Homeخبرونهد ابن سينا د دولتي درمل جوړولو فابريکه بیرته فعاله شوه

د ابن سينا د دولتي درمل جوړولو فابريکه بیرته فعاله شوه

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي،چې د ابن سينا د دولتي درمل جوړولو فابريکه یې بیرته فعاله کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ليکلي،چې دغه فابريکه له کلونو راهيسې غیر فعاله وه.

باختر اژانس د یاد شوې فابريکې د مسوولينو په حواله زیاتوي،چې دغې فابريکې ته اوس نوي ماشينونه پېرل شوي او د شربت، موضعي محلولاتو او تابلیت تولیدولو چارې پکې پيل شوې دي.

سرچینې د یادې فابريکې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...