جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ځایونو نومونه / اسدالله غضنفر

د ځایونو نومونه / اسدالله غضنفر

په ځينو راپورونو کې ممکن واورو چې مثلا په چاردرو کې خلک برښنا غواړي؛ یا د چاردرو سړک پخېږي.

زه د کندوز په همدې ولسوالۍ کې دنیا ته راغلی یم او د ګڼو کلیو له نومونو سره یې بلد یم. ځدراڼ، ختای، باسوس، چوراق، خروټي اوعیسی خېل د چاردرې د ځينو کلیو نومونه دي چې معمولا وایو: ځدراڼو ته تللی وم یا له باسوسو راغلم. دغه کلي د پښتنو او اوزبکو په قومونو پورې منسوب دي او په همدې وجه یې د نوم د اخیستلو په وخت د پښتو د جمعې قاعده په نظر کې نیسو.

د چاردرې په کلمه کې ممکن د څلورو درو تصور د دې سبب شي چې ووایو: له چاردرو راغلم یا چاردرو ته تللی وم. البته، دلته څلور درې نشته او د دې سیمې ډیر اوسېدونکي دغه (واو) نه ورکوي؛ دوی وایي: چاردرې ته تللی وم.

موږ ګلدرې، اناردرې، یا مثلا آبدرې ته هم (واو) نه ورکوو خو د چاردرې په برخه کې د څلورو درو تصور ځينې کسان دې ته هڅوي چې د جمعې قاعده ورباندې تطبیق کړي.

په خبرونو کې ډیر ځله لولو: په بامیانو، تالقانو یا سمنګانو کې. دلته هم ځکه ( واو) پې زیاتوو چې د جمعې ګومان مو ورباندې کړی دی. خو بغلان چې په رښتیا درې بغلانه (زوړ، نوی او صنعتي) دي، بې واوه وایو، په بغلانو کې، نه وایو. په بدخشانو، یا په لغمانو کې هم نه وایو. دا ولې؟ ځکه چې د بغلان، بدخشان یا لغمان وروستی سیلاب د جمعې نخښه نه لري. شان، لان او مان د جمعې علامې نه دي مګر یان، ان او ګان د جمعې نخښې دي.

موږ د خلکو په خبرو کې اورو چې وایي، د کابل په اندرابیو کې، په تایمنیو کې، د کابل په شیوکیو کې، د پیښور په باغوانانو کې، د پیښور په کبابیانو کې، د پروان په بایانو کې، په بګرامیو کې، په روداتو کې، په خنجانو کې…

رودات، باغوانان، بایان او کبابیان د جمعې اسمونه دي ځکه خو (واو) ورباندې اضافه شوی دی. د کابل تایمني مېنه هم شاید په دې خاطر له (واو) سره راشي چې (تایمني) په اصل کې د غور د یوې قبیلې غړیو ته وایي. خو په (شیوکي) او (بګرامي) ولې (واو) اضافه کیږي؟ وجه یې ممکن دا وي چې (بګرام) د یو ځای نوم تصور شوی او بګرام ته منسوب سړی (بګرامی) تصور شوی دی. څرنګه چې (بګرامي) یې جمع ده نو د جمعې قاعده ورباندې تطبیق شوې ده. شیوکی به هم د شیوکيو مفرده بڼه تصور شوې وي.

په مخزن الاسلام کې اخوند درویزه د پیرروښان د ذکر په وخت لیکي:(دغه پسه یې نیت وشه، وتیراه وته روان شه، دغه غر له علقه پلی، کل تیراه یې مریدان شه. ولې زیات وو تیراهی له عقله پلی.) دلته ګورو چې اخون درویزه (غر) د غره د اوسېدونکو په معنا اخیستی دی. په پښتو خبرو او لیکنو کې د دغسې تمایل مثالونه په اسانه پیدا کیږي.

تردې ځایه دې نتیجې ته ورسېدو چې موږ په فقرو او جملو کې د ځینو ځایونو نومونه ځکه بدلوو چې د سیمې نه بلکې د سیمې د اوسېدونکو تصور راسره وي، یا دا چې وروستی سیلاب یې د جمعې د نخښې غوندې وي او یا په یو بل علت اسم راته جمع ښکاري. مثلا چاردره ممکن په ذهن کې په څلورو درو وژباړو. په لنډیو کې اورو:

په تاترو راشه جانانه

د خیبر لارې اپریدو نیولې دینه

ما ګومان کاوه چې د تاترو او اپرېدو د هم قافیه کېدو په خاطر (تاتره) تاترې شوې ده خو وروسته مې په ګلشن روه کې د تاریخ مرصع په اقتباس شویو پاڼو کې هم ولوستل چې (د یوسفزیو ولس د تحترو او شلمانیو په غره راغلل.) اوس ګومان کوم چې (تاترې) ته مو یو نیم ځای ځکه واو ورکړی چې سیمه نه بلکې د هغې اوسېدونکي مو په ذهن کې وو. شلمان د تاترې غوندې د سیمې نوم دی، مګر د تاریخ مرصع لیکوال بهتره ګڼلې ده چې د مکان په ځای مکین یاد کړي.

پیروګی، روښان، کنډه لغ او پناه ګیر د غزني د قره باغ ولسوالي د څلورو کلیو نومونه دي. د هغه ځای خلک وایي چې له : پیروګي راغلم؛ له روښانه راغلم، له پناه ګیرو راغلم او له کنډه لغو راغلم.

دوی ته (پیروګی) او (روښان) خلک نه بلکې ځای وریادوي، د پناه ګیر کلمه هغه خلک وریادوي چې یو ځای یې پناه اخیستې وي او کنډه لغ ته به شاید ځکه (واو) ورکوي چې د وروستي سیلاب تلفظ به یې ورته اسانه کیږي.

که د کنډه لغ د (واو) په باره کې زما شک سم وي نو ویلای شو چې د تلفظ اسانه کېدلو ته تمایل یو بل هغه علت دی چې د ځینو سیمو په نومونو ممکن د (واو) توری ورزیات کړي.

په جملو او فقرو کې په ځينو جغرافیایي نومونو د (واو) د اضافه کولو د علتونو په اړه یو څه دقیقه خبره هغه وخت ممکنه ده چې د سیمو د نومونو لا زیات مثالونه ولرو او دا هم معلومه کړو چې دا نومونه ټول خلک بدلوي، که ځینې خلک. زما په ګومان لږ شمیر خلک (چاردرې) ته واو ورکوي، کنډه لغ هم ځينې له واو سره وایي او ځينې بې واوه. تالقان، سمنګان، بامیان، بګرامي، شیوکي او تایمني د خلکو په خبرو کې کله (واو) لري او کله نه.

(مردان) په ظاهره د (مرد) جمعه ده خو هیڅوک نه وایي چې : مردانو ته تللی وم. له دې څخه دا نتیجه راوځي چې په دې برخه کې د قاعدې وضع کول اسانه نه دي او دا شی مختلف تاریخٍي، اجتماعي، کلتوري او ژبپوهنیز دلایل لرلای شي. نن سبا خلک (تاترو ته تللی وم) نه وایي. د دې معنا دا ده چې اوسني خلک د تاترې د اوسېدونکو مفهوم په ذهن کې نه لري. د مردان په برخه کې هم ممکن د وخت په تېرېدو سره دغسې تغییر راغلی وي.

شاعر او ژورنالست احمد تکل چې د میدان وردګ ولایت د نرخ اوسېدونکی دی، راته ویل چې د دوی په ولسوالي کې (بادام ) د یوه کلي نوم دی. د نرخ خلک دې ځای ته (بادام کلی) وایي خو کله چې د کابل د جګړو په وخت ځینې پخواني نرخیان خپلې اصلي ولسوالۍ ته ستانه شول، دوی به کله کله نوموړی ځای د ( بادامو کلی ) باله او د نرخ نورو اوسېدونکو ته به دا خبره عجبه ښکاریده. دغه مثال راښیي چې د نرخ اوسېدونکو دغه کلی بادام نومي کس ته منسوباوه مګر له کابله ورغلیو خلکو د بادام میوې ته منسوب کړی وه، او په همدې وجه یې په فقرو او جملو کې ( واو ) ورکاوه.

سوال دا دی چې د معیار د ژبې لپاره د ځایونو د نومونو په اړه باید څه وکړو؟

دې پوښتنې ته زما ځواب دا دی چې کوم نومونه د ولس په ژبه کې بې واوه هم راځي، هغه باید بې واوه ولیکو او معیار یې وګڼو. په تالقانو کې، په بګرامیو کې، په سمنګانو کې، په بامیانو کې، په بایانو کې، په چاردرو کې، په روداتو کې.. پکار ده ناسم وګڼو.

هغه نومونه چې خلک یې خامخا له ( واو ) سره راوړي، له ( واو ) سره غیرمعیاري نه شو بللای. په پیښور کې ګومان کوم خلک نه وایي چې (باغوانان ته تللی وم.) موږ هم مجبوریو ولیکو چې: باغوانانو ته تللی وم. مګر په پیښور کې یو شمیر خلک وایي ، کبابیان ته تللی وم. بهتره دا ده چې په لیکنۍ ژبه کې کبابیان ته واو ورنه کړو.

د هغو ولسوالیو په برخه کې چې خاص قام ته منسوبې دي، زما وړاندیز دا دی چې (واو) به ورکو خو که (ولسوالي) کلمه هم ورسره راوړو، لا به بهتره وي. مثلا د غزني په اندړو ولسوالي کې، د خوست په صبریو ولسوالي کې، یا د پکتیا په ځاځیو ولسوالي کې. دلته د ولسوالي د کلمې د راوړلو ګټه دا ده چې په غزني، خوست او پکتیا کې خو به اندړ او ځاځي په نورو سیمو کې هم اوسي او یا په دغو ولسوالیو کې ضرور نه ده چې بې اندړو، بې صبریو او بې ځاځیو بل څوک نه وي.

ځينې کسان لیکي چې (د غزني د اندړو په ولسوالي کې) خو بهتره دا ده چې (د غزني په اندړو ولسوالي کې) ولیکو ځکه د ولسوالۍ او د هغې د نوم رابطه د صفت او موصوف رابطه ګڼلای شو نه د مضاف الیه او مضاف رابطه.

مضاف او مضاف الیه له یو بله بېلېدای شي خو صفت او موصوف له یو بله نه بېلیږي. بله دا چې صفت او موصوف معمولا د ( ده او دی) د فعل په ذریعه سره وصلیږي خو مضاف الیه او مضاف معمولا د ( لرل ) د فعل په ذریعه سره په یوه جمله کې پېیل کیدای شي. ( د تورپېکۍ نانځکه) یو اضافي عبارت دی. دلته کولای شو چې نانځکه له تورپېکۍ بېله کړو خو په (کندهارۍ نجلۍ ) کې له نجلۍ څخه د هغې صفت نه شو اخیستلای. مونږ لیکو چې ( نجلۍ د کندهار ده.) او ( تورپېکۍ نانځکه لري.) مونږ وایو چاردره ولسوالي ده. کابل ولایت دی.

نو سمه خو دا ښکاري چې د کابل ولایت ونه لیکو، بلکې کابل ولایت ولیکو لکه ( د شین اسمان ) چې نه لیکو او ( شین اسمان ) لیکو. په دې اساس ( د اندړو په ولسوالي کې ) نه بلکې ( په اندړو ولسوالي کې ) سم ښکاري.

د ( میدان وردګ ) په مرکبه کلمه کې که د ولایت کلمه ورزیاته هم نه کړو پروا نه کوي . په میدان وردګ ولایت کې یا میدان وردګ کې ، دواړه یو شان دي، خو د (واو) زیاتول ځکه سم نه ښکاري چې دلته د قام ( وردګ) کلمه له بلې کلمې سره (میدان) یو ځای شوې او نوی ترکیب یې رامنځ ته کړی دی. د ادم خیلو دره د اردو مطبوعاتو تر اغیز لاندې د ګڼو خلکو په خبرو کې دره ادم خېل شوه او دلته چې یوه بله کلمه ورنه جوړه شوې ده، دا سمه نه ښکاري چې ( خېل) ته یې واو ورکړو.

ځوان ژورنالیست او کیسه لیکوال غزا نور غزا رانه یوه ورځ پوښتنه وکړه چې د (ننګرهار په شېرزاد کې) ووایو که (د ننګرهار په شېرزادو کې) ؟ زما ځواب ورته دا و چې ځينې خلک واو نه ورکوي نو بهتره ده همدا معیار وګڼو. مګر اوس مې نظر بدل شوی دی. زه چې د ننګرهار نه یم، شیرزاد د قام په ځای د یو کس نوم رایادوي او په همدې وجه یې بې واوه ویل راباندې بد نه لګېږي، مګر د ننګرهار اوسېدونکو ته شیرزاد یو قام وریادوي او بې واوه یې نه وایي. دلته بهتره ده د قامي نومونو لپاره عامه قاعده ولرو او د ننګرهار په شیرزادو ولسوالي کې ولیکو.

د خارجي قومي- جغرافیایي نومونو په برخه کې پکار ده چې له ( واوه) تېر شو او نور د اسراییلو خارجه وزیر نه بلکې د اسراییل خارجه وزیر ولیکو.

په جملو او فقرو کې جغرافیايي نومونه یوازې په ( واو) نه بدلیږي. ځينې ژورنالستان لیکي او وایي چې د ننګرهار په سپین غره ولسوالي کې، خو بهتره ده چې وروستۍ (ه) وغورځوو او ( د ننګرهار په سپین غر ولسوالي کې) معیار وګڼو.

البته، په ډرامه کې، په مکالمو کې او په داستانونو کې دغه پاسنۍ سپارښتنې ځکه نه شي عملي کیدای چې ډرامه لیکونکی او کیسه لیکوال د کرکټرونو او راویانو له خولې ډرامې او کیسې لیکي. زما منظور په خبرونو، راپورتاژونو، مقالو او څیړنیزو لیکنو کې د جغرافیایي- قومي نومونو د معیار موندل او تطبیقول دي.

په تلو تلو کې به یوه بله یادونه هم وکړم چې استاد زیار او نورو په خپلو لیکنو کې ورته اشاره کړې ده. زموږ ځینې ژورنالستان او لیکوال لیکي او وایي چې : د غزني په ناوې کې، د کندوز په چاردرې کې، د پښتونخوا په چارسدې کې، یا د ننګرهار په لعل پورې کې چې بهتره ده : په ناوه کې، په چاردره کې، په چارسده کې او په لعل پوره کې ولیکو؛ ځکه کله چې د ولس په ژبه کې د کلمې هم بدله او هم نابدله بڼه ولرو، نابدله شوې بڼه یې معیار ده.

3 COMMENTS

    • سلام
      استاد غضنفر دغه مطلب ډېر ښه حلاجی کړی خو یوشمیر خلک واو نه دجمعې اونه د مفرد لباره وایی بلکې دلهجې او دوداوفرهنګ د ژبه تړاو دخاورې تمامیت ،دوینی هویت او فرهنګ سره ژبه دملی ابزار د «هویت »په توګه دواړه برخې لری ګدون او ناګدون لکه المانی ژبه اطریش په هېوادکې.په هرحال بحث اوږدیږی.
      خلک وایی کار مې کولو نه کاوه خبر مې اوریدلو نه اورید ډوډۍ مو پخولو نه پخوله داسې نور مثالونه شته چې یوشمیر پپښانه یی وایې معیار خو لا برېږده بې معیاره سیاست او محافظه کاری خو هم حدلری!!!!
      داسې پښتانه هم شته لکه فارسیوان چې دنارینه او ښځینه نومونو ،جمع اومفرد توپیر نشی کولی اوډېرې ژبنۍ ستونزې لری چې املاء او انشا خو د پښتو اکاډمۍ له سرمحقق اوڅېړوندوی نه په داګه کیږی. دکړکیچ په وخت کې پښتوژبه تجارت شوه ستر لیوان ور باندې راګدشول.

  1. د کندهار د ښار ختیځ ته د یوې ګڼی سیمی نوم ” دِه خواجه ” ده.
    د ښار د خلګو عادت ګرځېدلی دی او داسی وائی:
    دِه خواجې یا دِه خوجې ته ولاړم.
    حال دا چی دا اصولاً سم تعبیر نه دی بلکه باید وویل سی چی ” دِه خواجه ته ولاړم “.
    په زړه پوری دا ده چی ما فقط د یوه کس څخه ( چی زموږ له خپلوانو څخه او د دِه خواجه اوسیدونکی ؤ ) سم تعبیر اورېدلی ؤ.
    شاید ددې تکلم علت دا وی چی په کندارۍ لهجه کی د هر مؤنث اسم کومه چی په ( ها) ختمیږی، د غائب یا حاضر ضمیر د یادونی په صورت کی دا ” ها ” د ” ی ” بڼه اخلی.
    مثلاً
    چاینکه می رانیوله
    خو
    د چاینکی لاستی سُست دی.
    امّا
    د ” دِه خواجه یا دِه خوجه ” تلفظ باید خپله بڼه بدله نکړی ځکه دا یو خاص اسم دی او د تلفظ د بدلون سره ئې د مفهوم ښکلا کمزوره کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب