سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبکره کتنهپه «بنجاره هټۍ» کې څه دي؟| همایون بهادري

په «بنجاره هټۍ» کې څه دي؟| همایون بهادري

٬٬د ځينو ډاکټرانو او عزراییل ترمنځ توپیر په دې کې دی، چې ډاکټر په پیسو د سړي ساه اخلي او عزراییل په وړیا دغه کار سر ته رسوي.٬٬(د بنجاره هټۍ: ۱۳ مخ)

پورتنۍ خبره د استاد کاتب پاڅون ده، چې د بنجاره هټۍ طنزي ټولګه کې یې د ډاکټرانو په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.

د بنجاره هټۍ د ټولنیزو طنزونو هغه ټولګه ده، چې کاتب پاڅون په (۱۳۷۶ ل) کال، په پېښور کې د دانش خپرندویې ټولنې لخوا په (۸۴) مخونو کې چاپ کړې ده.

د بنجاره هټۍ له نامه سره یې د منځ پانګې (طنزونو) تړاو هم په زړه پورې دی، که موږ دغه ټولګه سر تر پایه ولولو، نو وبه وینو چې پاڅون خپلو طنزونو ته مناسب نوم غوره کړی دی. ځکه د بنجاره په هټۍ کې هم رنګاـ رنګ څیزونه وي، چې هر څوک ورځي یو څه ترې پلوري. د پاڅون هټۍ ته  هرڅوک ورتلای شي او د خپلې خوښې څیز پکې پیدا کولای شي. ځکه پاڅون د ټولنې هغه وګړي په دې هټۍ کې راټول کړي چې ټولنه تر بل هر څه ورسره زیات لاس او ګرېوان ده. لکه: ډاکټر، قصاب، رییس، دوکاندار، مامور لیکوال او…

په دې هټۍ کې ټول (۱۱۷) د کیسه ګۍ په فورم کې ټولنیز طنزونه دي، چې ټول یې د ټولنې د هغې بدمرغۍ ښکاره کوونکي دي، چې زموږ ټولنه اوس (۱۳۹۸ ل) کال کې هم نه ده ترې خلاصه. اوس هم زیات لیکوالان دې ته ورته غږونه پورته کوي؛ خو له بده مرغه چې د پاڅون په څېر د دې لیکوالو غږ هم څوک نه اوري.

په پورته یادې هټۍ (د بنجاره هټۍ) کې طنزونه په یوه نوي طرز او ډول لیکلي دي، چې دلته یې په درېو لویو برخو وېشو: لومړۍ برخه هغه طنزونه دي چې هر یو یې تر ځانګړي عنوان لاندې دي؛ لکه: ورکشاپ، ترکاري، د خبرو سوژه، پسرلی، تیل او… دا طنزونه د کیسه ګیو غوندې لنډ لنډ دي.

دویم هغه دي چې د ( ماشومانو خبرې) تر سرلیک لاندې  د کتاب په ځينو برخو کې راوړي، چې دا بیا تر ټولو جالبې او نوې خبرې دي، د دې خبرو ډول یې د اېراني طنز لیکوال پروېز شاپور کارکلیماتورونو یا هم د وین ډایر غوندې جملې دي. چې په لږو کلماتو کې یې ډېرې خبرې راوړې دي، لکه:

  • بشر د خپل تمدن په مرسته د نابودۍ کندې ته ورنیږدې کېږي.
  • ژبه یوه ټوټه پسته او بې هډوکو غوښه ده، خو ګوزار یې له فولادي خنجر څخه هم کلک او زورور دی.
  • درې شیونه د انسان د نیکمرغۍ سبب ګرځي: لومړی واسطه، دوهم پیسه او دریم مېلمستیاګانې.
  • ژوند هغه قرض دی، چې په مرګ خلاصېږي. (د بنجاره هټۍ: ۵ـ ۸ـ ۱۸ـ ۵۶ مخونه)

د پاڅون دې طنز ته پسې ګورئ، چې پورتنۍ خبرې د ماشومانو له خولې راته کوي. په داسې حال کې چې موږ دې ته ورته خبرې د غربي پوهانو له قوله کوو… خو د بنجاره هټۍ کې داسې خبرې ماشومان راته کوي چې له لویانو څخه یې هم په اسانۍ نه شو اورېدلی. ماشومان یې داسې راته ګویا کړي چې د ژوند په ارزښت مو هم پوهوي او دا چې ده کوم نوم ورکړی، د لویانو تر خبرو زیات اغېزناک دی.

درېیم بیا کړتې پړتې او اوتې بوتې: چې دا هم د ماشومانو خبرو ته ورته دي، خو په دې کې بیا د خندا برخه تر هغې یو څه زیاته ده او زموږ د ټولنې د ژوند انځور دی، لکه:

  • که د تیلفون جوړونکی په دې پوهېدلای چې په رسمي د فترونو کې به د ټیلفون غوږونه په عشقي مرکو او شخصي کارونو باندې کڼیږي، نو د ټيلفون له جوړولو به یې توبه ایستلې وه.
  • پخوا به هوا خوري د معتبرانو وه، خو اوس د بیو د لوړوالي له کبله غریبان هوا خوري.
  • مخکې به د مامور او معلم قدر کیده، خو اوس خل�� د قصاب او نانوای سلام ته ورځي.
  • د ښځو له مرکې نه مخه ښه اوږده وي، په دې ډول که چیرته دوه ښځې پوره دوه ساعته خبرې وکړي، نو ځلور ساعته یې مخه ښې ته په کار دي.

په پاسنيو کړتوـ پړتو کې داسې خبرې دي، چې زموږ په ټولنه کې په زیاته پیمانه پیداکېږي. لکه د بیت المال یا د بل مال یوه موقع بلل او له هغې څخه ناوړه استفاده کول. چې پاڅون دې پېښې ته تر بل هرچا ښه ځير شوی دی. پاڅون له طبقاتي نظام سره هم نه دی جوړ، د بډایو په بې انصافۍ لیدو زړه خوري او د ټولنې غریبان یې تر زړه ختلي وي. او د دې پېښو تر څنګ یې زموږ په نظر وړې خو په حقیقت کې ناوړه پېښې لکه: بې ځایه خبرې، دوروغ او… یې هم په خپل طنزي ذره بین سترې کړې دي.

پاڅون صاحب د پښتو ژبې عزیز نسین دی، چې د ټولنې په اړه د دواړو نظرونه هم تر یوه حده سره ورته دي. او موضوعګانې یې هم نیږدې یو شان دي. یو توپیر یې دا دی چې د نسین طنزونه نسبت پاڅون ته کیسه‌ایز او انځوریز دي. خو د پاڅون صاحب بیا زیاتره لنډ او تعریفي دي. لکه نسین چې (یو بهرنی په استانبول کې) په نوم کوم ریښتنی مامور راپېژندلی، پاڅون تر هغې په نوې بڼه را پېژندلی دی. وایي: مامور … ماه میاشتې او مور هم مېږي ته وایي. او په اصطلاح کې مامور هغه مېږی دی، چې پوره یوه میاشت د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورنیمو بجو پورې بې له دمې کار کوي، خو د میاشتې په پای کې دومره معاش تر لاسه کوي چې د یو رښتیني میږي ګوزاره به هم ورباندې ونه شي. دا زموږ هغه مامور راته تعریف شوی چې بډي خور نه دی او د وطن مینه یې زړه کې پرته وي.

د بنجاره هټۍ له لوستلو خوند اخلو، ځکه پاڅون صاحب هغه وګړي چې د ټولنې لپاره د سرطان دانې دي او په ټولنه کې شر او فساد خپروي داسې را پېژندلي چې تر لوستو وروسته د یو ښه او په تول پوره طنز نوم ورکولی شو. پیل کې یې موږ په لوستلو هېڅ داسې فکر نه کوو، چې په پای کې به هغه څه پېښېږي، کوم چې پاڅون راوړي دي؛ لکه: په ورکشاف طنز کې چې دی موږ ته د بې نظمۍ او ګډوډۍ زیانونه په غیرې مستقیه توګه داسې بیانوي، زه یې هم کټ مټ راخلم.

ورکشاپ

ورکشاپ له دوه ترکیبونو یانې «ورک» او «شاپ» څخه جوړ شوی دی. چې ورک ته په دري ژبه کې ګم هم وایي او شاپ لاتینه کلیمه ده چې هټۍ ته ویل کېږي.

اوس نو په پټوسترګو ویلای شو، چې ورکشاپ هغه هټۍ ده چې هرڅه پکې ورک وي، او که ورک نه وي نو د ترمیم له پاره د سامان الاتو او واسطې پکې میاشتې، میاشتې د جوړېدو انتظار باسي. او ډېر ځله داسې هم پېښېږي چې د ترمیم له پاره د سامانونو پرزې پکې ورکېږي. ( دبنجاره هټۍ: ۸ مخ)

که د ورکشاپ پورتني تعریف ته لږ ځیر شو، نو دا راته څرګندېږي چې بې نظمي او ګډوډي د دې سبب کېږي، چې په ژوند کې مو د ډېرو نورو کارونو مخنیوي تر څنګ به مو وخت هم بې ځایه مصرف شي. نو په کار ده چې د پاڅون صاحب دغه نصیحت باندې غور وشي تر څو عملي یې کړای شو.

د بنجاره هټۍ طنزونه ځکه په زړه پورې دي چې لنډ او نثر یې هم خوږ دی. دغه ټولګه (د کتاب ګټې) باندې پیل او په (توی څه ته وایي؟) طنز باندې پای کېږي. یوه ستونزه چې زیاته پکې تر سترګو کېږي هغه د پښتو یاګانو ده. ښایي دا ستونزه په هغه وخت کې دومره جدي نه وه لکه اوس.

لنډه دا چې، پاڅون د خپل وخت ټولنه ښه را پېژندلې ده، چې لیکوالان یې د کیفیت په ځای د کتابون کمیت ته خوشالېدل، د مامورینو زیات رشوت خوړل، په لږ څه باندې زیات غره کېدل، د ناپوهه ډاکټر، بې کیفیته او زیاتو درملو څخه هم سر ټکولی او له داسې زاویې یې ورته کتلي چې د عادي سړي کار نه دی. دی وایي: «له هغې ورځې چې ډاکټران او درملتونونه ډېر شوي، ناروغان هم ډېر شوي دي» ( د بنجاره هټۍ: ۵۴ مخ) او دې ته ورته بدبختۍ یې راته ښودلې دي.

د بنجاره هټۍ کې طنزونه په نوې بڼه راغلي دي چې په لوستلو یې هېڅ نه ستړیږو، موږ ته د تفریح ترڅنګ ښه نصیحت هم کوي. چې زیات یې د تعریف له لارې داسې راپېژندلي چې نیوکه پرې کوي، خپلې تېروتنو ته مو ځیرکوي او خندوي مو هم، چې زموږ لپاره  ثواب او هم خرما ده.

پاڅون له رشوت خوړلو څخه ډېره بده وړي، دی وايي: د جیب وهونکي او بډي خور ترمنځ توپیر په دې کې دی چې جیب وهونکی په ګڼه ګوڼه او بډي خور په پټ او ګوښه کې د خلکو جیبونه وهي.

په پای کې د پاڅون صاحب د بنجاره هټۍ څخه څو لنډې ویناوې:

  • غل یوازې پیسې او سامان پټوي، خو ادبي غل انسانان پټوي.
  • کم عقل: هغه څوک چې بې واسطې د کوم کمیسون پرېکړې ته سترګې په لار وي.
  • ادبي غلا دې بې ادبانو کار دی.
  • یوازې هغه څوک چې کار د کار اهل ته نه رسوي، هغه واسطه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب