سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+چین هم مسافروړونکې الوتکه جوړه کړه

چین هم مسافروړونکې الوتکه جوړه کړه

تاند- چین په لومړي ځل مسافروړونکې الوتکه، چې ۱۶۰ تنه پکې ځایږي، جوړه کړه.

دا الوتکه به، چې سي ۹۱۹ نومېږي، د سږ کال تر پایه د چین د هوايي چلند د ریګولاټري یا د مقرراتو تایید ترلاسه او استفادې ته چمتو شي.

ویل کېږي چې چین دا الوتکه د ایربس د (اي )۳۲۰ او د بوینګ د ۷۳۷ الوتکو په مقابل کې جوړه کړې ده.

حاضردمه د چین په شمول د نړۍ اکثره هوايي شرکتونه د امریکا او اروپا له بوینګ او ایربس الوتکو څخه کار اخلي ځکه چې په نسبي ډول ډیرې باوري الوتکې دي.

د چین ولسمشر شی جینګ پینګ د جمعې په ورځ په پیکنیګ کې د سي ۹۱۹ الوتکې له انجینیرانو سره وکتل او غوښتنه یې وکړه چې د مسافروړونکو الوتکو ټکنالوژۍ ته وده ورکړي.

د چین ولسمشر له انجینیرانو څخه په ځانګړي ډول د الوتکو د خوندیتوب او باوري توب لپاره پر کلیدي ټکنالوژیو د تمرکز غوښتنه وکړه.

سي ۹۱۹ چینايي الوتکه نژدې ۳۶ متره اوږده او ۱۲ متره لوړه ده.

تراوسه چینايي شرکتونو د ۸۰۰ دا ډول الوتکو سپارښتنې کړي خو لومړنۍ الوتکه به د سږ کال تر پایه چمتو او د چین هوايي شرکت ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب