ژباړن: محمد فیصل ځلاند
بايد کوکې مې وهلې وای، خو نه مې شوی وهلی. ساه مې بندېده. په ډېرې سختۍ مې ساه ويسته. فکر مې کاوه چې بېحاله کېږم او زړه مې درېږي. غوښتل مې پورته شم، کړکۍ خلاصه کړم او ژر ازاده هوا تنفس کړم. له بېلابېلو هغو غږونو په تنګ شوی وم، چې په غوږونو کې يې راته زوږ جوړ کړی و. سترګې مې تړلې وې او په تياره کې مې ايرو ته ورته ارواګانې ليدې، چې د مارانو او چينجيو په څېر تاو شوې وې او هر لوري ته تللې. کوکې مې کړې، خو پوه شوم، چې غږ مې له ستوني نه وځي، يو ډول وېره… د مارانو او چينجيو په شان د ارواوو په مینځ کې مې داسې څېرې ليدلې، چې د ايرو په څېر رنګ يې درلود او د انسانانو د څېرو په شان به يې په تياره کې لامبو وهله. دا څېرې ځينې يې آشنا، ځينې يې لږې آشنا او پاتې نورې يې بېخي نا آشنا وې. د غږونو په منځ کې مې حس کړه، چې د مسخه شوو انسانانو غږونو انعکاس کاوه، يو بل کې ننواته او يو بل يې له ستوني تېراوه. د هماغو انسانانو په څېر، چې يو بل په ټېل وهلو په خپل لوري شړي. غږونو هم د دوی په څېر يو بل ارام نه پرېښودل، بلکې يو غږ به بل غږ په ډېرې چټکۍ زغلااه او خپله به يې انعکاس کاوه. داسې مې حس کړه، چې زما د سترګو د تياره سمندر په څپو کې د ايرو ډوله څېرو او ايرو ډوله غږونو ترمنځ سخته جګړه نښتې ده. د انسانانو کږو او ډاروونکو څېرو د نورو انسانانو له کږو او ډاروونکو څېرو سره د چينجيو او مارانو په بڼه، په خپل مینځ کې يو بل خوړل او يو بل يې لرې ګوزاراه. يو بل به يې پسې اخېستی وو. يو غږ مې واورېد، دا ځل راته دا پېښه له مانا ډکه وه: «… سيرم يې خلاص نهشي، فشار يې څو دی؟ اندېښنه مه کوئ. په حال راځي… »
خبرې ګډې وډې شوې، د ويونکي خبرې هم ګډې وډې شوې، داسې چې نورې د پوهېدو نه وې. حيران شوم. څوک ناروغ شوي دي؟ په ايرو لړل شوې سپين رنګه اروايي ودانۍ مې د سترګو په تيارو کې ولړزېده لاړه او راغله. وارخطا شوم. حيران شوم، چې څنګه توانېدلی يم، سپين رنګ ووينم؟ داسې احساس مې کاوه چې د هوا د نه شتون له کبله مې ساه بندېږي. داسې مې حس کړه، چې په چټکۍ سره بايد ساه واخلم او سږو ته هوا ننباسم. داسې احساس مې درلود، چې زړه مې په تېزۍ سره د چاودلو تر بريده رسېږي. سپين رنګه کوچني چينجي راښکاره شول. کاږه واږه پورته تلل او بېرته راګرځېدل؛ داسې لکه وړاندې تګ ته چې نور نه پرېښودل کېږي. داسې لکه ډبل کانکرېټي دېوالونه چې اېښودل شوي وي او د وړاندې او وروسته تګ مخه يې نيول شوې وي.
محشر ته ورته ميدان و او هره خوا تېښته او ځغلېدل و. له خاورو او دوړو ډکې فضا لمر نيولی و. ماتې خوړلې او ناهيلې رڼا هڅه کوله چې ښار ته تازه ساه او رڼا ورکړي. د ماشينونو غږونو، د جنګي وسايلو او موټرو هارنونه چې د هر چا غوږ ته رسېدل، نو تېښتې ته يې اړ کول. هره شېبه د نظامي چورلکو غرهاري حتا په هديره کې تر خاورو لاندې خښ شوي هم ارامۍ ته نه پرېښودل. تر خاورو لاندې ځينو خښو شوو به ښايي ځان سره ويل: «نه، ټپيان نه راوړي. مړي راوړي. »
ټولو خلکو بيړه لرله، خو يواځې زه په ارامۍ په لاره تلم. د کابل سيند په غاړه روان وم، چې د فاضله اوبو په کوچنيو لښتیو ويشل شوې وه. له دوو کوچنيو لالهاندو هلکانو سره، چې پر شا يې لويې پلاستيکي بوجۍ، فلزي قوطۍ او نور کثافات لېږدول، يو ځای روان وم. هلکان سم نه ليدل کېدل. داسې برېښېده، لکه د کثافاتو بوجۍ چې په لاره روانې وي. يوه وويل: «ياره دا ټول کارونه د انګرېزانو او امرېکا دي. طالب مالب نو لا چيشی وي؟ داعش ماعش يې لا چيشی وي؟ ټول همدوی خپله دي، همدوی. »
بل يې په وېرې او وحشت سره وويل: «وګوره! راځه چې د سيند غاړې په کښتۍ کې وتښتو. وګوره! د بهرنيانو ټانکونه په دې دلالت کوي، چې هرومرو بيا انتحاري کېږي… تښته!
«اوه په خدای! رښتيا دې وويل. راخېژه، تښته! »د ژونديو او مړو کثافاتو دواړو بوجيو د سيند غاړې له دېوال بل لوري ته ټوپ وواهه او ورکې شوې. د هغوی دې هوښيارۍ مې پر وچو شونډو مسکا راوسته، خو ناڅاپه يوه لوی غږ شاوخوا ولړزوله او نور په هيڅ پوه نه شوم.
په ياد مې نه دي، چې له څو دروازو او کانکرېټي دېوالونو تېر شوم. په ټولو دروازو کې ساتونکو زما لباس او بدن څاره. په تخنيکي وسايلو او… خو زه چېرته ځم؟ تمه وه چې له جمهور رييس سره ليدنه وکړم. د الف لام ميم کلتوري سمپوزيم ګډون کوونکي… دا څنګه سمپوزيم و، چې ما هم پکې ګډون کړی و؟ ساتونکو رانه هر څه واخېستل، حتا قلم هم. کله چې له يوولسمې دروازې تېر شوم او يو څو ګامه وړاندې لاړم، نو د بېلابېلو ګلانو د عطرو بويونه مې حس کړل، چې ټوله فضا يې نيولې وه. صاف او ابي اسمان او لمر له ګلانو او ونو سره عيش کاوه. د ډبرينې ځمکې مخ نمجن او پاک و. بڼوالو د ګلانو د ارامۍ لپاره، چمنونو او ونو ته اوبه ورکولې. نه بد غږونه وو، نه دوړې او نه هم شور ماشور. ځينې خلک ليدل کېدل، چې له يوه لوري بل لوري ته تلل. پاکې او ارامې څېرې او منظمې جامې يې درلودې. په اصل کې دلته هيڅ داسې احساس نه کېده، چې د بهر ډبلو کانکرېټي دېوالونو تر شا دې محشر وي او هر کس دې په تېښته او د ځان او مال په غم کې وي. لکه د ښار له دروازو نه چې د وږو لېوانو رمه راننوتې وي او هر څوک چې مخې ته ورځي، په تېرو غاښونو يې داړي، څيرې کوي يې او خوري يې. خلکو هم د ځان ساتنې لپاره له هيڅ شي درېغ نه کوي او هر څوک يې چې مخې ته ورځي، وهي يې او تر پښو لاندې کوي يې، ترڅو د ځان ساتنې لپاره يې يو څه کړي وي. د دې لوري کانکرېټي دروازو او دېوالونو والا د هغه بل لوري دروازو او کانکرېټې دېوالونو څخه خبر نه دي، چې هلته څه تېرېږي؟ تراوسه د خپلې خوښې تالار ته نه وم رسېدلې، چې د ښار د ځينو صحنو په چورتونو کې ولوېدم. همدا نن چې پياده راتلم. د دوړو وهلي او د کوڅو د کېنارابونو د فاضله توکو باد راوړو ذرو او له شوره ډک ښار کې له څو ډلو قهرجنو خلکو سره مخ شوم، چې په لاسونو کې يې د لويو ټوټو څخه د ګنډل شوو شعارونو بيرغونه له ځان سره لېږدول. په هره ډله کې يوه کس وينا کوله. بيرغونه يو شان، خو شعارونه يې يو بل سره په ټکر کې وو. څو خړ رنګي زرهي موټر له سړک تېرېدل، چې ورپسې مسلسل د ډزو غږونو اسمان نيولی و. ټولو د سرک پر لور په وارخطا ليدل کېدل. يوه کس په لوډسپيکر کې غږ وکړ: «مه ويرېږئ، کومه خبره نهده. ناټو دی. هوايي امنيتي ډزې کوي! » بيا ځل ويناوې پيل شوې: «د ښارونو، کليو او پوځي پوستو خرڅول په يوه غوړېدلي تجارت اوښتي دي… دا هغه کسان دي، چې غواړي مجاهدين له صحني وباسي… ناموس خرڅول د ورځې په مود بدل شوي دي… خادي – جهاديان، قومي فاشيستان او شاهي ارګ ګرم دي. موډرنه نسل وژنه، امرېکا او انګرېزان… حکومتي غله… سپيدار تل سکوت کوي. مونږ راپاڅېږو… هره ورځ مو وژني. په ښار کې په هره چاودنه او انتحار، يوه لس پوړيزه او پنځلس پوړيزه ودانۍ او يا د سوداګرۍ خونه ابادېدای شي او دوکانونه پرې رنګارنګ ښکلي کېدای شي. دننني او بهرني شاعران د اوسني استبداد پر ضد شعرونه وايي… که شعرونو او ترانو مونږ ته ګټه کولای، نو اوس به د ټول بشريت ستونزې مونږ حل کړې وای… په روښنايي، ژغورنې کې څه کم اتيا کسان ټپيان شول او څلوېښت نور پلي کسانو پکې خپل خوږ ژوند وبايله… تراوسه ددې شهادت مسووليت هيڅ ډلې پر غاړه نهدی اخېستی… رسمي سرچينو ويلي، چې د انتحاري پېښو د څېړلو لپاره يو باصلاحيته پلاوی ټاکل شوی دی.» د چاودنو او ډزو غږونه کله له لېرې او کله له نیږدې اورېدل کېدل. خو خلکو او پلي تېرېدونکو، له دې چاودنو او ډزو په ډېره بې پامۍ خپلو کارونو ته دوام ورکاوه. لکه په هيڅ ځای کې چې کومه بده پېښه نه وي شوي.
وايي دا ټول زرهې جامې پر تن لري. چې بې له کوم ډار او تکلیفه په دې وحشت ځپلي ښار کې په ډلیزه او جمعي توګه په آرامۍ او آسوده ګۍ خپل ژوند ته ادامه ورکوي. یا دوی پوهېږي چې اندک کار یې هم له لاسه نه دی پوره او حالت شکست خوړلی.
د دیوال پر مخ په کلک خط لیکل شوي وو« دلته چاودنه مه کوئ دا د ماشومانو د تګ راتګ ځای دی»
د خندا وړه نه ده. ښایي د دوی مطلب به دا و؛ چې په نورو ځایونو کې اجازه ده چې خلک ووژني او صبر وکړي تر څو ماشومان قانوني عمر ته ورسېږي او وروسته په ځان وژونکو ووژل شي.
دلته، دا رقم د اوسپنې ځایونه او کلک کانګریټي دیوالونه چې هر چا د ځان لپاره ماڼۍ جوړه کړې وه. او هر رقم یې کتل کول، د مشرانو غټ تصویرونه هرې ډلې درولي وو. تا به ویل چې دا ځای جنت دی مړه او ژوندي رهبران دې جنت ته ځي او له ژونده خوند اخلي.
زه نیږدې رسېدلی وم. ماته یې تالار ته لار نه راکوله. هر څومره زارۍ مې چې وکړې او و مې ویل چې زه هم د سمپوزیم له ګډون کونکو څخه یم. مګر ویل یې چې هر څوک یې، اجازه نشته. په دې شېبه کې وینا کونکی چې په تالار کې د وینا په حال کې و، یوه وحشتناکه چیغه وکړه. د وینا کونکي چیغې شاهي ماڼۍ او په تالار کې د حاضرو کسانو غږ د پښو لاندې دهلېز ولړزاوه. غضبناکه چیغه، هغه واقعاً غضبناک و. په چیغه کې مې یې ظاهري څېره حس کړه. خپله یوه ځان ښودنه روښانه وه. وډار شوم او د زاریو نه مې نور صرف نظر وکړ او وګرځېدم.
بل ځل بیا د اوسپنې له دروازو او کلکو کانګریټي دیوالونو تېر شوم او دویم ځل د غوغا او وحشت نړۍ ته ور داخل شوم. څو خوږې شېبې وې چې تېرې شوې، داسې احساس مې درلود لکه له یوه اروپایي هیواد نه چې یوه پس پاتې آسایایي هیواد ته راغلی وم.
ځان ته مې وویل« سیاست څه مزه لري چې زه نه پوهېږم»
★★★
په تيارو کې هماغه ارواګانې وې، اوس چينجيو او مارانو ايرو ته ورته روښانه رنګ درلود. سپين، دود وهلې، چټلې… په تيارو کې د انسانانو مسخه شوې څېرې د لمبا په حال کې وې. يو بل يې په بدن وهل او له صحنې يې ويستل. کوم غږونه مې چې اورېدل، پرې پوهېدم چې د انسانانو غږونه دي. داسې لکه ګردچاپېره چې مې خلک وي او خبرې کوي. اوس په پوره توګه د هغوی په خبرو نه پوهېدم. ګډوډ غږونه وو چې په يو بل کې ننوتل او په خپلو کې سره نښتل، يو بل به يې ټېله کاوه او له صحنې به يې اېسته. کله د غږ ثبتولو دستګاه غوندې، غږونه ورو کېده؛ بم او غوم به يې کاوه او کله به غږونه تېز او نازک و، داسې لکه دې دستګاه چې ستونزه پيداکړې وي. په تېزۍ سره مې د ساه بندېدو حس کاوه. بايد چغې مې وهلې وای، د هغه خبرو کوونکي په څېر چې په وېرې او قهر سره په لوړ غږ چغې وهي. سمه هوا نه وه، د صافې هوا پر ځای د کېنارابونو په فاضله موادو ککړو خاورو بوی راتله او تر غوښونو لاندې شيانو غچ غچ کاوه. له خاورو، باد او دوړو چټل بوی راتله، د ښار د ازادو کوڅو د کناراباونو د بوی په څېر.
يو غږ مې واورېد. دا ځل مې وکولای شوای چې په غږ پوه شم، چې ويل يې: « له چانه د عدالت تمه لرې؟ دوی پيسې اخلي او له پيسو پرته په بل هيڅ شي باور نه لري. يوازې پيسې!» پوه نه شوم، چې دا غږ د چا و؟ دا غږ مې پېژانده. دا خبره مې هره ورځ سلګونه ځله اورېده. د پلي تېرېدونکو، دوکاندارانو، پينه ګنډونکو او د وروستي ځل لپاره مې د خپلې کوڅې د سر پينه ګنډونکي څخه اورېدلې وو. هر چېرته چې تلم او له هرې کوڅې او بازار چې تېرېدم، نو اورېدل مې چې ټول خلک د حالاتو، سياست، چاودنو او جنازو په اړه غږېږي. هره ورځ مې ليدل چې په جوماتونو او فاتحه خونو کې به مړي او ټپيان وو. د شاوخوا ځينې خبرې به مې چې اورېدې، نو بل ډول به وې. داسې لکه همدا اوس چې په يوه بله نړۍ کې يم. ښايي فضايي موجوداتو به په يوه بله سياره کې خپل استوګن ځای ته راغلي وي. ښايي فضايي موجودات به راغلي وي او دلته به يې زمونږ ځمکه، خاوره او د زيږېدو ځايونه اشغال کړي وي. هره شېبه به مې ساه بندېده. بيا هم ساه بندۍ حمله وکړه. غوښتل مې له سختې ساه بندۍ چغې ووهم. هڅه مې وکړه چې چیغې ووهم، خو پوه شوم چې له مرۍ مې غږ پورته نه واته. دا څه شوي دي خدايه؟!
دا مې وويل او لا نور په وېره کې شوم. هڅه مې کوله چې سترګې پرانيزم، خو نه کېده. څو ځله مې هڅه وکړه، ناڅاپه وپوهېدم چې سترګې مې خلاصې شوې دي. خو هر څومره به مې چې ليدل، په تيارو کې به د انسانانو هماغه مسخه شوې ارواګانې د چينجيو او مارانو ايرو ته ورته روښانه رنګ په څېر سپين، دود وهلې، چټلې څېرې د لمبا په حال کې وې او هماغه زير او بم غږونه به وو، چې کله به بم کېدل او کله به زير کېدل. کله به سستې کېدې او کله به چټکې. لاسونه او پښې مې په ياد شول. له ځانه مې په وارخطا توګه وپوښتل: «لاسونه مې چېرته دي، پښې مې؟» هڅه مې وکړه چې پښو او لاسونو ته حرکت ورکړم او پوه شم، چې هغوی شته او که نه؟ له څو هڅو او حرکتونو وروسته مې حس کړه، چې لاسونه او پښې مې شته، خو بې حسه او بې حرکته. ومې نشو کړای چې هغوی ته حرکت ورکړم. هيڅکله مې د داسې ورځې تمه نه درلوده، چې ژوندی به يم، خو لاسونه او پښې به مې فلج شوي وي. لاډېر وويرېدم، چې هسې ړوندشوی نه يم. غږ مې هم نشو ويستلی. په دې شېبه کې مې ناڅاپه ښار ياد شو. اوس مې په تيارو کې د ښار بېلابېلې څنډې ليدلې او په ياد مې راوړې. يو ډوډۍ پلورونکی مې وليد، چې ښايي د پېرېدونکو د جلبولو لپاره يې په لوړ او ناوړه غږ چیغې وهلې او ويل يې: «توده ډوډۍ، توده ازبکي ډوډۍ وخورئ، چور يې کړئ چې دموکراسي ده… توده ډوډۍ، توده ازبکي ډوډۍ!» ځينو خلکو به ورته په خندا کتل او تېرېدل به. خو زياتره تلونکي به د کڼو خلکو په څېر تېرېدل. ښايي يوه وچ سيند او پله ته ورسېدم. مسخه شوي خلک او له خيرات خورو او خوارو ماشومانو ډک سرکونه. هيڅ سم کس پکې نه تر سترګو کېده. هر چاته به مې چې ورکتل، نو فکر به مې کاوه چې ګنې لېوني دي. پلي تلونکي په بيړه تېرېدل، يو بل يې په اوږو واهه، يو بل به يې ټېله کاوه او همداسې به تېرېدل. دې حرکتونو مې عصاب راخراب کړل او يوه ته مې يې وويل: «وه وروره! لاندې ګوره، څه خبره ده؟ لېوه درپسې دی که څه بلا؟» پلي تلونکي ځوان په خندا وويل: «پرې مو ږده بابا، له لېوه مېوه خبره اوښتې ده. لېوان خو وخته راغلي وو، اوس له لېوانو بدترو وار دی! » په دې بيروبار کې به لږ وړاندې نه وم تللی، چې بيا يو کس په ډېکه ووهلم. بيا مې اعصاب خراب شول او په قهر مې وويل: «لاندې ګوره وه وروره، څه خبره ده؟» ځواب مې واورېد: «ځه کاکا، ته لا اوس هم ويده يې. پرې مو ږده چې همد اوس ټوټه ټوټه يم او… وينې رانه څاڅي!» په دې توګه هغه د پياده تلونکو او پلورونکو په منځ کې ورک شو. ناڅاپه مې پام شو، چې څو ګامه ور هاخوا دوه کسانو يو بل له ګرېوانونو نيولي دي. خلک ترې ګردچاپېره راتاو دي او خنده کوونکي يې تماشه کوي. يوه وويل: «ويې وهه، ښه يې ووهه.» بل وويل: «معلومه به شي، چې کوم يو زورور دی. » تر دې چې يو څو کسان پيداشول او هغوی يې خلاص کړل. خو هغوی بيا هم کوښښ کاوه، چې بياځلي يو بل سره ونښلي. خولې او پوزې يې په وينو لړلې وې. په دوکانونو او رسټورانټونو کې تلوېزونونه روښانه وو. نيمه لوڅې ښځې پکې ګډېدلې او عجيب و غريب حرکتونه يې کول. هر څومره به چې وړاندې تلم، نو فضا به د چرسو بوی نيولې وه. هر چېرته به چې تلم، نو د چرسو بوی حتمي و. داسې لکه ټول ښار چې په چرسو روږدی شوی وي. ناڅاپه د چاودنې ګړز شو او زه بيا پو نه شوم، چې څه پېښ شول؟
* * * *
هڅه مې وکړه په ذهن مې زور راوړم، چې راپه ياد کړي، چې په ما څه شوي دي؟ ښکارېده چې په بستر کې بې حال يم… ښايي په کوما حالت کې وم. ځان مې ليده، داسې لکه په کومه ناروغۍ چې اخته شوی يم. البته په خپل فکر کې پوهېدم، چې دا تکليف ناروغي نه ده. ډاکټر ته تللی وم. کله چې ډاکټر زما خبرې واورېدې، ويې ويل: «په خواشينۍ سره بايد ووايم، چې تاسو هم پرې اخته يئ.» په حيرانۍ مې ترې وپوښتل: «اخته؟ په چيشي اخته؟» ډاکټر چې له شيشې ورهاخوا و، د لاوډسپيکر له لارې زما خبرې اورېدې. يعنې ما د مايکروفون له لارې د ډاکټر تر غوږونو خپلې خبرې رسولې. دې لوري ته يوه کوچنۍ شيشه يي پنجره وه. حيران شوم، زه دا ځل په ښار کې د ډېرو چاودنو له کبله ناچاری شوی وم، چې له خپل پټنځای بهر راووځم او په داسې حال کې چې په ګرمه او سړه وسله سمبال وم، د يوه ډاکټر لاس ته پرېوتم. يوه مېکاروف تومانچه او د کلاشينکوف برچه به تل راسره وه. زما لپاره هر څه حيرانوونکي وو. هيڅ باور مې نه کېده، چې د خپلې خوښې ډاکټر کتنځای ته په ورتګ سره به د زرهي وسله والو تر سخت څار لاندې راځم. خو وروسته مې وانګېرله چې له دې وروسته په ښار کې د هرې پېښې په څېر، دا هم بايد يوه عادي پېښه وي. د ډاکټر کار ځای په لوړ او ډبلو کانکرېټي دېوالونو پوښل شوی و او يوازې يوه کوچنۍ دروازه يې لرله، چې هلته به وسله والو نظاميانو مراجعين تر پلټنې لاندې نيول. دا ډېره عادي وه چې د پلټنې د يوولسمې دروازې تر تېرېدو وروسته ما هغه ځای ته يوسي، چې د خپلې خوښې ډاکټر سره مې د ډبلو کانکرېټي دېوالونو تر شا د کوچنيو او ډبلو مربع شکله شيشو تر شا خبرې وکړم. ما د کانکرېټي دېوالونو څخه د لاډبلو شيشو تر شا ډاکټر ليده او هغه به زما خبرې اورېدې. ډاکټر په سړه سينه ځواب راکړ: «په همدې وبا، چې اوسمهال يې د “زرغون ټپ” په نوم يادوي او د پېژندلو په اړه يې لاډېر جزييات نشته. »
وارخطا شوم او سخت وويرېدم. باور مې نه کېده. ما خو پر خپل ځان ډېر پام کاوه، چې په دې ناروغۍ اخته نه شم. ما په دې ناروغۍ له اخته کېدو څخه د مخنيوي په پار له ټولو امکاناتو کار اخېستی و. د کور په زېرزميني کې مې ژوند کاوه او که کوم څه ته به مې اړتيا لرله، نو په پوره پام به بهر وتم او بېرته به راتلم. تومانچه او د کلاشينکوف برچه به مې له ځان سره د بهر وتلو پر وخت اخېستل او په هر څه به مې پام کاوه. د شپې له خوا به مې د خپلې خوب کوټې د زېرزمينۍ کانکرېټي دروازه کلکه تړله، چې حتا يو مچ هم دننه نه شي. څنګه يې امکان درلود، چې زه دې په دې ناروغۍ اخته شم؟ ما بيا خپلې خبرې تکرار کړې او زياته مې کړه، چې ما په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي په پار خپل ټول امکانات کارولي. ډاکټر وويل: «همدا چې تاسو د هر کس په ليدلو او حتا د نړۍ ښکلو ښځو، د هغوی په ليدلو دې په ذهن او ليد کې کېناراب او… د انسان دننه معده مجسم کېږي، دا د همدې ناروغۍ په اخته کېدو نښه ده او همدا فکر چې تازه متوجه شوئ چې ټول بدن مو بد او چټل بوی لري.» ما په ځواب کې وويل: «بالکل. ما وړاندې بد نه کاوه. تر دې وړاندې مې له ښکلا خوند اخېست او حتا د ښځينه هنري ستورو په کتلو هم. لکه د … ښه دې وي هاغه ټول ښکلي. زه تر دې وړاندې د انسانانو په کتلو سره د هغوی د دننه خېټو او کولمو او کېنارب په فکر کې نه کېدم او دا ډول صحنې مې هيڅکله هم په ذهن کې نه راتلې. دا تازه حس کوم. د پريمانه خولو بد بوی مې د غوږونو، پوزې او سترګو کې، د تخرګونو بوی مې، د نوم او شا خوا د نوم د وروستۍ برخې بوی، د پښو بوی… «دا له کومه شو ډاکټر صيب؟»ډاکټر په هماغه سړه سينه ځواب راکړ: «ومې ويل چې دا نښې په همدې ناروغۍ د اخته کېدو دي. » خو زه چې د ډاکټر د سړې سينې ځوابونو او په دې ناروغۍ د اخته کېدو له کبله په قهر وم، په جګړه ييزه لهجه مې وويل: «زه ښه پوهېږم چې په دې ناروغۍ اخته کس د خپل ځان د ژغورنې او درملنې په موخه ماته نه دی رانزدې شوی او هر ناروغ چې ماته د رانیږدې کېدو هڅه کړې ده، نو په برچې مې له زمکې سره فرش کړی دی. ښايي سلګونه… د امکان تر برېده مې هڅه کړه چې له مرمۍ کار وانخلم، خو د اړتيا پر وخت مې له مرمۍ هم کار اخېستی دی. په دې هرڅه سربېره بيا هم هيڅ داسې کوم ناروغ راته نه دی رانیږدی شوی، چې زه نه يم توانېدلی له ځانه ساتنه وکړم او هغه دې توانېدلی وي، چې زما مټ لوڅ کړي او دوه ځل مې د مټ په غوښه غاښونه ولګوي. »
ډاکټر وويل: «خو څومره چې مونږ پوهېږو، له بده مرغه همداسې شوي دي. نه پوهېږم څنګه؟ خو همداسې پېښ شوي او هغه ناروغ په دې توانېدلی چې ستاسو د مټ په غوښې په دوه ځل خوله لګولو سره خپله ښه شوی او تاسو يې په دې ناروغۍ اخته کړي يئ. اوس تاسو بله چاره نه لرئ، پرته له دې چې يو روغ انسان پيداکړئ او د مټ په غوښه يې دوه ځل خوله ولګوئ، ترڅو ورغېږئ. »
د تلويزون په خبرونو کې مې کتلي وو، چې يوه مور د خپل ځوان زوی د درملنې په موخه چمتو شوې وه، چې خپله سلامتي قرباني کړي. دا ډول خبرونه به ورځ په ورځ زياتېدل. يوه ناروغ سړي د خپل ځان د درملنې په موخه، په خپلې ښځې خوله لګولې وه. ناروغ پلار په خپل زوی غاښونه لګولي وو، ترڅو نوموړي ته ناروغي ولېږدوي او خپله روغ شي. هيڅ د منلو وړ نه وه. يو ځوان مين چې کله متوجه کېږي، چې په دې ناروغۍ اخته دی، نو په خپلې مينې چک لګوي او په ناروغۍ د خپلې مينې د ککړولو په قيمت له ناروغۍ خلاصېږي او په همد توګه د نجونو مينان… نور نو د مينې، بشريت او انسانيت ځانګړنې تللې وې.
په مات زړه او ناوړه حالت د ډاکټر له کتنځای لاړم. نړۍ مې په سترګو تياره او تار ښکارېده. په قهر وم چې څنګه او ولې زه په دې ناروغۍ اخته شوم. زړه مې و چې داسې زور پيداکړم، چې د نړۍ هر څه پرې ويجاړ کړم او ټول انسانان ووژنم. ښايي دغه ډول هيله لرل به هم ددې ناروغۍ له نښو څخه وه، چې ماته يې سرايت کړی و. دا ناوړه ناروغي د سرطان د ناروغۍ په څېر وه، خو د سرطان پر خلاف، دې ناروغۍ درملنه لرله. درملنه يې هم داسې وه، چې روغ انسان به دې له دواړو مټو نيوه. په پايله کې به روغ شخص د ناروغولو له لارې ته رغېدې، خو هغه شخص به په ناروغۍ اخته کېده. ناروغان به په کوڅو او سرکونو کې سرګردان ګرځېدل، ترڅو داسې روغ کسان پيداکړي، چې د هغوی پر مټو خولې ولګوي او دوی ورغېږي. کنه نو تر مرګه به ناروغ وي او د ژوند له هيڅ شي به خوند نه شي اخېستی. دا په خپله ډېره دردوونکې ده، چې تل د خپل ځان د ژغورنې لپاره د نورو خلکو په لټه کې يې، ترڅو د خپل ژوند د دوام او له دې ژوند نه د خوند اخېستو لپاره يو بل شخص بدمرغه او د مرګ تر حده ورسوې.
خو زما ذهن دې موضوع سخت بوخت ساتلی و او ځورولم يې، چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو په کيسه نه پوهېدم. هر څومره به مې چې تېر ته فکر کاوه، نو هيڅ داسې پېښې سره پکې نه وم مخ شوی، چې کوم ناروغ پکې په دې بريالی شوی وي چې په ما بريد وکړي. ډېر ځله راباندې بريد شوی و، خو هر ځل به د برچې او تومانچې په کارولو سره د بريد کوونکي په شا تمبولو بريالی شوم وم. ژوند مې کاوه خو په ډېره ګرانه بيه او د نورو په وژلو. ټول همداسې وو. ټولو د خپلو کورونو او دفترونو شاوخوا ډبل کانکرېټي دېوالونه جوړ کړي وو. کومو کسانو به چې د کانکرېټي دېوالو جوړولو وس نه درلود او يا به يې وسلې ته لاسرسی نه درلود، نو په دې ناروغۍ به زر اخته کېدل. داسې مې هم اورېدلي وو، چې ځينې داسې روغ کسان هم وو، چې د پيسو په بدل کې به يې د ځانونو په ناروغولو سره د پيسو ورکوونکي شخص درملنه کوله.
ډاکټرانو به ويل چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو په لومړيو وختونو کې په اخته شخص کې کوم ځانګړی بدلون نه تر سترګو کېږي، خو وروسته د ناروغۍ په زياتېدو د اخته شخص په تندي تورې ټاپې راښکاره کېږي، لکه د يوې تورې سکې په څېر. له همدې کبله په دې ناروغۍ ډېری اخته کسان له داسې خولۍ ګټه پورته کوي، چې وکولای شي د تندي تورې ټاپې پرې د نورو له سترګو پټې کړي. د فرانسوي او کارګرو خولۍ کارول ډېر معمولي شوي وو. ځينو نورو به په تندي باندې د شنو پټو په تړلو سره هڅه کوله چې توره ټاپه پټه کړي او د « الله اکبر» په ليکلو به يې داسې ښودله چې ګنې دوی د اصيلو مسلمانانو له ډلې دي. خو دا ډول هڅې به ډېرې ژر بربنډېدلې او ناروغان به بيا د نورو نوو پلمو په لټه کې وو. روغو خلکو به هم له دې خولۍاو پټو ګټه اخېسته، ترڅو ناروغانو پرې بريد ونه کړي. په دې ناروغۍ اخته ښځو او نجونو به د حجاب په نوم د نازکو او تورو جالیو په اغوستو، د خلکو له سترګو ځانونه پټول.
زمونږ د ښار نړۍ يو بل رنګ او بوی اخېستی و. بډايه خلکو په امن او خوښۍ کې ژوند کاوه، خو د بريد کوونکو له خطره هيڅکله هم په امن کې نه وو. ژوند يې په ماڼيو کې د کانکرېټي دېوالونو تر شا محدود شوی و. همالته يې هر څه لرل. لکه د شاهي او سپېدار ماڼیو په څېر چې ما ليدلې وې. د زمکې جنت او کوچنۍ اروپا د همدې ماڼیو دننه خلاصه شوې وه، چې کانکرېټي دېوالونو پوښلې وه. نور نو خلکو په يو بل باور نه درلود. نه په حجاب باور پاتې شوی و، نه په فرانسوي او کارګرو خولیو، نه په شنو اسلامي پټو او نه په هغو خولیو چې يو وخت کيڼ اړخو ځوانانو په سر کولې. دا باور هم کېدای شو چې سيوری د ځان د ژغورنې لپاره په خپل څښتن بريد وکړي، د خپل څښتن مټ ټپي کړي، خپل ځان روغ کړي او څښتن په دې ناروغۍ اخته کړي.
هماغسې لکه زه چې ډاکټر سره له کتنې وروسته له ځانه پاشلی وم، ټول شيان همداسې پاشلي وو. اوس مې د ښار يو بل مخ ليده، چې ما هم پکې د کانکرېټو په مرسته ژوند کاوه. اوس مې څه کړي وای؟ وړاندې له دې چې په تندي مې توره سکه يا توره ټاپه راښکاره شي، نو بايد يو کس مې غولولای او ځان مې ژغورلای وای. خو لکه څنګه چې په ښار کې د کانکرېټي دېوالونو په منځ کې تېرېدم، په دې فکرونو کې وم، چې زه هوښيار شخص ولې او څنګه په دې ناروغۍ اخته شوم؟
په خپل تېر وخت مې فکر کاوه. خپلې بيدارۍ، خوبونو، خيالونو، بېهوښۍ، مستۍ او له ځانه پردي کېدل مې… ما يواځې ژوند کاوه، اړينه نهده چې د يوازې ژوند کولو سبب تشرېح کړم. کوم څه چې ښکاره دي، ښکاره دي، نو بيانولو ته يې څه اړتيا؟ د ملګرو او دښمنانو په اړه مې فکر کاوه. د هغو ورځو او شپو په اړه مې فکر کاوه، چې مستېدم به او په سبا به مې هغه شپه يا ورځ اصلاً هيڅ په ياد نه راوړه. که په دې وخت کې مې څوک وژلي هم وای، نو په سبا به مې هيڅ په فکر کې نه وو… ښايي په همدې حالت کې به کوم ناروغ په ما بريد کړی و او زما پر مټو د خولې لګولو وروسته هغه روغ شوی و او زه ناروغ.
زما د ښار خلک په ډېرې بيړې سره زما او نورو خلکو له څنګه تېرېدل. په دې حالت کې اصلاً هيچا دا نه حس کوله، چې د دوی بيړه ددې سبب شوې، چې لسګونه پلي تېرېدونکي د دوی تر پښو لاندې شي. زر تر زره بايد کور ته تللی وای او په اينه کې مې خپلې مټې کتلای وای، چې د غاښونو لګولو اثر اوس هم پاتې دی که نه؟
لېونی شوی ښار مې شاته پرېږدم. همدا چې کور ته ننووځم، په ډېرې بيړې سره په دهلېز کې د قد په اندازه اينې ته ودرېږم. کميس مې وباسم او د مټو په پلټلو لګيا کېږم. نه، د هيچا د غاښونو لګولو اثر نه و. د ځينو ډاکټرانو په وينا؛ ددې ډول غاښ لګولو اثر تر دوو يا درېو اونيو پورې د مټ په پوستکي له منځه تللو. ښه، په دې هم خفه شوم. ځان سره مې فکر وکړ، ددې پر ځای چې د ولې، څنګه او څه وخت اخته شوم په فکر هلته او دلته وګرځم، نو ښه به دا وي چې د درملنې په لټه کې شم. دا مهمه ده، چې څنګه يو روغ انسان په دام کې ښکېل کړم او ويې غولوم، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږم. دا ساده کار نه و. د ښار په سرکونو د روغ کس پېژندل اسان کار نه و. همدارنګه په ښار کې سلګونه داسې کسان هم وو، چې خپلو پېرېدونکو ته انتظار وو، ترڅو يو بډايه او پيسه لرونکی شخص راشي او د دوی له ډلې يو وپېري او د همدې بېوزلو د ناروغولو او بېړني مرګ په قيمت خپل ځان وژغوري.
په کور کې يم. د قد په اندازه اينه يې ماته کړې. نه پوهېږم، چې چا؟ څو شېبې وړاندې چې کور ته راغم، هغه جوړه وه او ما پکې خپلې مټې وکتلې، چې د هيچا د غاښ لګولو اثر پرې نه و. اوس نو په دې لنډ وخت کې څوک راغلی و، چې زما د کور اينه يې ماته کړي وي؟ او زه ولې دا لويه پېښه په ياد نه لرم؟
له دې پرته بله ټاکنه مې نه لرله، چې د هغې ښځې خواته ورشم، چې ډېره راباندې ګرانه وه. له هغې سره د ځوانۍ په عمر کې بلد شوی وم. نه شم ويلی چې ورسره بلد شوی وم، پيداکړې مې وه. نه، د هغې ليدلو زه په دې حيواني حالت کې داسې د پرښتې په څېر کړی وم او له حيواني نړۍ مې بد راتلل. په ياد مې دي، چې د بېلابېلو ويروونکو پېښو په رامنځته کېدو، سره له دې چې هغه ما پرېښوده، خو زما لپاره د هغې په مينه او د ګرانوالي حس کې هيڅ کموالی رانغی. يعنې دومره مينه يې راسره لرله، چې ما خپل ځان د هغې مينې وړ نه باله.
د هغې په يادونو کې ډوب شوم. هغه راباندې حتا له ځانه هم ډېره ګرانه وه. ګرانوالی؟ يعنې څه؟ ووايه اړتيا مې لرله، مينې او پاملرنې ته. د همدې کمې مينې له کبله، د يوې ښځې په کوچنۍ توجه او مينې هم وريته کېږو. خو اوس بايد د هغې خواته تللی وای. ښايي هغه يوازينی کس و چې هغې په ما باور درلود او ما په هغې. بله لار مې نه لرله. د سرک په څنډو او پلونو مې باور نه شو کولای. ښايي هغوی هم ناروغ وي. ښايي ناروغ نه وي. ډېره لرې نه ده چې د پيسو لپاره يې ځانونه روغ اچولي وي. دې اندېښنو د يوې بلې ناروغۍ په څېر زه خوړلم. بله لار مې نه لرله، پرته له دې چې هغې ته بلنه ورکړم او بيا په يوه پلمه د هغې په مټو خوله ولګوم او په دې توګه هغه په خپلې ناروغۍ ککړه کړم. مينه او ګرانښت به کومه ورځ په کار راځي؟ يوازې هغې په ما باور کولای شو. هغې ته زنګ وهم. نوې ليدنې او د شپې ډوډۍ ته بلنه ورکوم. خو کله مې چې په غوږونو او وجود د هغې خوږ غږ اورېدلی، بيا مې د کور اينې ته نه دي ژړلي. چا همدا شېبه زما اينه ماته کړې وه؟ په همدې فکرونو کې وم، چې د ټيليفون له هغه لوري مې واورېدل:
«پوهېږم چې د څه لپاره بلنه راکوې. هماغه کار چې ستا د مستۍ په حالت کې ما تاسره وکړ، اوس ماسره کول غواړې. مينې هر وخت له مينانو هوښيارې وي. ګرانښت يعنې څه؟ کمښت، ټول کمښت… د خدای په امان…»
د اړيکې پرې کېدو غږ واورېدل شو. حيران شوم. باور مې نه کاوه. هيڅ مې باور نه کېده. يعنې هغې زه ککړ کړی يم؟ يا يې ټوکه وکړه؟ په داسې حال کې وم چې له ناتوانۍ چغې ووهم او هر څه ووهم او مات يې کړم. په فرياد کولو سرکونو او کوڅو ته ووځم او چې څوک مې مخې ته راځي، په برچه يې ووهم. کورونه او ښارونه بمبار کړم. نړۍ په يوه کنډواله تبديله کړم. څه مې واورېدل؟ څه مې اورېدل؟ څه مې ليدل؟ له تيګو او کانکرېټي دېوالونو جوړ شوی ښار او لېوني شوي ښارونه او کلي. څه مې اورېدل؟ د پلار له خوا په خپلې کوچنۍ لور تېری، په خور باندې د ورور تېری… په جوماتونو کې ملايانو له ماشومانو او زده کوونکو سره څه کوي؟ سرونه غوڅول، هر چېرته د فرخندې ورځ ده، تر پښو لاندې کوي يې، د موټر تر ټاېرونو لاندې کوي يې. په ژوندوني يې سوځوي او په مخ يې په تيګو ولي. کاش خدای و او د خپلو مخلوقاتو ستونزو ته رسېدلی وای. د انسانو د چاودنې کولو فابريکې جوړې شوې دي:
«ودې ليدل چې څنګه نوښت مې وکړ؟ داسې وسله مې اختراع کړه، چې ستاسو له خوا د جوړو شوو هر ډول وسلو په پرتله اغېزناکه ده.»
«ډېره ښه، لارښوونه کوم چې په سړې جګړه کې ستاسو د نه ستړې کېدونکي مقاومت او همکارۍ له کبله تاسو او ستاسو هېواد ته د سولې نړيواله جايزه درکړي. مونږ به تاسو ته تر جيحون پورې زمکه په ډالۍ کې درکړو. دا ستاسو حق دی. دېموکراتيکه نړۍ ستاسو او ستاسو د هېواد منندوی ده. له تاسو مننه…»
*
د سر ځينو برخو مې ډېر سخت درد کاوه. د سر دننه مې دردونو حرکت کاوه. شېبه په شېبه به له يو ځایه بل ځای ته تلل او د ډېر درد له کبله به مې چیغې وهلې، خو نه مې شو کولی. په دننه سر کې مې د بمونو انګار چاودلی او د چاودلو لار يې لټوله.
ښايي چاودلم؛ ښايي چاودلی وم. ای کاش زمونږ دې نړۍ خدای لرلای. داسې خدای چې نه يوازې جوړوونکی وای، بلکې پلټونکی هم وای او خپلو مخلوقاتو ته رسېدل يې په خپله غاړه اخېستلی. له بده مرغه زه دې پایلې ته رسېدلی وم، چې نور نه غواړم د ځان او نورو لپاره خيالي خدای جوړ کړم. وخت، وخت بې خدای دی. که تراوسه مو پر خدای تکيه وه، نوره نهده. اوس بايد بشر خپلو مثبتو هيلو ته د رسېدو په موخه د يوې نوې لار په لټه کې شي. نوی وخت، پليدوزشت؟؟، معاصر وخت، د خدايانو او موډرنو مجسمو د مړينې وخت دی. نور د خلقي انقلابونو او راپاڅېدنو وخت تېر شوی دی. هماغه وخت هم په جوش کې نه وو او نن ورځ هم له جوشه ډک حرکتونه نه شي کولای. د زمکې په نوم د لويې نړۍ رېموټ کنټرول د يوه شخص په لاس کې دی. دغه شخص زمونږ د نړۍ کښتۍ پر کوم لوري بيايي؟ خو هغه زمونږ د ناپوهۍ او بدمرغۍ دورې ددې پوهې دورې په پرتله ښې نه وې؟ اوس نه يوازې په دې ښار کې، بلکې په پرمختللو ښارونو کې هم تل د پيسو په تکتيک سره، جنګ او جنايتونو له خپل ټاټوبي لرې کوي او ددې چارې لپاره هر ډول کار ته چمتو دي. ترڅو د اسيا ژرندې ته جنګ ورټېل وهي…
اوبه د ژرندې له سره تېرې شوې دي. ژرنده د اوبو له سره تېره شوې ده. تېره شپه وتلې ده، هر څه خړوب شوي دي او زه په زمکنۍ کوټه کې، چې په کانکرېټي دېوالونو احاطه شوې، ناست يم. د دهلېز اينې ته سوچ کې يم، چې همدا څو شېبې وړاندې چې کله له هغې سره په ټيليفون کې غږېدم، خپله ماته شوې وه او که په زور ماته شوې وه؟ خو ولې؟
سمدستي پوهېږم چې زما هماغه روح خوشالوونکي غږ ويل:
«ټوکې مې وکړې »
او زه حيران شوم…
داسې خدای چې په مونږ زړه سواندی نه وي، روح مې له هغه وپوښتل:
«راځې؟»
«ما خپله بلنه درکړه، لکه چې هېر دې کړل؟»
په داسې حال کې چې نه پوهېدم څه ووايم. که څه هم په يآد مې نه وو، خو په بيړه او په عين حال کې په دروغو مې وويل:
«اها، يوه شېبه مې له ياده ووت. په ډېر شوق سره دې د غږ منتظر، اول…»
*
په خپله اينه کې خپل ځان ګورم چې ریس جمهور شوی يم او وينا کوم. له دې لوري اخطار ورکول کوم ستونزمن کار نه و. يو څه بايد ووايم. يو ميليوني شمېر ماته منتظر دی ماته؟ څه وکړم؟ څه مې غوښتل؟ مونږ خپلو غوښتنو ته رسېدلي يو او رسېږو. خو تاسو؟ ما کله ويلي وو، چې خدای پاک له شهادت پرته تاسو ته توښه درکوي؟ د خپل خدای منتظر اوسه… جهاد دوام لري…
*
تياره ده. داسې حس کوم چې له تخته لاندې پرېوتی يم. نشم کولای پښو او لاسونو ته حرکت ورکړم. يوازې همدومره مې حس کوله چې له تخت لاندې پرېوتی يم. اوس معلومه نه ده چې د ويده کېدو له تخته پرېوتی يم که د روغتون له تخته؟ ځکه داسې مې حس کوله چې يا به په روغتون کې يم يا به د کور په تخت کې. لوېدلی وم. ښايي يوازې به وم. په دې خوبوړي حالت کې چا نه پورته کولم. څو دقيقې منتظر شوم، نه هيڅوک ما نه پورته کوي. لاتراوسه ژوندی يم او نه غواړم داسې وړيا مړ شم. شاوخوا څوک شته؟ فکر کوم څوک نشته او د پسرلي د غوړګو دا کيسه همدلته پای مومي. که په روغتون کې يم، نو يو څوک به راسره مرسته وکړي. که د خوب په کوټه کې يم، نو د ژوندي پاتې کېدلو لپاره کومه هيله نشته. نو دومره وخت به ونه لرم چې يوه ورځ دا بد خوبونه او خاطرې وليکم او دغه ډول د غوړګو د چغو کيسې، د خبيث جنس نه د بدتر جنس تر تبر لاندې، د پسرلي د مړو شوو غوړګو کيسه همدلته پای ته رسېږي…
پای
2018 سپتمبر
د ښاغلي مرادي پر قلم دې برکت وي. ښاغلي مرادي واقعا چې زموږ د وطن له ډیرو ښو لیکوالو او د فرهنګ ریښتینی خدمتګار دی. له تاسو مننه چې دا ښکلې کیسه مو پښتو ته ژباړلې. په دې هیله چې د ښاغلي مرادي نورې عالی کیسې هم پښتو ته ترجمه شي تر څو پښتو لوستونکي ترې ګټه واخلي.
له تاسو ډیره مننه چې د محترم مرادي کیسه مو په خوږه پښتو دلته خپره کړې ده. مرادي صاحب ډیر خوږ او عالي دری نثر لري. زه د مرادي صاحب د سبک له علاقمندانو څخه یم. زما په باور روان ښاد اکرم عثمان او مرادي صاحب د معاصر دري داستان تر ټولو لوی نومونه دي. خو ښايي ځکه ډیر نه یادیږي چې لکه ځینو نورو غوندې ایران ته چاپلوسي نه کوي.