جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونههرات کې د ښځینه لاريون کوونکو پر وړاندې د ط-انو چلند خلک...

هرات کې د ښځینه لاريون کوونکو پر وړاندې د ط-انو چلند خلک سخت غوسه کړي

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ ‏په هرات کې د ښځو د ننني لاریون د ګډونوالو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند د رسنیزو شویو ویډیوګانو پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو توند غبرګونونه ښودلي.

د دغه لاریون پر مهال اخيستل شوې بېلابېلې ویډیو ګانې څرګندوي،چې د طالبانو امنيتي ځواکونو د لاریون د خورولو پر وخت ځینو ښځینه وو سره زشت چلند کوي،چې د ټیکریو د غورځیدو سبب ېې ګرځي.

د طالبانو يوه اروپا مېشتي منتقد او شاعر جلال امرخیل په دې اړه لیکلي:« ‏هغه د شپږ پنځوس ملکونو ماتونکی طالب رب دومره ذلیله او سپک کړ چې اوس د وطن ښځو سره لاس او ګریوان دی.

نر مې نه و لیدلی، په ډک بازار کې د ښځو کشول راکشول مې نه و لیدلي. دا د خدای امتحان او ذلالت دی په طالب.»

يوه بل افغان مترقي فعال وصیل فیضي بیا په دې اړه لیکلي:«منځنۍ اسیا کې د ملا او د ښځې جګړه ده. ملا د تیاره فکر، جهالت، دکتاتورۍ او بدمرغۍ استازی دی او ښځه د روښانه راتلونکي، علم، ازادۍ او نېکمرغۍ سمبول.»

طالبانو د خپل دغه چلند په اړه د خلکو اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

نن په بامیان او هرات پوهنتونونو کې سلګونه ښځینه محصلینو د کابل د کانکور د چمتووالي پر یوه مرکز د اوړمې ورځې ځانمرګي برید خلاف لاريونونه وکړل.

په ځينو راپورونو کې ادعا شوې،چې د کابل پوهنتون ښځينه محصلينو هم د ورته لاریون پلان درلود، خو د طالبانو د لیلیې مسوولینو محصلانې د خورو په وسيله مسمومې کړې وې.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. تالبان د بی پتۍ بی ننګۍ او بی غیرتۍ یو نړیوال سمبول ګرځیدلې چی د پښتونولۍ ټول ارزښتونه يی د خپو لاندی کړی. د تالبانو وحشی او جاهلانه کړنی چی د اسلام د مقدس دین او دانسانی او اخلاقی ارزښتونو سره په ټکر کی دی عام وګړی د اسلام د مقدس دین نه په شعوری او سیستماتیک ډول متنفره کوی. او د خپلو غیری انسانی، او د پښتونولۍ او افغانیت ضد کړنو په اساس د افغانی ټولنی بینیادونه رانڼوی.

    پنجابی لنګماران هم د تالبانو نه ډیر غیرت او میړانه لری او هیڅکله به داسی پست کارونه لکه دوۍ چی يی د میرمنو، نحونو او نورو کمزو هیوادوالو په مقابل کی تر سره کوی و نه کړی.

    پښتانه باید د تالبانو دداډول بی ننګه او پست کارونو په خلاف که نور څه نشی کولی نو خپل غږ باید پورته کړی. د فضل ډیزل او حقانی د فکټرۍ دا بی پښتو چڼی او د راولپینډۍ د بوړا ګانو نوکران د پښتون او افغان د ننګ او غیرت په سپینه جامه یو تور داغ دی او په هر پښتون او افغان فرض ده چی ددوۍ ناوړه او بی ننګه چلند او کړنو مخه ونیسی او لږ تر لږه يی په کلکه وغندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب