یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورپه لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه

په لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه

د سنځل ګل دودیزه مشاعره په لوګرکې ددې ولایت په ګډون له یو شمېر ګاونډیو ولایتونوڅخه راغلوشاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو، ژورنالیستانواوسلګونه دشعراو ادب مینه والو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د ولایت په مقام کې ترسره شوه.

په یاده مشاعره کې دلوګر پر والي محمد انور اسحاقزي سر بېره، د بیلابېلودولتي اوغیردولتي ادارومشرانو او له پلازمینې کابل اونورو  ولایتونوڅخه زینو راغلو چارواکوهم ګډون کړی وه.

دسنځل ګل دودیزه مشاعره د یوشمېر ځایي مسؤلینو په وینا پیل شوه چې شاعرانو اودشعر و ادب مینه والوته یې دښه راغلاست ترڅنګ له دوی وغوښتل ترڅو خپل ترتیب کړي شعرونه پرته له کوم سانسور او د چارواکو له غبرګونه د مینه والو ترغوږونو ورسوي.

ولایتي مسؤلینو همدارنګه په خپلوخبروکې د لوګر د یوشمېرپخوانیو او اوسنیوشاعرانو دشعرونوستاینه وکړه چې ددوی په خبره دهیواد دآبادۍ او د یاد فرهنګ په ترویج کې ګټور تمام شوي اودخپل ولس دردونوته یې دخپلې ژبې اوقلم له لارې انعکاس ورکړی.

وروسته شاعرانوهم په خپل وار سره شعرونه وویل، چې ډیری شاعرانوپه خپلو جوړو شویو شعرونوکې هیواد پالنې، ورورولۍ، سولې اوهمدارنګه مینې ته خپل شعرونه جوړ کړي وه، چې د برخه والو لخواهم په ښه توګه بدرګه کیدل.

دلوګر په سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره کې ددې ولایت دشاعرانوپه ګډون له یو شمېر نورو ولایتونو هم شاعران راغلي ول چې دلوګردسیمه ایزوچارواکو اوفرهنګیانو له تود هرکلي سره مخ شول.

شاعرانو په خپلو ترتیب شویو نظمونو او شعرونو کې دهیواد اوسني حالاتو او دعامو خلکوناخوالوته کتنه کړې وه.

همدارنګه ځینوشاعرانو دسنځل ګل میلې ته هم شعرونه لیکلي وه.

لوګر کې له سنځل ګل مشاعرې هر کال لمانځنه کیږي، چې سږ کال یاده مشاعره د ولایت مقام او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همغږۍ د (سولې ګل) ترنامه لاندې ولمانځل شوه، چې د ګڼو شاعرانو ترڅنګ شاوخوا ۸۰۰ تنو په کې برخه اخیستې وه.

یاده مشاعره له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې د یو شمېر ځایي فرهنګیانو له لوري پیل شوې ده، چې هر کال په لوګر کې د سنځلې ګل په غوړېدا سره جوړیږي.

سه شنبه، د غبرګولي ۲۸ مه ۹۸.

خبریال : شفیع الله افغانزی ــ لوګر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب