د ولیو منځ د ډاکتر محب الله زغم د لیکنو ټولګه ده. په همدې کال ۱۳۹۸ل د فکر خپرندویې ټولنې لخوا چاپ شوې ده. په ښایسته پوښ او په ښه کیفیت پاڼو باندې، ۱۲۹ مخه کتاب دی. یوه وړه هیله له خپرندویې ټولنې څخه لرم چې بل ځل چاپ کې د کتاب د پایښت لپاره سنجاق وکاروي؛ ځکه مخکې له مکمل لوستلو څخه د کتاب پاڼې بېلې شوې؛ زه مجبوره شوم تر څو یوې نېږدې مطبعه ته لاړه شم؛ کتاب سنجاق باندې کلک کړم تر څو کتاب هم سم وساتل شي او هم پاتې برخه اسانه ولوستل شي.
ډاکتر صاحب محب الله زغم مسلکي طبي ډاکتر دي او هم لیکوال او ژباړونکی دی. زه د ادبیاتو د محصلې په توګه، د ده هڅې او شوق د لیکوالۍ په برخه کې د ستایلو وړګڼم.
په غربي هېوادونو کې داسې ډېر کتابونه شته چې د ټولنې د اصلاح او ښه ژوند لرلو لپاره لیکل شوي، او پښتو ته ژباړل شوي دي؛ زموږ ټولنه، فرهنګ او دود د غربي هېوادونو سره توپیر لري، لوستل د هغو کتابونو ښه کار دی، خو ډېر ګټور به نه وي. د دې کتاب ټولې لیکنې زموږ د ټولنې برخه دي او په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره داسې کتابونه باید ولیکل شي.
د کتاب نوم د محتوا سره، هرې لیکنې عنوان د لیکنې سره او هم یې وېش په څلورو څپرکیو کې د نزاکتونو؛ پرون او نن؛ قتل او قتال او موږ او نور په نومونو باندې پر ځای او مناسب دي.
د کتاب ژبه خوږه، ساده او خوندوره ده. خپل عیب اوریدل ترخه وي، خو څرنګه چې د کتاب نوم عیب یا عیبونه نه دی؛ بلکې د هغې بدیله جمله “د ولیو منځ” ده چې په چا بده نه لګېږي؛ بلکې موږ لوستلو او فکر کولو ته هڅوي.
د کتاب ټولې لیکنې د لیکوال خپلې تجربې، خاطرې او یا اوریدلې کیسې دي. لیکوال په اصل کې موږ ته نصیحت کوي؛ خو په داسې هنر باندې چې موږ فکر کوو چې د تاریخ یا کیسو کتاب لولو، ځکه نو لوستل یې خوند راکوي.
بل مهم هنر چې لیکوال کارولی؛ د دې کتاب مخاطبه زه یا بل مشخص کس نه دی؛ بلکې دا کتاب د هغې ټولنې د اصلاح لپاره لیکل شوی چې لیکوال هم د همغې ټولنې برخه دی؛ یعنې لکه دا جمله: خپل عیب د ولیو منځ وي، نو لیکوال خپل ځان یې هم د کتاب مخاطب کې شامل کړی دی چې دا د لیکوال بل هنر دی.
د کتاب موضوعات زموږ په شخصي، ټولنیز او کاري ژوند پورې اړه لري؛ په هره لیکنه کې موږ ځان یا د خپلې ټولنې یو فرد وینو.
لیکوال هرې لیکنې ته مناسب پایله یا په داسې جمله باندې يې پای ته رسولې چې موږ هرومرو فکر کولو ته اړ کوي. د لیکنې په پای کې لیکوال خپل نظر څرګند کړی؛ د هر چا نظر محترم دی خو دا کتاب یوازې د لوست لپاره نه دی؛ بلکې موږ فکر ته هڅوي او کیدلای شي ځينو پایلو سره زموږ نظر توپير ولري.
په لومړي څپرکي “نزاکتونه” کې لومړۍ لیکنه د “دفتر که حجره؟” په نامه ده. دې لیکنه کې هغه کسان ښودل شوي چې رسمي دفتر ته د خپل شخصي بنډار لپاره ځي یا پرله پسې زنګونه رسمي مامور ته د کار په وخت کې کوي. موږ باید د خپل ملګړي رسمي دفتر او رسمي وخت د کار وپيژنو او د هغه لپاره مزاحم ونه ګرځو. دې لیکنه کې ډېر ښه داسې کس ته د دې نزاکت مراعتول باندې تاکید شوی. زما په نظر دلته دواړې خواوې ملامتې دي؛ سمه ده زموږ ملګري باید زموږ د کار ځای خپله حجره ونه ګني او هم رسمي وخت کې زنګ ونه وهي؛ خو موږ هم باید په دفترونو، شفاخانو او حتا پلورنځيو کې داسې ځای په پام کې ونیسو؛ ترڅو غیر رسمي او شخصي ملګري سره هلته لیدنه او حل مشکل وشي. داسې ځای جوړل له یوې خوا زموږ رسمي کار کې د خنډ نه موږ ژغوړي او له بلې خوا بل کس هم دې ته متوجه کوي چې باید د اړوند کس د کار خنډ نه شي. بل کاري وخت کې زموږ موبایل داسې عیار شي چې تنها د ډېر ضرور کس زنګ ورته راشي نه د هر کس. په دې توګه موږ هم ځانته او هم مقابل کس ته درناوی کوو.
دویمه لیکنه همدې څپرکي کې د “مامور که بادار؟” تر سرلیک لاندې ده. دا لیکنه لیکوال په داسې کرښو باندې پای ته رسولې:
“مانا دا چې زموږ د اخلاقو مبنا وجدان نه، بلکې وېره ده. ښایي وجه یې دا وي چې موږ له کوچنیوالي همداسې روزل شوي یو چې یوازې د مور او پلار له ډاره سم چلیږو او کله چې د هغوی له سترګو پناه یو، بیا هر څه کوو. چې داسې ده نو دولت ته بویه چې په خپلو ادارو کې همداسې د ډارولو ځواک پيدا کړي چې مامورین یې سم شي، که نه نو دوی ځانونه د مراجعینو باداران ګڼي.”
دلته لیکوال وجه سمه موندلې چې موږ کوچنیوالي کې داسې روزل شوي یو؛ خو توصیه یې غلطه ده چې باید ادارو کې د ډارولو کسان وګمارل شي.
زه د لیکوال نظر ته احترام لرم؛ خو دلته تېروتنه د پلار او مور څخه پيل شوې چې ماشومانو باندې د ډار اسلحه کاروي او دا یې د ژوند تر پای پورې عادت کېږي. مور او پلار باید د مینې له تخنیک څخه کار واخلي؛ ترڅو د دوی په نه شتون کې هم ماشوم غلط کار ونه کړي؛ نو یو سالم وګړی به ټولنې ته وړاندې کړي چې د اخلاقو مبنا یې وجدان وي، نه ډار. داسې به هر مامور خپل مسولیت وپيژني او سم کار به کوي او ځان به خدمتګار ګني، نه بادار.
همداسې دې څپرکي کې نورې اوه لیکنې دي چې یوازې باید ونه لوستل شي؛ بلکې فکر پرې وشي چې څنګه دا نزاکتونه خپل ځان او ټولنه باندې عملي شي؛ ترڅو یوه ښه او بانزاکته ټولنه ولرو.
دویم څپرکی د “پرون او نن” په نامه دی. دا څپرکی ډېر خوندور دی؛ ځکه هغه پرون د نن سره پرتله شوی چې موږ یې د نن برخه یو. ډېرو کسانو لپاره به د پرون خبرې نوې وي؛ ځکه هغه وخت به ځيني ډېر واړه او یا کیدلای شي، زېږېدلي به نه و.
بله ځانګړنه یې دا ده چې موږ د خپلې ټولنې په دود، فرهنګ او په بدلون خبروي. دلته ۱۸ لیکنې دي، له هغوی څخه زه په دو خبرې کوم:
درېیمه لیکنه په کې “د کابل ودونه” په نامه ده. دې لیکنه کې د پرون او نن واده کې ګلپوښ موټر، ډوډۍ، لوښي،د ناوې سینګار، د ناوې غاړې او ګوتې ګاڼې، د ناوې او زوم جامې او د واده لګښت توپيرونه یې جوت کړي دي. که موږ دې لیکنه کې لږ پام وکړو؛ نو موږ مثبت بدلون نه دی کړې؛ بلکې پرون مو د نن څخه ښه و. د دې بدلون علت بې ځایه سیالي او ځان ښودنه ده. دا لیکنه لیکوال په ښایسته الفاظو پای ته رسولی:
“باید تر هر کار د مخه ځان سره فکر وکړو چې کار مو سم دی که غلط؟ که سم و نو باید د خلکو په خبرو پسې ونه ګرځو.”
که دا پورته د لیکوال خبر په ژوند کې عملي کړو؛ نو زموږ نن به له پرون څخه مثبت بدلون وکړي.
بله لیکنه دې څپرکي کې “دیموکراسي په ماشومانو کې” ده. دې لیکنه کې لیکوال خپل چلند په ماشومتوب کې د خپل زوی سره پرتله کړی. دا لیکنه موږ ته د ټولنې مثبت بدلون ښيي او موږ هیلهمند کوي چې ان شاالله زموږ د هېواد راتلونکی روښانه دی؛ خو یوه د تشویش خبره شته زموږ د پرون ماشوم باندې د همغه وخت د زورواکۍ اغیزه وه او د نن په ماشوم د دیموکراسۍ اغیزه ده. د نن دیموکراسي ښه ده؛ د یو بل نظر ته احترام هم ښه کار دی؛ خو ورسره غلو او پرونیو خاینینو او وطن پلورونکیو ته د اتل خطاب، اداري فساد، خپل رییس جمهور ته سپک کتل او ورباندې ملنډې وهل؛ داسې نه چې په ماشومانو بده اغیزه وکړي او راتلونکي کې اتل او غل یو مفهوم ولري؛ اداري فساد لا زیات شي او مشرانو ته درناوی چې د موږ د فرهنګ تر ټول ښه ټکی دی، اینده نسل کې له منځه لاړ شي.
درېیم څپرکی د “قتل او قتال” تر سرلیک لاندې دی. دې څپرکي کې ټولې څلور لیکنې دي او لیکوال ډېره ښه خبره د همدې څپرکي په یوه لیکنه کې کړې:
“موږ پردیو دومره نه یو وژلي، څومره چې په خپلو کې مو سره وژلي دي.”
دې څپرکي په کومه لیکنه خبرې نه کوم، یوازې د لیکنو نومونه اخلم؛ ځکه سرلیکونه یې خپله ټول حال د لیکنو او زموږ د ټولنې بدمرغي بیانوي:
ځمکې او قتلونه
د فرخندې وژنه ټولنیز ناورین
کونډه پيغله
د وینې بهولو شوق
د دې لیکنو لوستلو وروسته، موږ د خپلې ټولنې ناورین ته باید فکر وکړو. زما په نظر یوازې د علم زدهکړه د دې بدبختیو پایله ده چې موږ علم زده او ځان پوه کړو او دا ناوړه غیرت او بې فکره عمل څخه ځان وژغوړو. زموږ مقدس دین اسلام یوازې زموږ څخه لمونځ، روژه او جهاد نه غواړي؛ بلکې دا مقدس دین د ژوند مکمله برنامه ده چې د انسانیت بقا او هر انسان ته د دنیا او اخرت خوشبختي غواړي؛ خو زموږ د جهل د تیارو له امله موږ د دین په نامه خپل ژوند او ټولنه بدبخته کړی او والله اعلم چې اخرت کې به مو څه حال وي.
د دې کتاب اخر څپرکی د “موږ او نور” تر سرلیک لاندې دی. په دې څپرکي کې لیکوال خپلې تجربې راسره شریکې کړې دي. د افغانستان نه بهر یې چې ټولنې، کانفرانسونه او خلک لیدلي؛ د هغوی پرتلنه یې زموږ د ټولنې، کانفرانسونو او خلکو سره کړې ده.
لومړۍ لیکنه د “زموږ او د نورو کنفرانسونه” تر سرلیک لاندې ده. په دې لیکنه کې لیکوال په کابل کې نړۍوال طبي کنفرانس د ډيلي د طبي کنفرانس سره پرتله کړی او هر اړخیز پرتلنه یې کړې ده. په: راجسټریشن، ویناوال، ویناوالو ژبه، پرېزنټېشن تخنیکونه، علم اوسیاست او پوهه او پيسې باندې یې ښې خبرې کړي دي. هند چې یو اباد او پرمختللی هېواد دی او زموږ هېواد وروسته پاتې دی؛ داسې پرتلنې موږ هڅوي؛ ترڅو مثبت بدلون وکړو؛ نو باید همداسې لیکنې زموږ لیکوالان چې بهرني سفرونه کوي ولیکي؛ ترڅو زموږ د ټولنې نیمګرتیاوې را په ګوته کړي.
په دې څپرکي کې ټولې اته لیکنې دي. اخره لیکنه یې د “موږ له نورو کم یو؟” تر سرلیک لاندې ده. دا لیکنه په دې جمله پيل ده:
“ګومان مې کاوه چې د غربي ملکونو هر وګړی به که نابغه نه وي نو خورا بااستعداده خو به وي. دا په دې چې تر موږ ډېر مخته تللي دي.”
په دې لیکنه کې لیکوال افغانان د امریکایانو، روسانو او ترکانو سره پرتله کړي او هم یې په سپورټ کې زموږ لوبغاړي ستایلي دي.
بیا لیکوال دې نتیجه ته رسېدلی چې لیکي:
“اوس دې نتیجه ته رسېدلی یم چې اصلا په ټوله نړۍ کې انسانان یو خېل دي.”
او دا لیکنه یې په دې کرښه پای ته رسولې چې:
“افغانان په استعداد او زکاوت کې تر هېچا کم نه دي خو زموږ بدمرغي په دې کې ده چې له خپلو استعدادونو څخه سمه استفاده نه کوو.”
د لیکوال نظر سم او پر ځای دی؛ خو زه لږ زیاتونه کوم چې انسانان ټوله نړۍ کې یو شان دي؛ نوره نړۍ خپل استعداونه پيدا کوي، روزي یې، هڅوي یې او قدر یې کوي؛ خو له بدمرغه زموږ ډېر استعداونه همداسې ورک دي، که کوم یو خپل استعداد وپيژني؛ نو د نورو له خوا روزل او هڅول خو لېرې خبر ده، زړه توري کېږي او له منځه ځي. بل د ژوندي استعداد قدر کول خو ډېره لېرې خبر ده؛ په ژوند کې زموږ استعداد د سیاسي نظریې له امله بدنامه او بې قدره وي؛ خو وروسته له مرګه ځينې بیا لږ ستایل کېږي.
د دې کتاب لوستل زما لپاره په زړه پوري او ګټه ور و. هڅه به کوم کومه لیکنه کې مې چې ځان او د خپلې ټولنې منفي اړخ ولیدو؛ نو د خپل توان په اندازه به، د مثبت بدلون هڅه ضرور کوم.
تاسې د دې کتاب لوستلو ته رابولم، لوستل به یې خوندور او بې ګټې نه وي.