شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د ژباړې په اړه له محب الله زغم سره د محمد الله...

د ژباړې په اړه له محب الله زغم سره د محمد الله مسعود مرکه

لومړۍ پوښتنه: ډاکتر صاحب که مرکه پدې راپیل کړو چې ژباړه یانې څه؟

ځواب: ژباړه هغه پل دی چې په مختلفو ټاپوګانو کې تولید شوي فکرونه پرې تګ راتګ کوي.

دویمه پوښتنه: ژباړه د یوې ژبې په بډای کولو کې څه رول لري؟

ځواب: ژباړه یوازې ژبې نه، بلکې ولسونه بډایوي او تمدنونه پنځوي. ژباړې له قبیلوي لوټمارو عربو نه متمدن پوهان او فیلوسوفان جوړ کړل. عباسي خلیفه مامون رشید چې واک ته ورسېد، بیت الحکمه یې تأسیس کړ او د خپل قلمرو له ګوټ ګوټ څخه یې پوهان راغونډ کړل او ورته ویې ویل: «د لرغوني یونان هر کتاب چې پیدا کېدای شي، را پیدا او ترجمه یې کړئ.» مامون رشید یو نیستوریان مسیحې، چې حنین ابن اسحاق نومیده، د دغه علمي مرکز مشر کړ. له دې کار سره د تمدن یوه لویه پانګه وژغورل شوه ځکه چې مسیحي سخت دریځو به یوناني پوهې او حکمت ته د کفر په سترګه کتل او ډېر کتابونه یې وسوځول. هغوی یوناني پوهان فارس ته تبعید کړل چې وروسته د مسلمانانو په ښه ورغلل. د یوناني علمي او فلسفي آثارو په ژباړې سره په عباسي خلافت کې پوهه وغوړېده او لوی تمدن ایجاد شو. وروسته بیا د اروپا د رېنسانس په بهیر کې، همدغه آثار او هغه څه چې مسلمانو پوهانو پرې ورزیات کړي وو، لاتین او بیا نورو اروپايي ژبو ته وژباړل شول او هلته یې داسې پرتمین تمدن رامنځته کړل چې له ټولو ستونزو سره سره، تر ننه پورې غځېدلی دی او پر ټولې دنیا راج چلوي. د ژباړې اهمیت په خپل ګاونډ ایران کې وګورئ. ایران په تېرو سلو کلونو کې د نوې پوهې د راخپلولو لپاره د ژباړې لوی بهیر روان کړی دی او نن هغه دی وینو چې بې پیلوټه الوتکې او لرې واټن ویشتونکي راکټونه جوړوي، د کورونا واکسین تولیدوي او هستوي بټۍ لري. که ایران د شلمې پېړۍ پوهې ته د ژباړې کړکۍ نه وای پرانیستې، نن به تر موږ ښه حالت کې نه وای.

که د ادبي آثارو ژباړې ته راشو، موږ د ژباړې په برکت له نویو ادبي ژانرونو، ادبي مکتبونو او ادبي تیوریو سره آشنا شوي یو. لنډه کیسه، ناول، ډرامه، سناریو، آزاد شعر … زموږ د سیمې ادبیاتو ته د ژباړې له لارې راغلي دي او بیا زموږ لیکوالو او شاعرانو په دې قالبونو کې آثار پنځولي دي. دغو ژانرونو زموږ ژبې تر پخوا بډایې کړې دي.

همدارنګه که ژباړه نه وای، موږ به د ارواپوهنې، ارواشننې، اروادرملنې، ارواپوه، ارواپوهنیز – ټولنپوهنې، ټولنپوه – ژبپوهنې، ژبپوه، ژبپوهنیز – ستورپوهنې، ستورمزلي، ستورپوه … او زرګونه نورې اصطلاح‌ګانې نه درلودې نو ژباړه زموږ ژبو ته نوي مفاهیم را ننباسي او نوي مفاهیم نوې کلمې غواړي او نوې کلمې ژبې بډایوي.

دریمه پوښتنه: ښه ژباړه او ښه ژباړن څه ځانګړنې لري؟

ځواب: په ژباړه کې دوه شیان ډېر مهم دي: څه ژباړو او څنګه یې ژباړو. په دنیا کې بلا ډېرې خبرې دي او شېبه په شېبه لا پسې ډېرېږي نو موږ به یې کومې کومې ترجمه کوو؟ انتخاب به کوو او چې انتخاب کوو نو دې ته به ګورو چې څه شی زما د ولس او وطن د کوم درد دوا ده. بله خبره دا ده چې څنګه یې ژباړو. ښه ژباړه دقیقه، واضحه، او خوږه وي. نو ښه ژباړن دوه عمده ځانګړنې لرې: د ترجمې لپاره ښه مواد انتخابوي او هغه دقیق، واضح او خوندور ژباړي. که څوک په تخنیکي لحاظ ډېر ښه ژباړن وي یعنې دقیقه ترجمه کولی شي او نثر یې هم خوږ او واضح وي خو په فکري لحاظ خام وي نو هغه به داسې آثار ترجمه کړي چې د ګټې پر ځای تاوان اړوي. که څوک د ښې مفکورې وال وي او د ژباړې لپاره ډېر ښه مواد انتخاب کړي خو په ترجمه کې یې خوند نه وي، د مفاهیمو ژباړه ورنه غلطه شي، په خبرو یې د چا سره خلاص نه شي، د ترجمې لوستل یې ستومانوونکي وي نو د چا په ښمر به نه شي.

څلورمه پوښتنه: نن – سبا بهرنیو ژباړو ته زموږ په ادب کې څومره اړتیا لیدل کېږي؟

ځواب: ژباړې ته یوازې زموږ ادب اړتیا نه لري، بلکې هره ژبه ضرورت ورته لري. نن سبا چې چېرته هم ښه ادبي آثار پنځول کېږي، ډېرو ژبو ته ژباړل کېږي. موږ بیا تر نورو زیات ضرورت ورته ځکه لرو چې لکه څنګه چې په نورو برخو کې خوار یو، په ادبیاتو کې هم ډېر څه نه لرو.

پینځمه پوښتنه: ژباړه له یو لیکوال سره په لیکوالۍ کې څه مرسته کولای شي؟

ځواب: که مو مطلب دا وي چې لیکوال پخپله څه وژباړي او څه ترې زده کړي نو دا کار کېږي. د نورو ژبو د ادبي آثارو په ترجمه کولو سره لیکوال له ځینو نویو باریکیو او تخنیکونو سره آشنا کېږي. مثلاً ما چې «The Gadfly» ناول ترجمه کړ، ومې لیدل چې لیکواله د مکالمې په ترڅ کې نوې پېښې ته اشاره کوي او دا ډېره طبیعي ښکاري. دا تخنیک داسې دی چې مثلاً اجمل له کریم سره په خبرو لګیا وي او وايي: «پرون مې په بازار کې ولیده. کاوبای پتلون یې اغوستی و. شریفه! څنګه دې راپېښه وکړه.» دلته د شریف راتګ د اجمل په مکالمه کې را وښودل شو.

شپږمه پوښتنه: ژباړه د یو لیکوال په تخییلي او تخلیقي ځواک څومره اغیز شیندلی شي؟ ایا دا رښتیا ده چې ژباړه د یو ژباړن فکري خپلواکي اخلي؟

ځواب: را نه هېره ده چې دا خبره د چا ده خو ویلي یې دي: «ښه شعر چې لولې تا هم د څو شېبو په مخه شاعر کوي.» ژباړه هم د لیکوال تخییل تخنوي او تخلیقي ځواک یې ځکه پیاوړی کولی شي چې ممکن د څه لیکلو الهام ورکړي یا د نویو تخنیکونو کارول ور زده کړي. ژباړه د هغه چا فکري خپلواکي ورنه اخیستلی شي چې خام وي او تحلیلي تفکر و نه لري چې له بده مرغه زموږ په وطن کې د ناسمې روزنې په وجه دا ډول خلک ډېر دي. داسې کسان که ایډیالوژیک آثار ترجمه کړي نو داسې وګڼه چې د فکر واګي یې د هماغې ایډیالوژۍ منګولو ته ورغلل.

اوومه پوښتنه: په ژباړه کې د نورو ملتونو له ناسمو فرهنګي اغیزو څه ډول خپله ژبه ساتلی شو؟

ځواب: نه پوهېږم چې د نورو ملتونو ناسمې فرهنګي اغېزې چې یادوئ، مطلب مو څه دی. ژباړه خو داسې ده لکه تاسې چې یو څو ورځې بل هېواد ته ځئ او ننداره یې کوئ، بېرته راځئ. په دې کې به د ناسمو فرهنګي اغېزو ځای څومره وي؟ زه نه پوهېږم خو په دې پوهېږم چې د ایډیالوژیکو آثارو ترجمه کول خامخا منفي اغېزې پرې باسي ځکه چې هغه د تحلیل او منطقي تفکر ځواک در نه اخلي.

اتمه پوښتنه: که ژباړن په خپله او یا هغه ژبه چې دی پرې ژباړه کوي پوره بلدتیا ونه لري؛ ستاسو په نظر دا ډول ژباړې یوې ژبې ته څومره خطر پیښولی شي؟

ځواب: که مبالغه یې نه بولئ نو زه به ووایم چې په ټوله دنیا کې به داسې څوک پیدا نه کړئ چې ان یوازې له خپلې مورنۍ ژبې سره پوره بلد وي، بله ژبه خو لا څه کوئ. د «خطر» کلمه هم په دې پوښتنه کې لانجمنه ښکاري. دا پوښتنه داسې هم کولی شو: «که ژباړن د مبدا او مقصد له ژبو سره کافي بلد نه وي، نو تاوان به یې څه وي؟» په دې کې ډېرې ټوکې شوې دي. یوه ملګري مې په کوم اروپايي ملک کې د مهاجرت له ادارې سره کار کاوه. ده کیسه کوله چې یوه ورځ مو خارجي همکار را ته ټیلفون وکړ چې دا «Opening leg ceremony» څه معنا؟ وايي زه حیران شوم چې دا نو څه شی شو. خبره داسې وه چې کوم افغان پناه غوښتونکي کیسه کړې وه چې تر واده وروسته مو د پایوازي مراسم وو چې … ترجمان چې په غرب کې لوی شوی افغان و، د پایوازۍ مراسم یې هغسې ترجمه کړی و. یو بل بیا له کومې ان‌جي‌او سره ترجمان و. خارجيانو په کوم کلي کې بزګرانو ته د کر کیلې نوې طریقې ورښودې او په دې ترڅ کې یې ویلي وو چې موږ به تاسو ته «Field Demonstration» جوړوو او ترجمان داسې ژباړلي وو «موږ به در ته د مظاهرې میدان جوړوو.» خلک پاڅېدلي وو چې وروره موږ مظاهرې والا نه یو. نو که څوک په موضوع او/ یا په مبدا یا مقصد ژبه ښه ونه پوهېږي، په ترجمه کې به همدغسې کانې ور نه وشي.

نهمه پوښتنه: متلونه ، اصطلاحات، او د ژبې نور مهم فکتورنه د یوه ژباړن سره په ژباړه کې څومره مرسته کولای شي؟

ځواب: په ژباړه کې ګړنې، متلونه، محاورې، او اصطلاحات ډېر دقت غواړي. ګړنې او محاورې او متلونه خو داسې خبرې دي چې لغوي معنا یې یوه خو اصلي مفهوم یې بل وي. که دغه ګړنه چې وایي «تر منځ مو توره پیشو تېره ده.» یا «سپي مو سره نه غاپي.» بلې ژبې ته هو بهو وژباړو، مثلاً فارسي ته یې داسې ترجمه کړو «در بین ما پشک سیاه تیر شده است.» یا «سګ‌های ما با هم عو عو نمی‌کنند.» نو لوستونکی به حیران شي چې دا نو څه په ګډو وډو سر دی. همدارنګه اصطلاحات هغه کلمې دي چې عامه معنا یې یوه خو په خاصه برخه کې یې معنا بله وي، لکه مخکې مو چې د انګریزي «Field Demonstration» یاد کړ چې په کرنه کې د مظاهرې معنا نه لري. پر دې سربېره، ځینې نور ټکي دي چې ژباړونکي معمولاً په کې تېر وځي. مثلاً په انګلیسي کې عبارتي فعلونه (phrasal verbs) چې یو فعل له یوه وییکي سره یو ځای کېږي او معنا یې بېخي نورېږي. لکه «bring» چې معنا یې ده راوړل خو کله چې له «in» سره یو ځای کېږي، د «bring in» عبارتي فعل ځنې جوړېږي او معنا یې کېږي «کارول/ استفاده کول». د عبارتي فعلونو په ترجمه کې اکثراً هغه مهال تېروتنه کېږي چې د فعل او وییکي تر منځ بله کلمه راشي. په فارسي کې ډېر فعلونه استعاري یا کنایي مفهوم لري. مثلاً «به راه انداختن/ افتادن» د پیلولو یا شروع کولو لپاره کنایه ده خو زموږ ژورنالستان یې «پر لاره اچول» ترجمه کوي چې په پښتو کې هغه معنا نه لري. همدارنګه ممکن هره ژبه ځینې موردونه ولري چې په ترجمه کې ډېر دقت ورته په کار وي. له بده مرغه د رسنیو پښتو همدغو ناکارو او ناسمو ژباړو ډېره ځپلې ده.

لسمه پوښتنه : مبهمه ژباړه د کومو اصولو په نه مراعتولو سره رامنځ ته کېږي؟ بله داچې دا ډول ژباړې به څرنګه سموو؟

ځواب: څوک چې خپل فکر سم نه شي بیانولی، هم یې خپله لیکنه مبهمه وي او هم یې ژباړه ګونګه وي. څوک چې په موضوع نه پوهېږي، د متن د درک او فهم وړتیا یې کمه او عمومي معلومات یې لږ وي ممکن په ترجمه کې یې ابهام ډېر وي ځکه چې هغه پخپله په مطلب نه وي پوهېدلی. همدارنګه ځینې کسان د مفاهیمو پر ځای کلمې ژباړي او تحت اللفظي ژباړه اکثره وخت مطلب هغسې نه رسوي چې په کار دي. د مبدأ او مقصد ژبو په باریکیو نه پوهېدل په ترجمه کې د ابهام بل علت دی.

بله تخنیکي مسئله دا ده چې ځینې کسان متن جمله په جمله او ان کلمه په کلمه لولي او همدغسې یې ژباړي نو مفهوم ځنې تت شي. ژباړن باید هڅه وکړي چې پوره پراګراف ولولي او که سم پرې ونه پوهېده، بیا بیا یې ولولي او چې کله یې سر سم خلاص شو، بیا یې خپلې ژبې ته راواړوي. په اصولو برابر لیکل شوي متنونه داسې دي چې د پراګراف لومړۍ جمله یې موضوعي جمله وي او د پراګراف ټوله موضوع په لنډو ټکو بیانوي. وروسته بیا نورې جملې همدغه د سر جمله توضیح کوي. نو د ټول پراګراف په لوستلو سره موضوع را ته پوره روښانه کېږي او ترجمه یې نسبتاً آسانه او دقیقه کولی شو. بله موضوع دا ده چې ځینې کسان له ژباړې نه ترجمې کوي او ممکن هغه لومړی ژباړن تېروتلی وي او موضوع یې ناسمه یا نارسا ترجمه کړې وي نو دوهم ژباړونکی هم خبره هماغسې غلطه یا مبهمه ترجمه کړي. ما دوه کتابونه «د فروید ارواپوهنه» او «غوباړی» په لومړي سر کې له فارسي ترجمې نه یې ژباړلي وو. په ځینو ځایونو کې یې شک راولوېد چې خبره به داسې نه وي نو بیا مې د دې کتابونو اصلي انګلیسي متنونه پیدا کړل. ګورم چې رښتیا هم په ډېرو ځایونو کې ایراني مترجمان تېروتلي وو. بیا مې ټول کتاب له انګلیسي متن سره مقایسه او اصلاح کړ. نو ژباړن دې هڅه وکړي چې اصلي متن یعنې د لومړۍ ژبې متن وژباړي او که له ژباړې نه ترجمه کوي، بیا دې ډېر دقت وکړي او په انتقادي سترګه دې ورته وګوري او چېرته چې شک ورلوېږي چې ممکن تېروتنه شوې وي، لټون دې پسې وکړي.

کله کله په اصلي متن کې هم موضوع مبهمه وي. کېدای شي د متن لیکوال هم ګونګې خبرې کړې وي یا ځینې لیکوال، په تېره بیا د وروسته پاتو شرقي ټولنو لیکوال، پر داسې موضوعاتو هم کتاب لیکي چې په خپله پرې سم نه پوهېږي. ځینې یې فکر کوي چې د ناآشنا کلمو په کارولو سره به خلکو ته ډېر پوه ښکاره شي نو په لفاظي کې مفهوم ورنه ورک یا تت شي. نو د مبهم متن ژباړه به خود مبهمه وي.

د مختلطو او مرکبو جملو نه ماتول ان که ترجمه یې سمه هم وي، ممکن ابهام وزېږوي. په انګلیسي کې فعل د جملې په منځ کې راځي خو په فارسي او پښتو کې د جملې په پای کې. د انګلیسي ژبې جملې چې څومره هم اوږدې وې، د مفهوم په اخیستلو کې ډېره ستونزه نه جوړوي ځکه چې فعل مو وړاندې مخې ته راځي. فعل لکه د ژویو سر داسې دی او د جملې نور اجزا لکه غاړه، ولي، ملا، او لکۍ. د ژوي سر چې څنګه وګورې، پوهېږې چې دا کوم ژوی دی. اوس که د کوم ژوي سر لکۍ ته وړل شوی وي او ته یې اول غاړه وګورې، بیا ولي، شمزۍ، او لکۍ نو تر هغه پورې یې نه پېژنې چې د لکۍ په پای کې یې سر وګورې. په پښتو او فارسي کې د جملې مبتدا او خبر چې څومره سره نژدې وي، هماغومره پرې پوهېدل آسانه وي. دا خبره په تېره بیا د پښتو په اړه مهمه ده. نو اوږدې جملې ماتول غواړي.

کله کله ساده جمله هم دومره اوږده وي چې باید یې په دوو یا درېو جملو کې وژباړو. دغه جمله د استاد محمد محق د کتاب «بیم موج» د یوې مقالې ده: «این مناظره در جنوری سال 1992 میان فرج فوده و احمد محمد خلف الله از یک سو و محمد غزالی، محمد عماره  محمد مامون هضیبی از سوی دیگر در یکی از سالن‌های نمایش‌گاه کتاب قاهره برگزار شد.»

په دې جمله کې مبتدا «این مناظره» ده او خبر یې «برګزار شد» چې د دواړو تر منځ ۳۳ نورې کلمې راغلې دي. دا جمله که همداسې هو بهو ترجمه کړو نو په پښتو کې پرې پوهېدل به لږ سخت شي. نو ما داسې وژباړله: «دا مناظره د ۱۹۹۲ په جنورۍ کې د قاهرې د کتابونو په یوه نندارتون کې جوړه شوه چې یوې خوا ته یې فرج فوده او احمد محمد خلف الله وو او بلې خوا ته یې محمد غزالي او محمد عماره محمد مامون هضیبي.»

په ژباړه کې ګورئ چې د مبتدا «دا مناظره» او خبر «جوړه شوه» تر منځ یوازې ۱۳ نورې کلمې دي. پر دې سربېره، د استاد محق جمله ساده جمله وه چې یوه مبتدا او یو خبر په کې و. ما دغه جمله په مرکبه جمله واړوله، اصلي جمله مې یې را لنډه کړه « دا مناظره د ۱۹۹۲ په جنورۍ کې د قاهرې د کتابونو په یوه نندارتون کې جوړه شوه» بیا مې پاتې خبره په معترضه جمله کې وکړه «چې یوې خوا ته یې فرج فوده او احمد محمد خلف الله وو او بلې خوا ته یې محمد غزالي او محمد عماره محمد مامون هضیبي.» او یو بل فعل «وو» مې په کې ور اضافه کړ.

دې کار د مفهوم اخیستل آسانه او د غلط فهمۍ امکان یې ختم کړ. که مې د اصلي جملې په څېر ژباړلی وای نو داسې به وه: «دا مناظره … د فرج فوده او احمد  محمد خلف الله تر منځ له یوې خوا او د محمد غزالي، محمد عماره محمد مامون هضیبي له بلې خوا … جوړه شوه.» له دې جملې نه ممکن داسې استنباط وشي چې مناظرې دوې وې، یوه د فرج فوده او احمد محمد خلف الله تر منځ او بله د محمد غزالي او محمد عماره محمد مامون هضیبي تر منځ.

یو بل مثال به یې وځیرو. دغه فارسي جمله به وژباړو: « بر گردیم به بحث جهاد در سطح داخلی.»

همدغه یوه جمله په پنځو بڼو ژباړلی شو:

  1. بېرته به په داخلي کچه جهاد بحث ته راوګرځو.
  2. بېرته به په داخلي کچه د جهاد بحث ته راوګرځو.
  3. بېرته به د «جهاد په داخلي کچه» بحث ته راوګرځو.
  4. بېرته به هماغه بحث ته راوګرځو چې «په داخلي کچه کې جهاد» څه دی.
  5. بېرته به د داخلي جهاد بحث ته راشو.

دغه پنځه واړه جملې سمې برېښي خو اوس تاسې وګورئ چې په دې پنځو کې کومه جمله رسا او لا سمه ده.

پاتې شوه د مبهمې ژباړې د سمولو خبره. دا نو د حضرت فیل کار دی. پوښتنه دا ده چې څوک به یې سموي؟ پخپله ژباړن که بل څوک؟ ژباړن خو که تکړه وای ژباړه به یې ګونګه نه وای. او که بل څوک د چا مبهمه ژباړه سموي، دومره کړاو به ګالي چې که هماغه متن پخپله وژباړي، دومره به په تکلیف نه شي. نو څوک به داسې کار ته زړه ښه کوي؟

یوولسمه پوښتنه: په ژباړه کې خیانت په څه مانا ؟ او د دې خیانت د منځه وړلو لپاره یوه ژباړن ته څه پکار دي؟

ځواب: نه پوهېږم چې پوهانو به دا موضوع څنګه تعریف کړې وي خو زه فکر کوم چې خیانت او تېروتنه باید سره بېل کړو. تېروتنه په ناپامۍ کېږي او خیانت په لوی لاس. خیانت دا دی چې د چا خبرې تحریف کړې یا یې یوه جمله له خپل سیاق او کانټکسټ څخه بېله او د سوء تفاهم لاره هواره کړې. یا دا چې خپله خبره په بل چا وتپي او د متن په منځ کې خپلې خبرې داسې ولیکې چې خلک ګومان وکړي اصلي لیکوال دغسې ویلي دي.

دولسمه پوښتنه: استاد ښکلی وايي: «له کوم ژباړن سره چې هنري ذوق ملګری وي، د هغه ژباړه خوندوره وي.» تاسو په ژباړه کې د هنري ذوق په منظور څه وایئ؟

ځواب: د استاد ښکلي خبره سمه ده. کېدای شي ژباړن هر څه سم وژباړي، جملې یې په ګرامري اصولو برابرې او مفهوم یې واضح وي خو خوږلت به په کې نه وي. خوږلت هنري ذوق غواړي. د جملو ریتم او آهنګ را نه غواړي چې د مختلفو کلمو له منځه مناسبې هغه یې انتخاب وکړو. همدارنګه د فعلونو پر له پسې او ژر تکرار نثر بې خونده کوي.

دیارلسمه پوښتنه: په ژباړه کې د بهرني لیکوال د لیکلو سبک به څرنګه ساتو؟

 ځواب: دا نو تر ټولو سخت کار دی. د لیکوالۍ په نړۍوال پروګرام کې چې وو، هلته د ژباړې په يوه ورکشاپ کې ترکي الاصله استاد «ارون اجي» مېلمه و چې د يوه ترکي  ليکوال ناول يې انګلیسي ته ژباړلی و. ده وويل: «ترجمه مې خلاصه کړه خو وروسته مې ورپام شول چې په اصلي اثر کې د « and (او)» کلمه بيخي نشته خو زما په ژباړه کې تر پنځو سوو زيات ځله «او» راغلې ده. فکر مې وکړ چې مفاهيم خو مې ترجمه کړي دي مګر سبک را نه پاتې دی. نو بېرته مې له سره کار پيل کړ، ډېرې جملې مې بدلې کړې او د «او» کلمې مې ځينې وايستلې.» ده د هغه اثر يو مثال یاد کړ چې مثلاً د دې پر ځای چې وليکي: «ځمکه او آسمان او تر منځ يې لمر» داسې یې ليکلي وو: «ځمکه، آسمان، تر منځ يې لمر».

خو کاش خبره همدومره آسانه وای. لیکوال به په خپله ژبه کې د خوند او هیجان شېبې په ریتمیک او د کاروان صاحب خبره په «شرنګېدلې ژبه» لیکلې وي او د غم او خپګان خبرې یې په مړه ریتم کې کړې وي خو ژباړن به دومره تکړه وي چې اول دغه باریکي درک کړي او بیا یې په خپله ژبه کې هماغسې ولیکي؟

ما د استاد محمد محق کتابونه چې ژباړلي دي، سبک مې یې بېخي پرېښی دی. استاد چې ښه ادیب او شاعر هم دی، نثر یې په ځینو ځایونو کې هنري کیفیت هم لري خو زما لپاره مهم د مفاهیمو انتقال و نو د هغه د کتابونو د ژباړلو لپاره مې ساده نثر ښه ګڼلی دی.

څوارلسمه پوښتنه: ژباړه په څو ډوله ده او کوم ډول ژباړه ډېره سخته وي؟

ځواب: په دې خو ولله که پوهېږم.

پنځلسمه پوښتنه: په ژورنالیستي ژباړه کې کوم مهم اصول باید په نظر کې ونیول شي؟

ځواب: د ژورنالیستي ناکارې ژباړې له لاسه خو د پښتو پوښتۍ ماتې دي. زه فکر کوم چې د ژباړې هماغه کُلي اصول په دې برخه کې هم مهم دي. زموږ ژورنالیستان اکثراً مفهوم نه ژباړي، بلکې عبارتونه او ترکیبونه او همدارنګه مرکب فعلونه هو بهو ترجمه کوي، حال دا چې په پښتو کې ورته خپل خوندور ترکیبونه او فعلونه لرو. په پښتو کې د فارسي د ځینو اوږدو عبارتونو بدیل یوازې یو خو خوږه کلمه وي خو زموږ ژورنالیستان د عبارتونو په ترجمې سره پښتو بدرنګوي. بېلګې یې ډېرې دي خو له فارسي نه د ژورنالیستي ژباړې څو نمونې دا دي:

  • در این صورت/ په دې صورت کې
  • در آن صورت/ په هغه صورت کې
  • کاهش میابد/ کموالی مومي
  • بنا بر این/ بنا پر دې
  • من یک معلم استم/ زه یو ښوونکی یم
  • معلم زن/ ښځینه ښوونکې
  • برای اولین بار/ د لومړي ځل لپاره
  • به کدام نام یاد می‌شود/ په کوم نوم یادېږي
  • به … نیاز دیده می‌شود/ … ته اړتیا لیدل کېږي
  • دارای …/ د … لرونکی
  • … شامل … می‌شود/ … په … شاملېږي
  • جلوګیری می‌کند/ مخنیوی کوي
  • از … جلوګیری/ له … څخه مخنیوی
  • از … دفاع/ له … څخه دفاع
  • از … حمایت/ له … څخه ملاتړ
  • … را انکشاف داده است/ … ته وده ورکړې ده
  • فعل عبارت است از:/ فعل عبارت دی له:

دلته به د همدغو عبارتونو او قفرو سمه پښتو وګورئ:

  • در این صورت/ نو
  • در آن صورت/ نو
  • کاهش میابد/ کمېږي
  • بنا بر این/ نو
  • من یک معلم استم/ زه ښوونکی یم
  • معلم زن/ ښوونکې یا معلمه
  • برای اولین بار/ اول یا په لومړي ځل
  • به کدام نام یاد می‌شود؟ / څه بلل کېږي؟
  • به … نیاز دیده می‌شود/ … ته اړتیا ده
  • دارای …/ … والا
  • … شامل … می‌شود/ … رانغاړي
  • جلوګیری می‌کند/ مخه نیسي
  • از … جلوګیری/ د … مخنیوی
  • از … دفاع/ د … دفاع
  • از … حمایت/ د … ملاتړ
  • … را انکشاف داده است/ … رامنځته کړی دی
  • فعل عبارت است از:/ فعل … دی

شپاړسمه پوښتنه: د شعر او د نثر ژباړه څه توپیر لري؟ ستاسو په نظر په دې داوړو کې د کوم یوه ژباړه ډېر کار غواړي؟

ځواب: څومره چې نثر او شعر سره توپیر لري، هماغومره یې ژباړې هم مختلفې دي. طبیعي خبره ده چې د شعر ژباړه ډېره ډېره ډېره سخته ده. لوی شاعران یو لوی کمال لري. هغوی پوهېږي چې کومه خبره څه رقم ریتم او آهنګ غواړي، په کوم قالب کې ښه کېږي او په کوم بحر کې لا اغېزناکه راځي. ژباړن به هماغه خبره ترجمه کړي خو چې هغه مناسب ریتم او آهنګ ورنه پاتې شي یا د شعر بحر لنډ یا اوږد کړي، بیا نو هغه اثر چې په اصلي شعر کې و، په ترجمه کې یې نه پاتې کېږي. نورې باریکۍ به هم لري چې تر ما به شاعران پرې ښه پوهېږي.

اوه‌لسمه پوښتنه: شفاهي ژباړه کومې ژباړې ته وايي؟ او د دې ژباړې اصول او ډولونه څه دي؟

ځواب: شفاهي ژباړې ته چې مخامخ کېږي، په انګلیسي کې ترجمه نه وايي، interpretation ورته وايي. فکر کوم وجه به یې دا وي چې دوی ترجمې ته په لا درنه سترګه ګوري او له یوې ژبې نه بلې ته د خبرو اړولو ته ترجمه نه وايي. زما په ګومان، د شفاهي ژباړې اصول پر هغو اصولو سربېره چې مخکې یاد شول، ځینې نور هم دي. څوک چې د چا شفاهي خبرې بلې ژبې ته اړوي، فرهنګي حساسیتونو، د ویناوال احساساتو، لحن او غاړې، همدارنګه اختصار او موقعیت ته باید پام وکړي. ویناوال ممکن داسې خبره وکړي چې د مخاطبانو له فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې وي خو هغه پرې نه پوهېږي نو ژباړن دې هغه خبره داسې وکړي چې مفهوم یې تقریباً هماغه وي خو پاروونکی نه وي. کله کله څوک خبرې ډېرې وکړي خو وايي لږ څه یعنې لفاظي کوي، یوه خبره بیا بیا تکراروي او چې ټوله وینا یې راټوله کړې، دوې جملې شي نو ژباړن باید د خبرو زړی او اصلي مفهوم یې ووايي، خیر و خلاص. کېدای شي سړی په ډېر حساس ځای کې د چا خبرې ترجمه کړي چې د ولس او وطن حیثیت یا ګټې په کې مطرح وي، دلته به مصلحت نه هېروي. همدارنګه ممکن یو څوک چا ته ډېر غوسه وي او ډېرې سختې خبرې ورته وکړي، چې وروسته به پخپله هم پښېمانه وي، نو که ژباړونکی یې خبرې کټ مټ وژباړې، د مقابل لوري عکس العمل به راوپاروي او د دواړو غاړو روابط به خراب کاندي؛ خو که یې خبرې څه نا څه نرمې کړي، د دې شي مخه به ونیسي نو دلته اخلاقي مسؤلیت هم ور تر غاړې شو.

اتلسمه پوښتنه: ټکی په ټکی، کلمه په کلمه او جمله په جمله ژباړه څه ډول ارزوئ؟

ځواب: فکر کوم چې په دې باره کې کافي خبرې وشوې. که خبره راونغاړم نو وبه وایم چې څوک چې تحت اللفظي ترجمه کوي، ډېر بېکاره ژباړن دی.

نولسمه پوښتنه: لږ مخکې د شعر او نثر د ژباړې یادونه وشوه. ستاسو په نظر د شعر ژباړه به څرنګه کوو؟ بله دا چې تاسو د شعر له ژباړې سره څومره موافق یاست؟

ځواب: دا پوښتنه دې هغه کسان ځواب کړي چې شعر یې ترجمه کړی وي. که څوک د استاد منلي یا اجمل پسرلي یا شرر ساپي غوندې شعر ژباړلی شي خو ودې یې ژباړي او که ما وارو وي نو نه دې خپل وخت ضایع کوي، نه د لوستونکو ذوق.

شلمه پوښتنه: د ژباړې د نقد او ریاضیت په اړه څه وایاست؟

ځواب: نقد لکه څنګه چې د نورو چارو د بهترۍ لپاره مهم دی، د ژباړې لپاره هم مهم دی خو ما تر اوسه پورې په پښتو کې د ژباړې نقد نه دی لوستی. ریاضت هم پوره مهم دی. هېڅ کار بې زحمت او ریاضته نه ښه کېږي.

یوویشتمه پوښتنه: هغه کوم تخنیکونه او هنرونه دي چې د ښه ژباړې او ژباړن کېدو لپاره ډېر ضرور دي؟

ځواب: فکر کوم په دې اړه مو هم کافي خبرې کړې دي. دقت، وضاحت، د نثر خوږلت او باریکیو ته پام کول، د خپلې ژبې پر کمالونو او ګرامري جوړښتونو پوهېدل، تحلیلي تفکر، لوړ درک او فهم، نقادانه چلن، … ژباړن کامیابوي.

دوه ويشتمه پوښتنه : هغوی چې د ژباړې ډګر ته تازه، تازه راغلي وي؛ تاسو ورته څه پیغام لرئ؟ دویمه خبره دا چې، د ژباړې د لا ښه پرمختګ لپاره باید کوم کارونه ترسره شي؟

ځواب: د ژباړې د لا پرمختګ لپاره هغه څه په کار دي چې موږ پښتانه یې لږ تر لږه اوس نه شو کولی. ګانده کې به ګورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب