Homeخبرونهبدخشان کې يوه کس خپله طلاقه کړې مېرمنه او د هغې مور...

بدخشان کې يوه کس خپله طلاقه کړې مېرمنه او د هغې مور دواړه وژلي

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې یوه کس تېر ماښام خپله طلاقه کړې مېرمنه او د هغې مور دواړه يو ځای وژلي.

دغه کس عبدالهادي نوميده او يوه مياشت د طالبانو د محکمې په امر خپله مېرمنه طلاقه کړې وه.

د سیمې اوسیدونکو ویلي،چې قاتل په داسې حال کې چې اوښی ېې کور کې نه و، د دوی کور ته ورغلی او خپله پخوانۍ مېرمنه او خواښې یې وژلي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رييس معزالدین احمدي وايي،چې د دوی ځواکونو د پېښې د عامل د نیولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د اقتصادي ناورين او فقر زياتوالی د کورني تاوتريخوالي او ورته پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...