دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزاغېزناکې اړیکې | احمد جمالزی

اغېزناکې اړیکې | احمد جمالزی

اړیکې ټينګول په ټولنه کې د ژوند کولو لومړنۍ اړتیا ده. هېڅوک هم په یوازې توګه خپلې ټولې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، له دې امله د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پوهاوي او له یو بل سره اړیکو ته اړتیا تر ټولو ډېره ده. له پیدایښته تر ننه انسانانو د ښو اړیکو ټينګولو یا ښه پوهاوي لپاره بېلابېل وسایل کارولي؛ لکه اشارې، ژبه او لیکل. انسانان په لومړیو کې د خپل نظر او پیغام استولو لپاره له ډېرو ستونزو سره مخ وو. د یوه لیک استولو او د هغه د ځواب ترلاسه کولو لپاره به په اونیو او میاشتو په تمه وو، خو تر هغه وروسته یې هڅه وکړه چې دغه پروسه لا ډېره اسانه شي. که اړیکې په داسې ډول ټينګې شي چې د لېږدوونکي او اخیستونکي په ذهن کې د لېږل شوي شي لپاره معنا جوړه شي، دغه اړیکې او پوهاوی بشپړ بلل کېږي؛ که هغه مخامخ یا شفاهي وي یا هم له بلې لارې یا غیر شفاهي.

د اړیکو تعریف:

اړیکې (Communications): دغه کلمه لومړی ځل رومیانو کارولې، خو د کلمې ریښه لاتیني ده چې له Communis  څخه اخیستل شوې او د تفاهم او فکر شریکولو معنا لري.

اړیکې هغې پروسې ته ویل کېږي چې لېږونکی د یوه ارتباطي مسیر له لارې اخیستونکي ته پیغام استوي. که بېخي اسانه ووایو؛ له یوه ځای، شخص او ګروپ څخه نورو ته د معلوماتو لېږل اړیکې بلل کېږي.

اکسفورډ ډېکشنري اړیکې داسې تعریفوي: د خبرو کولو، لیکلو او نورو وسایلو په کارولو سره د معلوماتو داسې راکړې ورکړې ته اړیکې ویل کېږي چې نظرونه او احساسات په بریالۍ توګه پکې شریک شي.

اغېزناکې اړیکې: اغېزناکې اړیکې هغه اړیکې دي چې د پیغام ترلاسه کوونکي ته د لېږونکي موخه په سمه توګه ولېږدول شي.

د اړیکې یا پوهاوي پنځه اساسي عناصر

لېږونکی: هغه کس دی چې د ویلو، لیکلو له لارې یا هم په ناشفاهي توګه خپل پیغام اخیستونکي ته رسوي.

رمز: پیغام یا هغه خبر چې استول کېږي، باید د نښې یا شکل په ډول جوړ شي. نښې او شکلونه په خپله کومه معنا او مفهوم نه لري؛ خو کله چې د هغه لپاره د یوه متقابل ټولنیز تړون له مخې ځانګړی مفهوم په پام کې ونیول شي، بیا لېږونکی د پیغام محتوا چې د رمز (کلمو، شکلونو او نښانو) په ډول ده؛ په لیکني، تصویري او شفاهي ډول پیغام‌اخیستونکي ته لېږي. 

هغه مسیر چې د هغه له لارې پيغام استول کېږي: د لېږونکي او اخیستونکي تر منځ د پیغام د لېږلو طریقو ته ارتباطي مسیر وايي؛ لکه اېمېل، پیغام، زنګ وهل، کتاب، ورځپاڼه او نور…

د پیغام یا ذهنیت پرانیستل: پیغام هغه وخت اخیستونکي ته د فهم وړ کېږي چې هغه د رمزونو او نښانو له حالته د درک او پوهې وړ نښانو ته واوړي. د پیغام اخیستونکی د حواسو او اعصابو د سلسلې له لارې ترلاسه شوی پیغام مغز ته وړي او هلته یې د رمز او کود له حالت څخه وباسي، وروسته بیا د پام وړ مفهوم درک کوي. 

اخیستونکی: هغه کس دی چې پيغام پر هغه اغېز کوي یا هغه ته د پوهاوي لپاره لېږل کېږي او د هغه د چلند د بدلون یا بل څه لامل کېږي. په دغه حالت کې بېرته لېږونکي ته غبرګون هم شته، تر څو هغه ته یې د خپل پیغام اغېز څرګند شي. 

د اغېزناکې اړیکې یا پوهاوي ځانګړنې: 

د پیغام بشپړوالی: پیغام هغه وخت بشپړ بلل کېږي چې لېږونکی یې په لېږلو کې لاندې ټکي مراعات کړي.

چا ته؟ د پیغام ترلاسه کوونکي څوک دي؟

څه وخت؟ د پیغام لېږلو مناسب وخت کوم دی؟

څه ډول؟ اغېزناک پیغام څه ډول ولېږل شي؟

ولې؟ د پیغام لېږلو موخه څه ده؟

چېرته؟ پیغام چېرته ولېږل شي؟

د پیغام لنډوالی: په کمو او لنډو کلمو کې خپل پیغام څرګندولو ته د پیغام لنډوالی وایي چې پر مهمو برخو یې ټينګار کېږي.

د پيغام د لنډوالي لپاره باید لاندې ټکو ته پام وشي:

پېچلي اصطلاحات ونه‌کارول شي.

د کلماتو او اصطلاحاتو له بیا بیا تکراره ډډه وشي.

یوازې له موضوع سره اړوند معلومات بیان شي.

پاملرنه: پیغام باید د ترلاسه کوونکي کس له مفکورې سره سم وي.

 د لوستونکي او اورېدونکي د پام جلبولو لپاره لاندې لارښوونې وګورئ:

په خپلو لیکونو او عبارتونو کې د (زما) او (زموږ) کلمو پر ځای پر (تاسو) کلمه تمرکز وکړئ.

داسې عبارتونه او کلمې وکاروئ چې ستاسو له مطلب سره د لوستونکي یا اورېدونکي د لېوالتیا لامل شي او خوند ترې واخلي.

مثبت حقایق ډېر وکاروئ.

د پیغام روښان‌والی: داسې کلمات کارول چې د پیغام ترلاسه کوونکي ته پوره روښانه وي.

د پیغام د روښان‌والي لپاره لاندې لارښوونې وګورئ:

  • ستونزمنې او نا اشنا کلمې مه کاروئ؛
  • د پوهېدو او درک وړ داسې کلمې وکاروئ چې له ځای او حالت سره مناسبې وي؛
  • په لنډو جملو کې مو باید خپله پام وړ موخه ولېږدوئ.

درناوی: په پیغام کې مؤدبانه کلمې کارول او په ویلو او چلند کې د درناوي وړ کلمې کارول مقابل لوري ته د درناوی لامل کېږي، تر څو د مطلب په اړه د پیغام اخیستونکي یا اورېدونکي تمرکز ډېر شي.

په ویلو او چلند کې د درناوي او ادب لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:

په وینا کې مو د مننې او بښنې عبارتونه وکاروئ؛

له مخاطبه مو مننه وکړئ؛

تعصبي کلمې او عبارتونه مه کاروئ.  

د پیغام سم‌والی او رښتین‌والی: سم‌والی یعنې د پیغام سم لیکل او لوستل؛ د کلمو سم تلفظ او په لیکلو کې ګرامري ټکي رعایتول دي، تر څو د ناسمې اخیستنې لامل نه شي. د پیغام رښتین‌والی یعنې له واقعیت او حقیقت سره د پیغام داسې مطابقت چې د لوستونکي، اورېدونکي یا اخیستونکي کس باور جلب کړي.

د سم او رښتیني پیغام د لېږلو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

ستاسو وینا او بیان باید د پیغام‌اخیستونکي له درک او موقعیت سره سم وي.

کومې کلمې او اشارې چې کاروئ، په دقت یې وڅېړئ بیا یې وکاروئ.

تر دې وړاندې چې د پیغام متن ولېږئ، هغه په یو بل چا وګورئ تر څو د کلمو او نښانو کارول تایید کړي.

د پیغام تر ویلو او لېږلو وړاندې د نورو لپاره د خپل پیغام پر رښتین‌والي او ګټوروالي باور ولرئ. 

په اړیکو کې اغېزناکې شخصیتي ځانګړنې: کله مو داسې تصور کړی چې مقابل لوری له تاسو سره په رښتیني او صادقانه ډول خبرې نه کوي؟ دغه تصور مو له هغه سره اړیکې کم‌رنګولای شي. په داسې حالت کې باید د کلکو اړیکو د جوړولو لپاره کومې شخصیتي ځانګړنې مراعات کړئ؟ لاندې د دغو ځانګړنو څو بېلګې بیانوو.

  • رښتین‌ولي: پوهاوی او اړیکې هغه وخت رښتینې کېږي چې د خلکو د افکارو، الفاظو او کړنو تر منځ هېڅ ډول ټکر نه وي. دغه ځانګړنه باید لومړی په ځان کې پیدا شي او وروسته نورو خلکو ته څرګنده شي. رښتین‌ولي د انسانانو تر منځ په اغېزناکو اړیکو جوړولو او د دوه‌اړخیز باور په حس پیاوړي کولو کې تر ټولو اغېزناک رول لري.
  • د مقابل لوري درناوی: د نورو نظرونو ته پام کول مقابل لوري ته درناوی بلل کېږي. له نورو سره داسې چلند وکړئ چې هغوی ستاسو له‌خوا ځان ته د ارزښت او درناوي احساس وکړي.
  • باور: د بشپړو صمیمي اړیکو د ټینګولو لپاره په مقابل شخص کې داسې ډاډ رامنځته کول باور بلل کېږي چې د خوندیتوب احساس وکړي.
  • راز ساتل: په اګاهانه ډول د نورو خلکو د معلوماتو پټ ساتلو ته راز ساتل ویل کېږي.
  • مسوولیت منل: مسوولیت د ضمانت او ژمنې په معنا دی. چا چې د کوم کار د کولو لپاره ژمنه وکړه، په حقیقت کې هغه د کار کولو مسوولیت ومانه.

د مسوولیت‌منونکو کسانو ځانګړنې:

فعال وي؛

پر خپل ځان باور ولري؛

فعالیتونه هدفمند کړي ؛

د ناکامیو د جبران لپاره هڅه وکړي؛

د اړتیا پر مهال انعطاف منونکی وي؛

د ور سپارل شوو کارونو د اجرا په اړه ځواب ووايي؛

د ناکامۍ په صورت کې ماتې ومني او د خپلې ناکامۍ لپاره د توجیه ونه‌لټوي؛

ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره پروګرام جوړ کړي.

د اغېزناکو اړیکو او پوهاوي موخې: 

  • د خپل فکر څرګندول: د اړیکو او پوهاوي په پایله کې خلک د یوه او بل پر پوهه، معلوماتو او فکرونو خبرېږي. 
  • د احساساتو څرګندول: د ارتباطي لارو په واسطه د خپلو احساساتو څرګندول د صمیمانه اړیکو د پیاوړتیا لامل کېږي. 
  • پر مخاطب اغېز: کله چې له بېلابېلو ارتباطي لارو مخاطب تر اغېز  لاندې راشي او مقابل لوری خپل ځان ته را جذب کړي، دا هم د اړیکو او غوره پوهاوي په پیاوړي کولو کې ستر رول لري. 
  • معلومات اخیستل: له خپل چاپېریال او خلکو سره اغېزناکه اړیکه لرلای شو او له دې لارې په کم وخت کې معلومات اخیستلای شو؛ د خپلو خپلوانو او ملګرو پر حال خبرېدای شو او یا هم د معلوماتو د اخیستو په پایله کې له بې‌وزلو او اړو کسانو سره د اړیکو له لارې مرسته کولای شو.
  • د نورو کسانو اړتیاوې پوره کول: هر څوک ځان ته خپلې اړتیاوې لري او د دغو اړتیاوو د پوره کېدو لاره یوازې له نورو سره اغېزناکې اړیکې او پوهاوی لرل دي.

د اغېزناکو اړیکو لپاره لس لارښوونې:

  • منفي اشاري ژبه مه کاروئ

لومړی اغېز وروستی اغېز دی. کله چې اشاري یا بدني ژبه کاروئ، ډېر پام به کوئ. که د پیغام په لېږلو کې تر ۵۰ سلنه ډېره غیر شفاهي یا اشاري ژبه کارول شوې وه او بل کس ته یې منفي مطلب ولېږداوه، ښايي ستاسو د اړیکو پروسه هم ناکامه شي. د اړیکې پر مهال پښې او لاسونه په داسې بې‌ځایه ډول ښورول هم د اړیکو پروسه ناکامولای شي چې د مقابل لوري د حواسو د ګډوډېدو لامل کېږي.

  1. د بل خبرې مه پرې کوئ

د بل کس خبرې پرې کول ناوړه کار دی او هېڅوک یې نه خوښوي. که غواړئ په مشخص وخت کې د کومې مهمې خبرې لپاره د بل چا خبرې ودروئ، په ډېر درناوي او بښنې سره یې خبرې ودروئ.

  1. تر خبرو وړاندې فکر وکړئ

تر دې وړاندې چې پیغام ولېږئ یا خبره وکړئ، ځان د اورېدونکو له ډلې وبولئ. تاسو باید تر توضېح وړاندې د هغو کلماتو د اغېز په اړه فکر وکړئ چې له نورو سره یې شریکوئ.

  1. د اورېدو مهارت

د نورو خبرې اورېدل مهارت دی. که تاسو د ښه اورېدونکي مهارت ولرئ، دا به له تاسو سره د بل کس په پېژندلو کې مرسته وکړي او مناسب مثبت ځواب به ورکړئ. که غواړئ ډاډه شئ چې ستاسو پر خبرو څوک پوه شوي که نه، د خبرو په منځ کې له مخاطبینو پوښتنه وکړئ.

  1. طبیعي اوسئ، هېڅکله دفاعي حالت مه غوره کوئ

ځینې خلک د خبرو پر مهال دفاعي حالت لري؛ کله یې چې څوک تېروتنې ور په ګوته کوي، په دفاعي حالت کې پر مقابل لوري د لفظي برید چمتووالی نیسي. په کاري چاپېریال کې حوصله نه کول دومره ناوړه اغېز لري لکه په عمومي غونډه کې بې‌ځایه خندا. په خلاص تندي هرڅه بیانول او اورېدل د اغېزناکو اړیکو او پوهاوي په برخه کې مهم بلل کېږي.

  1. له موضوع د باندې مه وځئ

هڅه وکړئ پر موضوع خبرې وکړئ، موضوع ته د نا اړوندو موضوعاتو را اوړلو ته هېڅ اړتیا نه‌شته.

  1. پر خپلو نظرونو باور ولرئ

پر خپلو خبرو باوري اوسئ.

  1. د فیډبک یا بېرته ځواب اخیستو ته چمتو اوسئ

اړیکې دوه‌اړخیزه پروسه ده. تاسو باید له بل شخص څخه د ځواب اخیستو ته ډېر پام وکړئ تر څو د بل ځل اړیکې یا پوهاوي لپاره یې له ملاحظاتو کار واخلئ. 

  1. د سمو اړیکو ټینګولو میتود وکاروئ

اړیکې یوازې شفاهي نه دي. تاسو باید د ډېرو اغېزناکو اړیکو د ټينګولو پر میتود پوه شئ. د اړیکو بېلابېل ډولونه بېلابېلو ځایونو ته اړتیا لري.

  1. کلک لاس ورکول

دا وروستۍ لارښوونه ده، خو ډېره مهمه ده. کله چې ځان معرفي کوئ، باید څه ډول لاس ورکړئ؟ کلک لاس ورکول خو ټينګول او فشار ورکول نه، کمزوری او سست لاس ورکول کېدای شي ستاسو پر ځان باور راکم کړي.

د اړیکو یا پوهاوي ډولونه:

اړیکې په ټولیز ډول په څلور ډوله دي: 

شفاهي اړیکې Verbal Communications : په شفاهي اړیکو کې د معلوماتو د لېږد لپاره خبرې او کلمې کارول کېږي؛ لکه پرېزېنټېشن، ویډیويي او ټېلېفوني خبرې، کنفرانس او یا هم د دوو کسانو تر منځ خبرې کول چې دغه ډول پوهاوی یا اړیکه تر ټولو عامه ده. شفاهي پوهاوی یا اړیکه ځکه مهمه ده چې اغېز یې تر نورو ډېر دی. د دغه ډول پوهاوي اړیکه له نورو ډولونو سره پوره مرسته کولای شي. 

د شفاهي اړیکو د لا پرمختګ لپاره ځینې لارښوونې شته چې په لنډ ډول ورته کتنه کوو.

د اړیکو یا پوهاوي پر مهال ډاډه خبرې وکړئ، په ځانګړي ډول کله چې چاته معلومات ورکوئ. هڅه وکړئ غږ مو قوي وي چې ټول خلک یې په اسانۍ سره واوري. د خبرو پر مهال ځان ډاډه کړئ چې ستاسو نظریه د نور لپاره روښانه او اسانه ده، تر څو هغوی پرې پوه شي. قوي او په مناسب اواز خبرې کول له سټرس څخه د خلاصون یوه لاره ده چې پر مقابل لوري اغېز کوي. د مطلب د بیان پر مهال د سټرس نښانې؛ لکه د غږ ټيټ‌والی او لوړوالی، د خولې وچېدل، په خوله کې تر حده ډېرې اوبه را ټولېدل یا په خبرو کې بې‌ځایه درېدل دي.

د مطلب د بیانولو لپاره چمتووالی ونیسئ. که تاسو د مطلب رسولو لپاره چمتو نه وئ، ښايي د بیانولو په جریان کې له بې‌ځایه بندښت، خبرو، بې‌ځایه تکرارونو او نورو اوازونو لکه اه، ام، او سره مخ شئ چې د پیغام او پوهاوي په بې‌اغېزه کولو کې ستر رول لري.

د سختو کلماتو له کارولو ډډه وکړئ، په ځانګړي ډول د پرېزېنټېشن د وړاندې کولو پر مهال د خبرو تر منځ د فکر راټولولو لپاره د ځينو کلماتو کارول لکه: ام، ځکه نو، داسې، یا او داسې نور… دغه کلمې ستاسو د مخاطبینو حواس او فکر بلې خواته اړوي، هڅه وکړئ د دغو کلمو د کارولو پر ځای لنډه ساه واخلئ.

ناشفاهي اړیکې Nonverbal Communications: په ناشفاهي اړیکو یا ناشفاهي پوهاوي کې د معلوماتو د لېږد لپاره اشاري ژبه یعنې بدني حرکات کارېږي. دغه حرکات په ارادي او غیر ارادي ډول معلومات لېږدوي؛ لکه ښوونکی زده‌کوونکو ته ګوته پر پوزه او شونډو ږدي او هغوی ته وايي چې ارام کېنئ. 

د ناشفاهي اړیکو یا پوهاوي د لا پرمختګ لپاره ځینې لارښوونې شته چې په لنډ ډول یې بیانوو.

د خپلو احساساتو د فزیکي‌والي په اړه پام وکړئ چې ستاسو احساسات څومره فزیکي بڼه لري. لکه ته په خپل پرېزېنټېشن یا یو چاته د معلوماتو په ورکولو کې د یوه لوی ښار په اړه د خپلو احساساتو  غبرګون څنګه د خپلې بدني ژبې له لارې بیانوې.

د اغېزناک‌والي لپاره د خپلو ناشفاهي اړیکو یا پوهاوي لپاره تقلید وکړئ. که چېرې تاسو ګټور او ډاډمن بدني حرکات یا بدني ژبه ولیده، هغه د خپلې ناشفاهي اړیکې یا پوهاوي لپاره هم وکاروئ. که چېرې مو څوک د مثبت فیډبک د اخیستو لپاره په داسې حال ولیدل چې سر د منلو په ډول ښوروي، تاسو بل ځل د داسې احساس په کولو سره دغه کار وکړئ.

لیکنۍ اړیکې Written Communications : لکینۍ اړیکې لیکل او د نښو چاپول دي؛ لکه کلمې او شمېرې چې معلومات ولېږدوي. دغه ډول اړیکې د لیکنو اخځونه هم له ځان سره ثبتوي. کتابونه، مقالې، وېب سایټونه او نور… د معلوماتو شریکولو عام ډولونه دي چې په کاري چاپېریال کې اېمېل لیکل او پیغام استول د دغسې اړیکو او پوهاویو عام ډول دی. 

د لیکنیو اړیکو او پوهاوي د لا غوره‌والي لپاره ځينې نورې لارښوونې شته چې په لنډ ډول یې بیانوو.

د ساده‌کولو لپاره هڅه: لیکنۍ اړیکې باید د شونتیا تر کچې ساده او واضح وي. دغه ډول اړیکې د ښوونیز پوهاوي په اړیکو کې د جزئیاتو له لا ډېروالي سره مرسته کوي. 

خپلو لیکنیو اړیکو ته د بیا کتنې وخت ورکړئ. خپل اېمېلونه، مقالې او نور لیکلي شیان بیا بیا وګورئ چې خپلې تېروتنې درته څرګندې شي او دا فرصت رامنځته شي چې په متفاوت ډول یو څه بیان کړئ.  

اغېزناک او په زړه پورې لیکل شوی مطلب یا فایل له ځان سره وساتئ. که تاسو کله ډاډمن اېمېل، مقاله یا بل لیکل شوی شی ترلاسه کړئ، هغه د بل ځل اړیکو یا پوهاوي لپاره د مأخذ لپاره وساتئ.

تصویري اړیکې یا  Visual Communications: تصویري پوهاوی یا اړیکې هغه تصویرونه، نقشې، لوحې، رسامۍ او شکلونه دي چې د معلوماتو د لېږد لپاره کارېږی. هر څوک د زده‌کړې لپاره بېل سبک لري چې تصویري اړیکې یا پوهاوی به د معلوماتو او نظریو په ترلاسه کولو کې له هغوی سره ډېره مرسته وکړي.

د تصویري اړیکو یا پوهاوي لپاره ځينې لارښوونې شته چې په لنډ ډول يې بیانوو.

تر تصویري اړیکو یا پوهاوي وړاندې له نورو وپوښتئ. په خپل پرېزېنټېشن، اېمېل یا بل څه کې د تصویري پوهاوي تر شریکولو وړاندې د هغه د فیډبک لپاره له نورو پوښتنه وکړئ.

خپل مخاطبین ځان ته معلوم کړئ چې په اسانۍ سره وپوهېدای شي. د بېلګې په توګه که تاسو نا اشنا معلومات بیانوئ، وخت ورکړئ تر څو هغه تشرېح کړئ. هېڅکله حسي، خوا بدوونکي او له تاوتریخوالي ډک ګرافیک یا رسم شوي فارمونه مه کاروئ. 

د پوهاوي یا اړیکې پر مهال د ګډوډۍ رامنځته کېدل:

کله ناکله داسې هم کېږي چې په پیغام استولو کې ګډوډي رامنځته شي یا د اړیکې نیولو لومړی او وروستی عنصر چې لېږونکی او اخیستونکی دي، سم درک ونه‌شي کولای. لکه په لاندې بېلګه کې:

ښځه: نن له سهاره تر ماښامه په ولاړه وګرځېدم، د کاليو مینځلو او پخلي له لاسه مې پښې په درد شوې.

خاوند: یعنې زه بې‌کاره ناست وم؟ زه هم له سهاره تر ماښامه په کار کې له سلو کسانو سره  په جنجال وم.

دلته د ښځې مطلب دا نه و چې ولې یې خاوند د هغې ستړیا ته پام نه کوي، بلکې یوازې غوښتل یې ناز وکړي او له خاونده څو مینه‌ناکې او ښکلې جملې واوري.

خو په سمه توګه: 

ښځه: نن له سهاره تر ماښامه په ولاړه وګرځېدم، د کاليو مینځلو او پخلي له لاسه مې پښې په درد شوې.

خاوند: خدای دې نوره هم تکړه کړه. پوهېږم، زه هم چې له کاره ستړی ستومانه راشم او وګورم چې مېرمنې ټول کارونه کړي وي او کور یې ګل غوندې پاک کړی وي، زړه مې باغ باغ شي.

په دغه جمله کې سړي خپلې ښځې ته ور وښوده چې هغه هم ټوله ورځ کار کړی ستړی دی او هم یې هغه خوشحاله کړه. دا ډول ډېرې بېلګې موږ او تاسو هره ورځ په خپل ژوند کې وینو.

 بله بېلګه: الوتکه د هوا د خراب‌والي له امله بېرته هوايي ډګر ته را وګرځېده. په الوتکه کې یوې ښځې شور ماشور جوړ کړ، د الوتکې کارکوونکو ته یې سپکې سپورې وویلې او ویې ویل چې هلته په هوايي ډګر کې به مو ویلي وو چې هوا خرابه ده، موږ څه نه وینو. دغه مهال ټول د الوتکې د کارکوونکو چلند ته په تمه وو. ښايي ټولو به فکر کاوه چې د الوتکې کارکوونکی به له دې ښځې سره هم داسې چلند وکړي؛ خو هغوی په ورین تندي او په ډېر ادب سره له ښځې بښنه وغوښته او ورته ویې ویل: موږ بښنه غواړو چې داسې پېښه وشوه، بیا یې وویل: موږ غواړو تاسو په خوندي او ارام ډول خپل مطلوب ځای ته ورسېږئ، تر هر څه وړاندې ستاسو ژوند زموږ لپاره مهم دی. ښځې د الوتکې د کارکوونکو خبرې په ډېرې ارامۍ واورېدې او په پای کې یې د الوتکې له کارکوونکو د خپلو خبرو په اړه بښنه وغوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب