پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونههرات او بامیان کې ښځینه اعتراضونه؛د ط-انو د ناوړه چلند راپورونه ورکړل...

هرات او بامیان کې ښځینه اعتراضونه؛د ط-انو د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ له هرات او بامیان ولایتونو څخه راپورونه وایي چې نن د دغو ولايتونو د دولتي پوهنتونونو ښځینه محصلینو په کابل کې د کانکور ازموینې د چمتووالي پر یوه مرکز د اوړمې ورځې د ځانمرګي برید او د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو پر ضد لاریونونه کړي.

لاریون والو د تعلیمي مرکزونو د خونديتوب او د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د ژر پرانیستل کیدو غوښتنه کړې ده.

ځینې راپورونه څرګندوي چې د دواړو لاریونونو د ګډونوالو پر وړاندې طالبانو له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

ویل شوي چې د لاريون کوونکو پر لور طالبانو هوایي ډزې کړي او هم ېې یو شمېر ګډونوال بندیانې کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو پر وړاندې د ښځينه وو لاریونونه زیات شوي چې د طالبانو له لوري هم د هغوی د بندي کيدو او ورسره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

1 COMMENT

  1. تالبان د بی پتۍ بی ننګۍ او بی غیرتۍ یو نړیوال سمبول دی چی د پښتونولۍ ټول ارزښتونه د خپو لاندی کوی.

    پنجابی لنګماران هم د تالبانو نه ډیر غیرت او میړانه لری او هیڅکله به داسی پست کارونه لکه دوۍ چی يی د میرمنو، نحونو او نورو کمزو هیوادوالو په مقابل کی تر سره کوی و نه کړی.

    پښتانه باید د تالبانو دداډول بی ننګه او پست کارونو په خلاف که نور څه نشی کولی نو خپل غږ باید پورته کړی. د فضل ډیزل او حقانی د فکټرۍ دا بی پښتو چڼی او د راولپینډۍ د بوړا ګانو نوکران د پښتون او افغان د ننګ او غیرت په سپینه جامه یو تور داغ دی او په هر پښتون او افغان فرض ده چی ددوۍ ناوړه او بی ننګه چلند او کړنو مخه ونیسی او لږ تر لږه يی کلک وغندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب