Homeادبلنډه کیسهتصور/ حقانیار

تصور/ حقانیار

ارمان او میني مې نن له ښوونځي څخه د دوبي د رخصتیو ړومبۍ اونۍ پيل کړه. څاښت و، د باندي د لرګيو پر چوتره پښتو کتابونو بوخت کړي ول. ورغلم، هماغلته مې زیړې لمر ته ور سره ډ‌‌‌‌‌‌ډه ووهله.

د یوه کتاب پاڼې مې تر له واړولي، لوستلو ته مې ځان جوړ کړ. نه پوهیږم څرنګه مې پر حویلۍ برسیره د شنکې اسمان په نس کې له وریځو جوړي یوې ښکلې منظرې ته ور پام سو. يو څه یې را په یاد کړل، خوښه مې سوه، په مبایل مې عکس واخیست.

د هلک و نجلۍ مې ور پام کړل، ومې پوښتل، شکل یې څه ‌‌‌‌‌‌شي ته ورته درته ښکاري؟
لورکۍ مې سم د واره را غږ کړل:
—  لکه دانګریزي وې (V) هو، کټ مټ همداسي.
ارمان په یوه اوږده چوکۍ غځيدلی و، پښې یې سره را ټولي کړې، را غبرګه یې کړه:
— ماته خو لکه وای (Y) داسي ښکاري.
خور و ورور پر خپله خبره ټينګ سول، ور پسې یې مخ ماته را واړاو. په یوه غږ یي وویل:
— ابا جانه؛ ته څه په کې وایې؟
ورته ومسکیدم ومې ویل:
— دواړه سم وایاست، خو په لومړي نظر ماته داسي و ایسېده لکه
دلرګي اچه، په کوچنوالي به مې د لینده (غولکې) لپاره کاروله.
دواړو کټ کټ وخندل، ویې پوښتلم:
— اچه څه شی ده؟
د چوترې بلي خواته د مڼې د وني تر نورو یوه لوړ خاښ ته مې چپ لاس ونیو، د یوې څانګي، دوه خاښې ته مې د اشارې ګوته سیخه کړه.

دوی دواړه دقېق وني ته ځير سول، سره و مسیدل. ګومان کوم په خبره مې سم ونه پوهیدل..
پورته مې لمر ته وکتل، سترګي مې وبرېښېدې، بې واکه پټي سوې، حافظې مې د کوچنوالي په لینده پسې لالهاند کړم، تصویرونو او ورسره تړلیو خاطرو یې ور کښ کړم. په یوه څرک هان د خپل کلي کور و باغچو او د کاریزونو له رڼو اوبو ‌‌‌‌‌‌ډکو لښتیو ته څيرمه د چنارانو و نهالخانو ته و رسیدم..

چې را و ګرځيدم سترګي مې روڼې کړې دوی نه وو، کتابونه یې خلاص لمرته پراته وو، ، خو غږ یې اورېدل کېده. کیڼ لوري ته مې مخ واړاو ومې لیدل، دواړه د مڼې وني ته ختلي ول.

پورته مخامخ مې د اسمان لمن و څارله، د ووړي نري شمال هاغه له وریځو جوړ ښکلی انځور تری تم کړی و…

ستوکهلم
کال 2019، د جون 17 مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...