بیرته پرانستل کیدو حکم ورکړي خو ملا هیبت الله نه مثبت او نه منفي ځواب ورکړ ، هغه همدا راز زیاته کړه چې داسې ښکاریده چې هیبت الله په خپله یوازې تصمیم نه شي نیولی.

اوس که سړی ځیر شي په وروستي یو کال کې د امارت ټولې پریکړې د وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو مقررۍ د ملاهبت الله اخوندزاده په حکم سرته رسیدلي کله خو بیا د پولیسو د یونیفورم څرنګوالی چې په خپله یو وزارت کی باید ورباندې پریکړه وشي هم د هغه له حکم او هوکې پرته اجرا شوي نه دي، اوس نو کومه بله مرجع او لوړ مقام نه شته چې ملا هیبت الله د هغه له اجازې پرته پریکړه نه شي کولی، حقیقت دا دی چې ټولې پریکړې د هغه په شاوخوا کې د لسو تنو ورک نومو او مشکوکو سلاکارانو لخوا کیږي، د شاوخوا لس تنه سلاکاران هسی عادی سلاکاران نه دي په دې کې یو شمیر یې د آی ایس آی خلک دي چې د آی ایس آی مرکز سره په اړیکو کې دي او له لاهوره ورته لارښوونې راځي، په عمل کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله  آخوند خپل دفتر کې د سلاکارانو په تش نوم د آی ایس آی د غړو  او اجنټانو لخوا چارپیر شوي همدا لامل دی چې په تیر څه باندې یو کال کې د طالبانو د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ټولو ستونزو سره سره تر اوسه د طالبانو د مشر له دفتر څخه هیڅ کوم حکم، او اعلامیه چې د پاکستان پر ضد وي او يا هغه هیواد کړونو باندې نیوکه وي نه ده خپره شوی حال دا چې کابل کې د طالبانو ځینو ادارو او چارواکو وخت ناوخت د پاکستاني مقاماتو خبرې غندلي دي.

د ملا هیبت الله مشکوک سلاکاران ولی ملاهیبت الله ته د ښوونځیو د پرانستلو اجازه نه ورکوي؟

دلته به ښائي نور لاملونه هم وي مګر عمده لامل یې دا دي.

۱ – پاکستانی چارواکي غواړي د هغه هیواد خلک د PTT يا پاکستانی طالبانو نه وډاروي چې که پاکستاني طالبان هم واک ته ورسیږي هلته به هم د نجونو ښوونځي وتړل شي.

۲ ـ تر اوسه طالبانو سره د بین المللي ټولنی د اړیکو د ښه کیدو یو شرط همدا د نجونو د ښوونځیو پرانستل دي او پاکستان نه غواړي چې د طالبانو اړیکې د بین المللي ټولنې سره ښه شي هغه هیواد غواړي اسلامي امارت د انزوا خوا ته بوزې تر څو خپل ځان د طالبانو د قیم په توګه بین المللي ټولنې ته معرفي کړي.

۳ ـ په تیر یو کال کې په زرګونه پاکستاني مدرسې افغانستان ته انتقال شوي د دې مدرسو د انتقال یولامل افغان نوي کهول د افراطیت او تشدد په روحي روزل دي ځکه د دې مدرسو تعلیمي نصاب هماغه د آی ایس آی لخوا جوړ کړل شوی نصاب دی، له بلې خواه څرګنده خبره ده چې میرمنې د یو هیواد د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په سالمه روزنه کې مهم رول لري او دا دنده د یو هیواد میرمنې هله په ښه توګه سرته رسولی شي چې خپله میرمنه د زده کړې او پوهې په ګاڼه سمبال وي.که یوه نجلۍ سبق نوي ویلی هغه به څرنګه ټولنې ته سالم ماشومان وروزي؟

لنډه دا چې پاکستانې آی ایس آی د طالبانو د مشر دفتر کې نفوذ سره په ډیر مهارت بی له دې چې د خلکو او رسنیو پام ځانته واړوي په حقیقت کې د طالبانو د اسلامی امارت ټولې چارې په لاس کې لري، د طالبانو د مشر دفتر ټول حکمونه د کندهار کې د ملا هیبت الله له دفتر نه لومړی د طالبانو اصلي ویندوی ذبیح الله مجاهد ته چې په حقیقت کې هغه د طالبانو د مشر د دفتر استازی کابل کې دی استول کیږي او بیا د هغه لخوا امارت نورو ادارو ته استول کیږي او په دې توګه پاکستاني آی ایس ای د طالبانو د اسلامی امارت ټولې اداری او څانګې تر خپل کنترول لاندې نیولي دا چې پاکستان به تر کومه وخته د ملاهیبت الله د دفتر له لارې خپل پلانونه افغانستان کې عملي کړي راتلونکې میاشتې به دې سوال ته ځواب ورکړي.

والسلام

13 COMMENTS

  1. زه په طالبانو باندې د پاکستان نفوذ نه ردوم خو تا د خپلې دومره لویې ادعا لپاره هیڅ کوټلی شواهد نه دی وړاندې کړی چه لوستونکی ته د قناعت او دلچسپۍ وړ وی.

  2. دخپلې خولې به اندازه ګوله! ظرفیت او معیار درنه پاتې دی
    تاهم له خانه شکریه بارکزی جوړکړی داموضوع دې دیره شخصی اوواهی کړې ده .دې کې شک نشته چې دلته اي اس اي څولسیزې کار کړی ، مشکلات شته جنجالونه شته او یوعالم ستونزی نا پو هی اوجهالت خکه دلته دنیممې نړۍ استخبارات او مضرو عناصرو ابزارو غټو او وړو پروژو شتون درلود .ان جی او ګانو تنظیمونو طالبانو دلانجو او کشمکشو بګیر ونمان ستر و شبکو عملیات کړی که خبره داعتبار وی نو په تا څه ډول باور وشی چې دچا له خوا یو نا پېژندل شوی استخدام شوی عنصر یی تاته وګوره او یو دانشمند استاد او د دحقوقو متخصص ته ! دا تور لګول خبله څه دی؟
    زه پوښتنه لرم اوهغه داچې رښتیا ته استاد تره کی پېژنې ؟ اوکه هسې د هشت صبح په څېر اټکلی غونډاری ولی. دټاپې وهلو خبره اوس پرېږده چې څوک څوک دی؟ زه ستا ځواب ته منتظر یم چې له تایی واورم

  3. عبیدالله وروره ، د آی ایس آی اړیکی له طالبانو سره لکه لمر روښانه ده، دا چی تاسو یی نه منۍ ، دا نوستاسو خپل کار ده، په تیرڅه باندی یو کال کی د طالبانو د مشر له دفتر نه سلهاو فرمانونه او اعلامېې د وزیرانو او پوځیانو له مقر رۍ نه نیولی بیا د هیواد والو تر شخصي او ذاتی اموراتو پوری فرمانو نه صادرشوي ، مګر بیا د هیواد په تاریخ په لمړي ځل د پاکستان د هوائي ځواکونو لخواه د پکتیا ولایت په بمباریو، د واخان په موضوع ، په ملګرو ملتونو کی د هغه هیواد د صدراعظم د دښمنیو نه په ډکو خبروچوپه خوله وو، د طالبانو په ډله کی دجنرال مبین پاکستانی ضد دریځ ټولو ته څرګند ده ، څو ورځی مخکی خپله جنرال مبین په تلویزیوني مرکه کی وویل چی له دندی خلاص سوی او د مشرتابه لخواه ټولو ارګانو ته لارښونه شوی چی هغه په دنده ونه ګماري ، عباس ستانکزی په خپله د طالبانو له بنسټګرو مشرانو په ډله کی ده ، کنه هغه به هم د خپل څو ورځی مخکی پاکستان ضد خبرو په ګناه د ملا هیبت الله د دفتر د فرمان له مخی کور کی ناست وای.
    کابل کی د طالب مشران او د هغوۍ د دفترونو سلآکاران اوکارکونکي ټول رسنیو او خلکو ته څرګند څیری دي، مګر د طالبانو د مشر د دفتر شاوخواه لس تنه سلاکاران ټول مرموز او مشکوکې څيری دي، همدا رنګه یوه پوښتنه چی زموږ د هرهیوادوال په ذهن ښائي پیدا شي دا ده چی ولی د طالبانو دمشر دفتر کې دومره مخفی کاری یا ناڅرګند توب ، او له خلکو نه تېښه ؟ هغوي حتی حاضر ندي چی په یوی دولتی ودانۍ یا د ولایت ترڅیرمه دولتي ودانۍ کی ورځني کارونه مخ ته یوسي ، که دلته دا پټ ژوند د امنیتی دلایلو په خاطر وي ، امریکائي بی پیلوټه طیاری خوهماغسی چی الظواهري یی کابل شیرپور د یو کور په دریم پوړ کی پیدا کړ فکر نه کوم د طالبانو دفتر پیدا کول به هم هغوي ته څه ستونزه ولري ، یومسلمان خو پدی عقیده ده چی اجل نه تیښته نشته ژوند او مرګ د لوی څښتن په لاس کی ده نو دا دومر پټ ژوند د څه لپاره ؟ فکر نه کوم اوس چی واک ته هم رسیدلي د طالبانو د مشر دفتر کارکونکي د امنیتی ملحوظاتو له وجهی دومره پټ او ناڅرګند ژوند غوره کړي اصلي خبره دا ده چې هغوۍ غواړي خپل ورځنۍ اړیکی له آی ایس آی سره له خلکو پټ وساتي ، ځکه دفتر ته آی ایس آی د غړو تګ او راتګ د هغوی ګاډي طبعآ د خلکو د شک سبب ګرځی او همدا وجه ده چې دفتر د خلکو له ګڼه ګوڼې نه په لری سیمی کی ټاکي ترڅو د خلکو د پام نه لری وي .
    عبید الله وروره تاسو د کوټلی شواهدو یادونه کړې ، استخباراتی کړۍ هغه هم بیا پاکستانی آی ایس آی دومره ساده نده چی د هغوی پل اونښان چاته څرګند شي، پدی زیاد و کم یو کال کی حتی د طالبانو د مشر د دفتر ځای چی د کندهار د ښار کومی سیمی کی ده چاته څرګند نه وو، د ښاغلي روستار کور د ودان وي چې دا معما یی کشف کړ، عجیبه بیا دا ده چی د طالبانو مشر په کراتو نورو چارواکو نه غواړي چی له ولس نه دی ځان نه پټوي او د هغوې سره دی په اړیکی کی اوسي په هر حال خدای دی وکړي یو څه قانع شوی یاستئ .

  4. شریف زاده ـ ستا اوتی بوتی په ځواب نه ارزی ، که دی ادب په چوکاټ کی کومه پوښتنه کړی وای حتمآ به می ځواب درکړی وای۰

  5. سلامونه او نیکی هیلی زیړ ګل ورور!
    کچیری موږ تاسی فکر وکړو چی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه امریکا، برتانیه او پاکستان د یو او بل ملګری وو کله چی په تیر کی مجاهدینو دقدرت لپاره سره وجنګیدل او کابل یی په کنډواله بدل کړ او بیا افغان ولس د طالب راتګ په ورین تندی لبیک وویلو، ترڅو د تیرو ډلو ټپلو له ظلم او بربریت څخه خلاص شی مګر سوال داده چی همغه کرزی او غنی هغه کسان چی همدی کابل خلکو ترینه بدبین وو په لوړو څوکیو وګمارل ، د تاسی به په یاد وی یا نه چی ګلجمو (جنبش ګوند – دوستمیانو) داسی کارونه وکړل چی قلم په لیکلو او انسان په ویلو کی عاجز دی ، شمالی ټلوالی (جمعیت اسلامی – مسعود خیلو او ربانی خیلو ) شورای نظار داسی کارونه وکړل چی د دوی د ظلمونو او زجر له وجهی چی له هر کابلی او هر پښتون میشتی سیمی اوسیدونکی څخه پوښتنه وکړی یو ځل به ژاړی بیا به خپله کیسه درته کوی. د مزاری ډله (حزب وحدت – محقق او خلیلی او دانش) د خلکو په سرونه میخ ټکوهل، له ښځو سینی پریکول او عام محضر کی د ښځی د ولادت حالت لیدل او رقص مرد دا هغه مسایل دی چی تاریخ لیکونکی له شرم څخه په معاصر تاریخ کی نشی لیکلی، ګلبدین (حزب اسلامی) داسی کارونه کړی چی پښتانه یی په پښتونولی شرمیږی ځکه کچیری تاسی په رسانیو کی د خوست او جلال آباد جګړی هغه تصویر چی جنرال حمید ګل (آي ایس آی ریس ) سره اخیستی وکتل شی نو هر افغان ورباندی شرمیږی.
    سوال داده دا هغه کسانو چی کرزی او غنی په لوړ څوکیو وګمارل، هر افغان بیچاره او رنځ لیدلی غوښتل چی دا کسان لومړی باید نړیوالی جنګی جرایمو محکمی ته ورپیژندلی شوی وای بیا کچیری دوی بی ګناه ثابتیدل بیا کومه خبره نه وو مګر زموږ دوه مشرانو دوی ته داسی امتیازات ورکړل چی د ولس مینځ کی لومړی مینه او اعتبار چی پیدا کړی وو ختم شو.

    که موږ ووایو اوس هیڅ نشته له پورته چی نورو دوستانو هم ورته اشاره وکړه ناسمه خبره ده مګر زما په نظر موږ باید د انتقاد پرځای نړیوالو ته ووایو چی راشی تاسی دا هرڅه زیږولی وو یعنی د دوی مالی او نظامی مرستی مو د پاکستان په وسیله کولی چی په ولس یی ظلم کولو، په تیر نظام او هغه کسان او سیاسیون چی د کابل ورانولو او کنډواله کولو او دولس سره جنګی جنایت باندی متهم باید لومړی محاکمه او بیا ورسره د اسلامی او افغانی او نړیوال اصولو په چوکاټ ګام ورسره پورته شی.

    په اخیر کی دومره وایم که ژر که نا وخته پنجاب د جنجال ګرداب ته ورتلونکی دی که دا خبره زه وکړم یا ونکړم ځکه نړیوال مجبور دی چی د پاکستان په وړاندی نهایی تصمیم ونیسی ځکه ۴۵ کاله او بیا ۲۰ کاله په یوه هیواد کی سیاسی او نظامی مداخله د ټولو نړیوالو او ګاونډیتوب له قوانینو او اصولو خلاف دی
    موږ افغانانو ته پکار ده چی نړیوال محکمی ته او همدارنګه په هر نړیوال سټیج کی د پاکستان په وړاندی لکه ملایعقوب او عباس ستانکزی په شان هر څه په بربنډ ډول ووایو ترڅو نړی او نور سمیه ایز هیوادونه راسره ملاتړی شی او دا ډول سرطانی غدی غم د تل تر لپاره وخورو، که داسی ونکړو نو امکان شته چی بل جګړی ته مو ښکیل کړی چی موږ بیا د څو کالو لپاره په داخیلو جګړه کی لکه د ډاکټر نجیب الله نظام له سقوط وروسته چی وشو، هماغه ډول سناریو روانه ده ځکه ټول پوهیږی چی داعشیانو مشرهم چی افغانستان کی فعالیت کوی یو پاکستانی دی او په پاکستان کی تربیه کیږی، ځینو سیاسیون لکه غنی او نورو څخه سړی ګیله من شی چی کله په قدرت کی وی د پاکستان په وړاندی توند دریځ نیوه مګر کله چی له قدرت لیری شوی هغه خبری اوس نکوی دا کوم لامل دی آیا افغان نه یی په افغانانو دی زړه نه خوږیږی، تاسی د پاکستان په اصلی اهدافو نه پوهیږی ، ولی هند اوس د پاکستان په وړاندی له مخکینی دریځه په شا شوی ولی له پاکستان یا چین یا برتانیه او امریکا ډاریږی که سیاسی ضعف لری؟

  6. د کرزی په حکومت کې به بعضې معامله ګرو له دولت پیسې اخیستې په دې پلمه چې هغوی ته به د طالب مشرانو سره د لیدنو زمینه برابره کړي. بیا به وروسته معلومه شوه چې هغه کس یو عام وګړۍ و، نه کوم طالب مشر. اوس به هم کوم معامله کوونکي د روستا ترکي پر سر دا خولۍ ايښي وي. او یا دا چې هغه به غواړي ځان مشهور ګړي. دلته نه امیر المومنین شته او نه ملا هیبت. ټول افغانستان د پاکستان لخوا اشغال دی. ملا یعقوب او ستانکزی هم هسې د همدوی په اجازې او مشورې خالي بغارې وهي. دداسې ظلم او جهالت مثال د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نشته.خدای د افغانانو ته انصاف په نصیب ګري چې له دې خرافاتو بېغمه شي. هیله ده چې څوک رانه خفه نشي.

  7. راځی په اصلی مشکل باندې خبرې وکړو او هغه دا چې موږ څه کولای شو څومره اوڅه ډول ظرفیت کې ،څومره پوهه او درایت باندې دهرچانظر خبل دی اوهرڅوک حق لری زه نه غواړم په فردی دول چا ته اهانت وکړم اوداکاردیر اسانه دی مهمه داد چې انسان دپوهې اودرایت له لارې خپل شخصیت له هرڅه څخه لومړیتوب ورکری.په هر حال.
    وایی چې دیوه طبیب دا دستور وه چې کله به د کوم ناروغ دعلاج کولو لپاره تللو ترټولو دمخه به یی اشپپز سره غاړه په غاړه پوښتنه کوله یو چا ددې کار دعلت پوښتنه وکړه ډاکتر وویل زما ټول کار اوبار ددغه اشپزانو په ذریعه چلیږی که دوی د کور په خاوندانو باندې نه هضمونکی خواړه اوغوړ ونه خوری یوهم نه ناروغه کیږی . بناءموږ باندې دهمدې اشپز او طبیب کیسه شوې موږ دکړکېچونو په روانی ناروغیو اخته یو که جوړ وای نو څلور لسیزې وروسته بیاهم دای اس ای د لاس وهنو سبب نه کېدو! دما پخوانی تبصره داستاد او دانسمند تره کی په هکله عین موقف لری.دشمن دا نا بلندت میکند برزمینت میزند نادان دوست

  8. د زیړګُل ورور د لیکنی او پنګ صاحب د تبصرې په تائید،
    زه د مقالې د لیکلو حوصله نلرم خو سره لدې به هڅه وکړم چی د طالب – پنجاب – واشنګټن – لندن د پیچلی او بافت سوی لوبی په هکله یو څه ولیکم البته که د تاند د مصلحت تر غلبېل تېره سی.
    امّا بل عرض:
    د ” ډاکټر او پوهاند او حقوق پوه او…. ” عنوان هیڅکله د حق او حقیقت څرګندولو ښکارندی نه دئ.
    بناً
    ۱ – ډیر احتمال لری چی خپله استاد تره کی خبر نه وی چی په نوم ئې د امیرالمؤمنین سره د لیدنی کیسه بیان سوېده لکه څنګه چی د موهوم ملا عمر پنوم د بی بی سی د شیطانی او استعماری راډیو څخه د ملا عمر په هکله افسانې خپرېدې.
    ۲ – استاد تره کی یا افراطی نشنلیسټ پښتون دئ او د پښتونولی په انګېزه د طالب ملاتړئ دئ.
    ۳ – یا چینائی – مارکسیسټی افکار لری او د همدې ادرس پر بنسټ د طالب ملاتړئ دئ.
    ۴ – یا د انګریز د لیبرالیزم سره ټینګ فکری تړاؤ لری.
    ۵ – د هر څه احتمال شته دئ خو د استاد تره کی ملاتړ له طالب څخه په هیڅ صورت دینی او مذهبی ریښه او انګېزه نلری ځکه استاد تره کی یو مطلق سکولر شخص دئ.

  9. محترم زیړګل صاحب. او ځکه محترم یې چه په سړه سینه دلیل اورې او په ادب او مدلل ځواب وایې. زما شک صرف د طالبانو د رهبرۍ په دفتر کې د ای اس آی د دومره زیات نفوذ په حقله دی. مونږ او تاسو ته ژوندی تاریخ مخې ته پروت دی او دا راته ثابته ده چه د پښتون فطرت به ډیره زیاته غلامی و نه منی. د حفیظ الله امین اتشینه مارکسستی مفکوره بالاخره د پښتنې غرور نه قربان شوه او د شوروی سفیر له یې څپیړه ورکړه. ملا محمد عمر چه په تخت کیناست نو بابر غوندې لوی فرعون یې د ډیورنډ د مسألې په سر سپک کړ او پاکستانی هوا خواه طالبان یې ټول تصفیه کړل. همدغه زما اندیښنې دی ، نور نو ستاسو په دلایلو کې څه نه وایم ، البته طالبان باید پوه شی چه د آی اس آی نفوذ د دوی د خیر لپاره نه دی بلکه د دوی د بد نامۍ لپاره دی.

    • د زیړ ګل ورور د لیکتی په تاید
      زه دومره ویل غواړم چی کومو نورو شواهدو ته افغانان اړتیا لری چی دافغانستان او افغانانو دښمتان وپیژنی؟ ایا دا کلونه کلونه د پاکستان د فوځ او استخباراتی ارګانونو په لاس د افغانانو قتل عام او د پاکستان د استخباراتی ادارو مزدورو مفتیانو چی ددې قتل عام فتوی يی ورکولی ایا کومه پټه او د شک خبره ده؟

      د تالبانو او یا بلی ډلی سره کومه شخصی دوستی او دښمتی نه لرو بلکه خپل وجدان او غیرت د یو پښتون او افغان په حیث دا اجازه نه راکوی چی د تالبانو په پستو، بی ننګه او بی پښتو کړونو سترګی پټی کړو او یا چپ پاتی شو. هغه پښتو متل دی چی وايی ډانګ دورور او عزیز لپاره او خبره دخدای لپاره.
      بله مهمه خبره داده چی د تالبی ملایانو ټولی کورنۍ د پاکستان په واک کی دی او هم ددوۍ جایدادونه ، سره او سپین د پاکستان د ولکی لاندی دی. ایا فکر کوۍ چی د تالبانو خارجه وزیر متقی به د پاکستان په خلاف خوله وازه کړی او د افغانستان د ګټو نه به دفاع وکړی؟ دا هیڅ امکان نه لری ځکه چی د متقی ټول ښه او بد په کویټه کی دی. همدا راز دوۍ لکه د پخوا په څیر بیا هم پاکستان خپل اخری د خلاصون ټاټوبی بولی

      که د تالبانو تیر په هیر کړو او دارګ د نیولو نه روسته يی په کړنو یو نظر واچو نو ایا څوک ویلی شی چی ددوۍ تګ لاره به افغانستان ته په راتلونکی کی څومره ګټه رسولې شی؟ او د هیواد او دولس د ښیرازۍ لپاره څومره مفید تمامیدلی شی؟ او لس کاله روسته به د افغانستان او افغانانو څه حال وی. ښکاره خبره ده چی زمونږ نسلونه به او بیا په خاص ډول د پښتنو نسلونه به د تیارو او تباهۍ کندو ته ولویوږی او افغانستان به دژوند په هر ډګر کی یو شل او شوټ هیواد وی.
      همدا راز دتالبانو د شریعت، اسلامی نظام او عمری عدالت دعوی هم ټولی په دروغو ولاړی دی چی د اسلام دمقدس دین د بنیادی اساساتو سره ښکاره په ټکر کی دی.
      کله کله ځنی پښتانه دتالبانو ملاتړ ددې لپاره کوی چی یا نور قومونه او ژبی وځپی او یا هم د لنډه غرو او دشمال ټلوالی او یا د تیرو رژیمونو د فاسدو چارواکو او حکومتولۍ نه بیزاره وو.
      پدی کی شک نشته چی همدغه علتونه وو چی د افغانستان عام وګړی يی نن ورځ تالب ته لاس تړلی په لاس ورکړی او هم پری رنګارنګ ټاپی لګوی او هم يی ذلیله کوی او هم يی پړ کوی. پداسی حال کی چی د افغانستان عامو وګړو په فساد، ملی خیانت او لنډه غرۍ کی لاس نه درلود خو د تالبانو د ټاپو نه او بی عزتۍ نه نه شی بچ کیدلی. زه دا نه وایم چی افغانان داوسنی او تیرو رژیمونو د خیانتونو، فساد او ظلم زور او ددې وحشت او جهالت په رامنځ ته کولو کی هیڅ مسولیت نه لری.

      په اخر کی باید دومره ووایم چی مونږ ټولو ته پکار ده او په خاص ډول ځوانانو ته چی په ړندو سترګو د چا پیروی ونه کړی او د خپل هیواد او ولس ګټی د خپلو شخصی او نورو ګټو او لاس ته راوړنو نه مقدسی او مهمی وګڼی ترڅو ددې بدبختی د ګرداب نه راووځو.

      • محترم ورور دردمند افغان صېب کور مو ودان هرڅه مو د دی هېواد د ېو رېښتيني بچي په توګه د وطن پالنې په روحېه بيان کړي ،کاشکی زموږ ټولو ړون اندو هیوادوالو ته د وطن او خلکو لوړی ګټې ترقومي ، او ژبني ګتې لمړیتوب ولري ، غواړم له نورو دوستانو هریومحترم غ حضرت صېب، محترم ګل محمد صېب، محترم پتنګ صېب، او محترم عبیدالله صېب نه هم د زړه له کومې م ن ن وکړم چی د ما له کومینټ سره یی همغږي څرګند کړی هرچېری چی یاستئ الله پاک مو ښاد او اباد لره ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب