دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: امریکا او نړۍ سره مذاکراتو کې یوو،په کور دننه هم...

مولوي کبير: امریکا او نړۍ سره مذاکراتو کې یوو،په کور دننه هم د اصلاحاتو مشورې پیل شوي

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پوهاند ګل رحمان قاضي په مشرۍ له یوه علمي پلاوي سره په کتنه کې وویل چې د امریکا په ګډون له نړۍ سره د مذاکراتو او تفاهم دروازې بندې نه دي، اوس هم خبرې روانې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې:« په دې ناسته کې، پوهاند ګل رحمان قاضي وویل، چې افغانان نور له جګړې ستړي دي، په هېڅ صورت يې دوام او د اوسني نظام بدلون نه غواړي.»

نوموړي زیاته کړه، دښمنان غواړي د افغانانو تر منځ قومي جګړه پیل او افغانان بیا له کړاوونو سره مخ کړي.

هغه اساسي قانون، ملي تفاهم او پر حکومت ملي او بین المللي باور د وخت مهمه اړتیا وبلله.

خبرپاڼه زیاتوي،چې ورپسې قومي مشر میرویس نور، د کونړ پخواني قوماندان دیدار شالیزي، استاد محمد زمان مزمل، ملا عتیق الله، د پوهنتون استادانو هر یوه موسی فریور او حسین فخري خبرې وکړې او طالبانو مشرانو ته یې رغنده مشورې ورکړې.

د طالبانو ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی مننه وکړه چې د دوی د ادارې د سمون لپاره خپلې مشورې شريکوي او ډاډ یې ورکړ، چې د طالبانو رهبري موجودو حساسیتونو ته متوجه دی.

هغه وویل، د امریکا په ګډون له نړۍ سره د مذاکراتو او تفاهم دروازې بندې نه دي او اوس هم زموږ خبرې روانې دي.

مولوي کبير د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، په دولتونو کې حتمي ستونزې وي او موږ په کور دننه د اصلاحاتو لپاره مشورې او هڅې پيل کړې دي.

طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیله تراوسه دوی بیا، بيا ورته ژمنې کړي، خو د منتقدینو په باور یې په عمل کې اصلاحات نه دي لیدل شوي.

تېره اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې وويل،چې نړيواله ټولنه نوره له طالبانو څخه نهیلې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب