جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسه محرومان (کیسه ګۍ) محمدنعمان دوست

 محرومان (کیسه ګۍ) محمدنعمان دوست

چې سهار چای ته سره راټول شول؛ کوچینۍ جمیلې غږ کړ:

مورې! د شپې مې پلار سره ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډک پلاستیک انار و. یو 

غټ یې ما ته راکړ. ‌‌‌‌‌‌ډير خوږ و.

نور ماشومان داسې خوشاله شول، لکه شیبه وروسته چې دوی ته هم خپله برخه رسیږي.

د مور سترګې یې یوه شیبه په جمیلې ګنډلې پاتې شوې، شونډې یې بې واره رپيدې. یو دم یې غیږ کې ونیوله او بیا یې په چیغه وویل:

زما یتیمې لورکۍ، دا خوب به دې هیڅ رښتیا نشي.

او له دې سره ټولو ماشومانو داسې چیغې کړې لکه کوم ظالم چې یې له لاسونو خواږه انار وتښتوي.

 ۱۳۹۸، د تلې ۲۸مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب