دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد حميد خراساني د بې وسلې کيدو امر شوی

د حميد خراساني د بې وسلې کيدو امر شوی

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې مرکزي قول اردو د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر حميد خراساني ته د خپلو وسلو د سپارلو امر کړی.

خراساني تېره اونۍ خبر ورکړی و،چې کابل کې ېې د طالبانو خلاف د پنجشېر د مقاومت ډلې ځينې کسان نيولي.

په ورته وخت کې ځینو سرچینو تاند ته ویلي،چې نيول شوي کسان د مقاومت ډلې اړوند نه وو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، یاد شوي کسان خراساني د شخصي عقدې او باج اخيستو لپاره نيولي.

دا په داسې حال کې ده،چې نن خراساني په یوه غږیز پيغام کې د طالبانو د مرکزي قول اردو له قومندان شېخ مطیع څخه شکایت کړی.

خراساني ویلي،چې شېخ مطیع په دوه ورځو کې د وسلو سپارلو امر ورته کړی او خبرداری یې ورکړی،چې حساب به ورسره کوي.

حميد خراساني د طالبانو له مشرانو غوښتي،چې مرسته ورسره وکړي او د ده په ټکیو له ورسره کيدونکي ظلم څخه ېې وژغوري.

خراساني په دې پيغام کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني خپل امیر ګڼلی او ويلي،چې له هغه پرته بل چا ته ځواب ویونکی نه دی.

هغه له دې هم پرده پورته کړې،چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په يوه کلنه دوره کې د ده وسله والو ته معاشونه نه دي ورکړي او د څه شي حساب ورڅخه غواړي.

خراساني د طالبانو له لوري ورسره کیدونکی چلند قومي تبعيض ګڼلی او زياته کړې،چې د شېخ مطیع پر وړاندې به وجنګیږي.

په کابل کې یوه باخبره سرچينه وايي،چې د طالبانو مشرانو ته په وروستيو کې د حميد خراساني له باج اخيستو او نورو ظلمونو څخه ډېر شکایتونه شوي.

ويل کيږي،چې طالب مشرانو د نوموړي د اصلاح ډېرې هڅې کړي، خو اوس ورڅخه نهيلي شوي او بې وسلې کول یې غوره لاره بولي.

د طالبانو وياندويانو د دوی د دغې خپلمنځي ناندرۍ په اړه څه نه دي ويلي.

حمید خراساني د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې په پراخو باج اخيستو، وژنو او جرمونو تورن و.

هغه یو ځل په يوه ويډيو کليپ کې د افغانستان ملي بيرغ او تاریخ ته سپکاوی هم کړی او د پښتنو اړوند ېې بللی و.

خراساني د جمهوري نظام په وروستيو وختونو کې پنجشېر ته د يو شمېر ورتلونکو کوچیانو ویډیو ګانې خپرې کړې وې،چې دوی یې د پښتنو او طالبانو په نامه پکې ډبول.

د طالبانو له واکمنيدو سره نوموړي ته د يوه لوړپوړي قومندان په توګه دنده ورکولو او وروسته بيا-بیا په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د يوه خپلمنځي باغي په توګه د خراساني څرګندیدو ډېر خلک قهرولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب