جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزد ښوونې او روزنې اصطلاحات، اصول او اصلونه

د ښوونې او روزنې اصطلاحات، اصول او اصلونه

    د سرمولف مرستيال محمد يعقوب مومند

د تعليم او تربيې اصطلاحات

 ددغو اصطلاحاتو کارول په يوې ځانګړې معنا دلالت کوي، دواړه سره لازم او ملزوم دي، په معنا او مفهوم کې يو بل غني کوي، که چېرته يو له دغو دوو اصطلاحګانو څخه نه وي دغه بله اصطلاح د معنا، مفهوم او درک له لحاظه کمزورې ده، نو بايد په پوهنه او پالنه کې له دواړو اصطلاحاتو څخه برابره  ګټه واخيستلای شي او هر يوه ته ځانګړې پاملرنه وشي،تعليم زياتره د فکر د تغير، د ليد د بدلون، د نوښتونو د رامنځته کولو، د پنځونو، نوو پيدا کونو استدلال، د ژبې په فصاحت، د ژبې په بلاغت، ښه لوستل، ښه ليکل، ښه غوږ نيول، په ځيرتيا سره فکر وکول دي چې ډېره برخه د انسان معنوي او يا ددنني برخې پورې اړه لري، همدارنګه تربيه بيا د انسان فزيکي روزنې، د انسان سلوک، رفتار، عمل، سليقې، ناستې ولاړې، حرکاتو، خوراک څښاک، فرهنګ، کلچر، اخلاقو او ادابو پورې نېغ په نېغه اړيکې لري.  

تربيه( روزنه: په لغت کې د روزلو او پاللو په معنا دی، همدارنګه د بېلابېلو ژبو په ادبياتو کې تربيه د انسانانو، څارويو او وښو د روزلو په معنا هم راغلې ده، واښه د څارويو په څېر د ګرځېدو، قدم وهلو او غږ اېستلو وړتيا او استعداد نلري او دا هم يو الهي نعمت دی، مګر د غوړېدو او لوېدو استعداد او وړتيا بيا لري چې دا غوړېدا او لوېدا خپله وښو لپاره کوم ځانګړی ارزښت نلري، بلکې دا انسان دی چې دې مطلوب ارزښت پسې ګرځي.

 تربيه د انسان لپاره ژور او پراخ اهميت لري او په انسان کې د فعاليت د رامنځته کولو سبب ګرځي، دا تربيه کله هم اشنايي او پوهنيزه جنبه لري چې د انسان د پوهې، پېژندنې او پوهاوۍ اړوند موضوع کيږي. کله هم حرکتي او کششي جنبه لري چې د انسان د عيني رفتارونو او اعمالو چې د انسان د ظاهري جسم پورې تړاو لري اړوند مسله کيږي او کله هم عاطفي جنبه لري چې د انسان، ذهنيت، اعتقاد، ايمان، علاقې، احساساتو، هيلو او غوښتنو پورې اړه لري. تربيه د انسان د ژوند په بهير کې مهم او بنسټيز رول لري، هر څوک په يو ډول نه يو ډول ورڅخه برخمن دی، نو په همدې اساس دغه مفهوم د فيلسوفانو، پوهانو، روڼ اندو، سوله غوښتونکو شخصيتونو، ليکوالانو او ان تر دې چې د شاعرانو د پام وړ ګرځېدلی دی او هرې ډلې ددې کلمې د څنګه والي، څرنګوالي، ارزښت او رول په اړه بحثونه کړي او مقالې يې ليکلي دي او مثمره ګټه يې هم ترې اخيستې ده. د انسان تربيت د هغه د پيدايښت له ورځې څخه پيل کيږي، ترڅو ژوند وکړي او د ژوند په خوند او رنګ پوه شي، ژوند تعريف کړي او له دغې لارې خپل مسير وټاکي، انسان چې ترڅو ژوندی وي تربيې ته اړتيا لري، پوښتنه دلته پيدا کيږي چې ايا ژوند يوه محدوده پديده ده؟ د انسان ژوند بېلابېلې برخې لري د ساري په توګه: جسمي، رواني، ټولنيز، اقتصادي، سياسي او فرهنګي چې دا هره برخه د روزنې په برخه کې ځانګړی ارزښت او ځای لري. په پای کې ويلای شو چې د تربيت منلی او د ټولو اړخونو له لوري قبول شوی تعريف ډېر سخت دی، ځکه هر فيلسوف، هر مفکر، هر متخصص او هر عالم د خپل ليدلوري پر بنسټ ورته تعريف لري.

اخځليک:مجله پرسمان، ۱۳۸۷ه ش، شماره ۶۴.  

تعليم (ښوونه): په لغت کې د زده کړې، پوهاوۍ او يا هم يو چاته د څه ورکولو په معنا دی، تعليم اصل کې هغه هڅه ده چې ښوونکی زده کوونکو ته يو سلسله پوهه، ارزښتونه او خاص مهارتونه ور انتقالوي او يا هم په بل عبارت د ښوونکي له لوري زده کوونکو ته د عملي او نظري معلوماتو لېږد ته تعليم او يا هم زده کړه وايي. په ټوله کې د يو انسان په عمل او سلوک کې تغير راوستلو ته ښوونه او روزنه وايي. 

همدارنګه تربيې لپاره يو سلسله منطقي اصول هم شته، که چېرته رعايت شي ښه اوږدمهاله نتيجه به په لاس راشي مثلا: که يو څوک سم وروزل او وپالل شي، حقيقت ومني او پدې هم پوه شي چې حقيقت ويل د يوه شخصيت د قوي کېدو، ښکارکېدو، ځلېدو او لوړېدو سبب ګرځي دغه پېژندنه به نوره هم عميقه او اوږدمهاله شي، د خلکو او ولسونو په منځ کې به ځانګړی شهرت پيدا کړي، ټولنه کې به هر څوک ورته په درنه سترګه ګوري، له ډېرو ستونزو او ننګونو څخه به وژغورل شي، خبرې به يې خاص تاثير پيدا کړي، هر څوک به يې له ده نه اوري، زده کوي به يې ترې، مګر دا ټول پړاوونه يو سلسله  تعليمي او تربيوي اصولو ته اړتيا لري چې په لاندې توګه به پرې رڼا واچوو:

۱ـ په تعليم او تربيه کې مهم اصل د ضرورت درک کول او پېژندل دي، هر سړی بايد د خپل شخصيت او پېژندنې په اړه درک ولري او کوټلي ګامونه پورته کړي د تعليم او تربيې په اړه بې پروايي د انسان د فکري او فزيکي استعداد د ودې د تباهۍ سبب ګرځي.

انسان بايد دې ته پاملرته وکړي چې تعليم او تربيه د ژوند قانون او د هغه د پرمختګ د څنګه والي کمال دی تعليم او تربيه ددې لامل کيږي چې انسان حق له باطل څخه بېل کړي، په حق ټينګار وکړي، حق غني کړي، حق ته تبليغ وکړي، حق په استدلال، منطق او مستنداتو وګټي، د باطل مخه ونيسي، باطل ته نه ووايي، په اړه يې مدلل وي، احساساتي نشي، قانع کوونکي عقلي او نقلي د لايلو سره د مبارزې ميدان ته ووځي، د نقد، تايد او رد جرات ولري او پدې اړه يې نسبت بل هر چاته دريځ ښکاره وي.

۲ـ همدارنګه که نړۍ له يوه قانون څخه پيروي کوي انسان هم نړۍ سره برابر ځانته په ژوند کې يوسلسله اصول، قوانين، لوايح او مقره رات لري چې د هماغه پر بنسټ خپل ژوند او نورو ته د ښه ژوند کولولارې چارې ښيي، ددې اصولو او قوانينو پر وړاندې بې پروا پاتې کېدل دانسان د بې لارۍ سبب کيږي، قوانين، لوايح، مقررات او طرزالعملونه د انسان ژوند د غوره والي، د هر فرد د حقونو د خونديتوب، ازادۍ، حق پېژندنې، حق پالنې، نورو ته ددرناوي، حدودو پېژندلو، ګډ مدني ژوند کولو او په ټوله کې د يوه نېکمرغه او خوشحاله ژوند کولو لپاره جوړيږي. [[د اسلام سيېڅلي دين انسان ته ستر امتيازونه ورکړي دي ان تردې چې الله ج انسان ته  پر ځمکې خپل خليفه ويلی دی. ژباړه، او هغه زمانه ياد کړه چې ستا پروردګار پرښتو ته وويل: په يقين سره چې زه په ځمکه کې يو ځای ناستی ټاکم.[االقره:۳۰]. نو الله ج انسان ته ډېر عزت ورکړی دی او هغه ته يې د ژوند ټولې ښيګڼې او اسانتياوې برابرې کړې دي.]] اخځليک: هدف زده کړه او بری، محمد ابراهيم شينواری،۱۱ مخ، ۱۳۹۵ ل کال.  

۳ـ تعليم او تربيه بايد مشخص هدفونه ولري، ترڅو د پوهې، تحليل، تجزېې، محصول، ارزونې او اندازګيرۍ وړ وي.اخځليک: انتشارات علامه محمد تقي جعفري)

تدريس 

 تدريس يو ځانګړي فعاليت دی چې د ښوونکي له لوري په يوه ځانګړي چاپيريال کې په منظم ډول ترسره کيږي، ترڅو زده کوونکي وکولای شي چې مطلبونه زده کړي په حقيقت کې ويلای شو چې تدريس يو سلسله منظم فعاليتونه دي چې په متنوع شکل  د زده کوونکو په زده کړه کې مرسته کولای شي. د تدريس اصلي محور ښوونکی دی او د زده کړې محور يې زده کوونکي دي چې په متقابل عمل سره مخته ځي.

د  کار زده کړې مهارتونه او قابليتونه 

 مهارت يو عمل دی چې د تخصص، قابليتونو او په عملي توګه د شيانو پېژندل، په عملي ژوند کې ورڅخه ګټه اخيستل او د هغه په اړه معلوماتو ترلاسه کولو ته وايي چې يو فرد د بېلابېلو دندو د ترلاسه کولو او يا هم په يوه مشخص او معلوم وخت کې مجهز کوي او يا هم د پوهې، مهارت او ذهنيت په پايله کې قابليت منځته راځي. 

 د تعليم او تربيې اصول

اصول له اصل څخه اخيستل شوی او اصل په لغت کې د ونې ريښې، پيل او د اساس په معنا دی. اساس هغه څه دی چې په هغه باندې يو بل څه پيليږي د تعليم او تربيې فيلسوفان او عالمان اصل د منشا او مصدر په معنا کاروي او دغه اصل، اعتبار، منشا او سرچينه د فعاليت رفتار ښيي . اصول، بنياد او مبنا د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ متقابل عمل او رفتار دی،همدارنګه  د نظرونو بستر او يا هم د يو شمېر روښانه او قطعي رد شوو قضاياوو قضاوتونه دي چې د علم ټول فعاليتونه په همدې ولاړ دي. د تعليم او تربيې پوهانو د تربيې اصول د لاندې بېلابېلو اصولو په اساس درجه بندي کړي دي. 

الف: د فعاليت او کوشش اصل

فعاليت او کوشش د تعليم او تربيې له منلو شوو اصلونو څخه څخه شمېرل کيږي. لدې اصل څخه مقصد دا دی چې روزنيز تدبير له عمل سره يو ځای مخته لاړ شي او يواځې په نظري کار باندې بسنه ونه شي او ښوونکی هڅه وکړي، ترڅو زده کوونکي وهڅوي چې په فعاليت يې راولي او د فعاليت پر اساس نوو شيانو ته لاسرسی پيدا کړي، دې اصل ته په کتو سره که چېرته ماشوم له اول نه په خپلو کوششونو او فعاليتونو تکيه وکړي په راتلونکي کې هم په خپلو هڅو فکر کوي او د هغه شخصيت په همدې اصل باندې جوړيږي او برابريږي، نو دا ويلای شو چې روزنيز تدبير بايد له عمل سره يو ځای وي او يواځې د نظر په بيانولو باندې اکتفا ونشي 

ب: د ټولنيز کېدو اصل

انسان ټولنيز موجود دی، شخصيت يې هم په ټولنه کې جوړيږي د تعليم او تربيې پوهانو د انسان ددې برخې په پام کې نيولو سره د ټولنيز کېدو اصل منلی دی، په انسان کې د ټولنيزې انګېزې رامنځته کول، له ټولنې سره د انسان يو ځای کېدل، له انزو او ګوښه توب څخه دده ساتنه، په ټولنيز ژوند کې انسان راکړې ورکړې ته چمتو کول، ټولنيزو دندو او مسووليتونو ته د زده کوونکو جوړول او له ټولنې سره د جوړجاړۍ د روحيې رامنځته کولو ته د ټولنيز کېدلو اصل وايي.

ج: د تفرد اصل

تفرد د ښوونې او روزنې له بنسټيزو اصلونو څخه ګڼل کيږي، که څه هم يو انسان له نورو څيزونو سره ځينې ورته والی او شباهتونه لري، مګر په جسمي، رواني، ذهني هوشي او ادراکي لحاظ له هغوی څخه  غوره دی، انسان ځانته ځينې نور خصلتونه، وړتياوې او ځانګړتياوې هم لري چې هغه په نورو کې نه ليدل کيږي او دا ددې لامل کيږي چې انسان د يوه خپلواک موجود په توګه ژوند وکړي او د شخصيت دغه فردي ځانګړتياوې د ارواپوهانو د پام وړ هم دي.

(د) د حريت او خپلواکۍ اصل

 د فلسفې له مخې د انسان يو مهم اصل حريت يا هم د ازادۍ حق دی. يو واقعي انسان پرته له ازادۍ څخه ژوند نشي کولای. له بلې خوا د ارواپوهانو مشاهدو او ارزونو هم دا ثابته کړې ده چې انسان فطرتا له پيدايښت څخه د ازادۍ غوښتونکی موجود دی، که هر څومره يې ازادي محدوده کړې د رنځ او خپګان سبب يې ګرځي. انسان ته د کرامت تاج ور په سر شوی دی پدې اړه الله ج په خپل سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان کې فرمايي: ژباړه، په يقين سره چې د ادم اولادونو ته مې کرامت ورکړ، ……

 ازادي د فرد او ټولنې د نېکمرغۍ لومړی شرط دی، مګر دا فکر مه کوئ چې په ازادۍ کې د ټولنې ټول افراد يو شان پرمختګ کوي، ځکه ټول يو ډول استعدادنلري، مګر څومره چې د يوه شي په اړه استعداد لري هغومره مختګ کوي، د خوښۍ ځای خو لا دا دی چې ټول انسانان په يوه برخه کې يو ډول استعداد نلري، نو ځکه د بېلابېلو استعدادونو تخصصونو، کارونو، فعاليتونو او دندو څخه د تمدنونو يوه ښه رنګارنګي منځته راځي. 

ه:د وضعې او تناسب اصل 

 د هرې مسلې د طرحه کولو او د هر مطلب د زده کولو لپاره مناسب ساعت او وخت شته. د علومو د تحصيل لپاره ځانګړی عمر، د ټولنيزو ادابو او دودونو د درک لپاره هم ځانګړي عمر ته اړتيا ليدل کيږي. همدارنګه داستانونو لپاره هم ځانګړی وخت او چاڼس برابرول او د الله ج د پېژندنې لپاره هم بايد مناسب وخت په پام کې ونيول شي،همدارنګه يوه دوره د منطق او استدلال د پيروۍ لپاره او يوه دوره د رغبت او علاقې د پيروۍ لپاره، مګر مخکې لدې چې د يوه شي وخت راورسيږي ددې پرځای چې مستقيم موضوع ته داخل شو بايد په اړه يې مقدمه شتون ولري، ترڅو خلکو ته يې په اړه وضاحت پيدا شي، مخکې لدې چې ماشوم سره د منطق په اساس خبرې وکړو بايد هغه د استدلالي او منطقي خبرو درک، کيسه ويلو، حکايت کولو، معاشرت کولو او د الله ج په اړه مو پوهای ورکړی وي او پوره مو چمتو کړی وي.

ي: د اعتدال او برابرۍ اصل

 په اسلامي تعليم او تربيې کې يو بل اصل چې ډېر مهم دی او بايد په رعايتولو کې يې هم ځانګړې پاملرنه وشي هغه اعتدال دی،پدې اړه الله ج فرمايي: ژباړه،( په تحقيق سره انسان مو په  بهترين نظم، اعتدال او ارزش پيدا کړ. التين: ۴) اخځليک: هدف زده کړه او بری، محمد ابراهيم شينواری، دويم مخ، ۱۳۹۵ ل کال.

 اعتدال اصلا د افراط او تفريط پر وړاندې مبارزه ده. افراط په يو شي کې زياتي کولو ته وايي او تفريط يو شي ته ټيټ ليدل او کم کتلو ته وايي او دا دواړه ددې لامل کيږي چې د ځينو کړنو، عملونو، پرمختګونو او جوړښتونو مخه ونيسي او د ګډوډۍ لامل يې وګرځي. تعليم او تربيه چې د انسان روح او روان سره سر و کار لري له افراط او تفريط څخه لرېوالی ډېر ښه اغېز او پايله لري. افراط له حده ډېر زياتی منځ ته راولي او تفريط له حده ډېر کمی او تشه منځته راولي، موږ په ټولنه کې هغه ډول انسانانو ته اړتيا لرو چې په هېڅ ډول د افراط او تفريط پلوي خو لا څه چې اصلا پدې اصطلاحاتو بيخي باور او عقيده ونلري. اخځليک: اصول تعليم و تربيه اسلامي، بخش اول، پايګاه جامع استاد شهيد مرتضی مطهري)).

 هغه ښووونه او روزنه چې د افراط او تفريط باد وهلې وي، هېچېرته يې سمه پايله نده ورکړې، بلکې د ټولنې، د نظام، د دولتونو، تعليمي، فرهنګي او اقتصادي جوړښتونو د له منځه تللو او نړېدلو لامل شوی دی، افراط او تفريط فکرونه خرابوي او د فکرونو په خرابۍ سره زموږ ټول عقيدوي، دوديز او روزنيز بنسټونه له جدي ګواښ سره مخامخ کيږي، داسې ټولنه کې د اصلي اساساتو ځای جعلي او پردي اساسات نيسي، موږ بايد خپل زده کوونکي په اسلامي او افغاني اصلونو وروزو او د هر ډول افراط او تفريط پر وړاندې جدې مبارزه او مجاهده ته وکړو.

د شريعتمداري د ښوونې او روزنې فلسفي اصول 

لکه څنګه چې تاسو هم پوهېږئ اړين ښوونيز او روزنيز درسونه د ښوونکي له فلسفي اصولو څخه شمېرل کيږي، همدارنګه د يونسکو په نړيواله سپارښتپاڼه کې هم د ښوونې او روزنې فلسفه د درسي اړينو توکو په شکل راغلی دی او همدارنګه ښوونکی د ښوونې او روزنې د نظام يو له بنسټيزو عنصرونو څخه دی او د ښوونکي  د رول او ځای په اړه ډېری پوهان ځانګړې عقيده لري ، ښه ښوونکی له ځان سره ښه ښوونيز او روزنيز نظام لري. د شريعتمداري دغه کتاب چې د تعليم او تربيې بېلا بېلو برخو ته پکې ځای ورکړی شوی دی په شپږو څپرکو کې د(پي، ډي،اېف) په بڼه چاپ شوی دی.اخځليک: داکتر علي شريعتمداري، اصول و فلسفه تربيت.

اخځليکونه:

۱ـ مجله پرسمان، ۱۳۸۷ه ش، شماره ۶۴.

۲ـ   انتشارات علامه محمد تقي جعفري.

۳ـ اصول تعليم و تربيه اسلامي، بخش اول، پايګاه جامع استاد شهيد مرتضی مطهري.

۴ـ داکتر علي شريعتمداري، اصول و فلسفه تربيت. 

۵ـ هدف زده کړه او بری، محمد ابراهيم شينواری، دويم مخ، ۱۳۹۵ ل کال.

۶ـ هدف زده کړه او بری، محمد ابراهيم شينواری،۱۱ مخ، ۱۳۹۵ ل کال.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب