دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورد بهرنۍ ژبې د زده‌کړې لارې چارې| سمیع وحدت‎

د بهرنۍ ژبې د زده‌کړې لارې چارې| سمیع وحدت‎

د یوې بهرنۍ ژبې زد‌ه‌کړه دومره هم اسانه نه وي، څومره چې یې په اړه فکر کېږي، د ژبې له زده‌کړې سره د هغې د ټولو اوازونو په سمه توګه تلفظ، د جملو جوړښت، متلونه، ګړنې او د هغوئ د استعمال په ځایونو پوهېدنه… هغه څه دي چې هرې ژبې ته یې ځانګړنه ورکړي.

د بهرنۍ ژبې د زده‌کړې لپاره د هغې ژبې د وییونو یادونه تر ټولو لومړی کار دی، که د لغاتونو ماناوي هم په هغې ژبې وشي او یا هم هغه ډیکشنري وکاروله شي چې لغات یې په خپله پر هغې ژبه مانا شوی او په جمله کې استعمال شوی وي، کومه چې تاسو یادوئ، ښه به وي، په دې توګه به تاسو د یوه لغات په ځای، په لیږ وخت کې څو لغاتونه هم یاد کړئ او هم به د یوه لغات د مانا ترڅنګ په جمله کې د استعمال ځای درته مالوم شي. د یوه لغات له یادونې سره په څنګ کې د هغه لغات ضد پسې ډیکشنري واړوئ او دواړه لغاتونه څنګ په څنګ د وییونو د یادښت په کتابچه کې درسره نوټ کړئ، یا هم یاد شوي لغاتونه په سټېکرو ولیکئ او د خوب، کار… په ځای کې یې سریښ کړئ په دې توګه به د یوه لغات له یادونې سره د هغه ضد شکل هم یاد کړئ.

 کله چې مو د لغاتونو ذخیره قوي کړه، له هغه وروسته اورېدنه ده، په اورېدنه کې مهمه نه ده چې پېچلي بحثونه یا ستړي کوونکي موضوعات واورئ، بلکې څه سره چې تاسو مینه لرئ، که د اورېدنې پیل په موسیقۍ وکړئ او بیا یې د فلمونو، لنډو، لنډو تمثیلي پارچو کتنې ته پسې ادامه ورکړئ ستاسو اورنۍ او لیدنۍ قوه ورسره پیاوړې کېږي.

 د ژبې د زده‌کړې په همدې دواران کې چې تاسو یې له فلمونو، مشاهدو او خبرونو څخه زده‌کوئ د ځان لپاره یو ملګری هم انتخاب کړی چې تاسو سره په هماغه ژبه وګړېږي، که ملګری مو خپله د هماغې ژبې اصلي ویونکی و، دا به مو د ژبې په زده‌کړه کې ستاسو په تلفظ او د جملو په سمه اووډنه کې درسره ډېره مرسته وکړي؛ خو که داسې څوک یا داسې محلي چاپیریال پیدا نه شو چې تاسو د ورځنيو کارونه په راکړه ورکړه او ترسره کولو کې ورسره وګړیږئ، بیا داسې ملګری انتخاب کړی چې د هغه بهرنی ژبه له تاسو ډېره ښه زده وي او له کوم بهرني وګړي سره یې په تلفظ او دمفاهیمو په انتقال کې ډېر لیږ تفاوت وي.

له دې وروسته، نو ویل پیل کړئ، مهمه نه ده چې د پاراګرافونو یا مقالو ټول مفهوم دي تر لاسه کړئ. که د ویلو پیل په داسې کتابونو وشي، چې ستاسو د مسلک اړوند وي، ښه به وي، یو خو؛ د موضوع په مفهوم تاسو له مخه څه ناڅه پوهېږئ، اصطلاحات مو په خپله اصلي ژبه کې په کتابونو کې هم اورېدلي دي. بل؛ په دې توګه به له نوي ژبه سره نوي مالومات هم حاصل کړئ، نو د داسې کتابونو ویل درباندې سخت نه تمامېږي. د مسلک له کتابونو وروسته که بیا داسې کتابونه انتخاب شي چې اسانه وي، عام فهمه وي، داستانونه او ناولونه وي او د کتابونو له داستانو او موضوعاتو سره یې تاسو مینه ولرئ د ژبې په زده‌کړه کې درته ښه تمامېدلی شي.

د ژبې په زده‌کړه کې چې، له کومې موضوع یا کوم سخت درس نه ستړي شوئ، کتابونه مو ونغاړئ او په یوې بلې متنوع موضوع ځان مصروف کړئ او یا هم استراحت وکړئ، تر څو د ژبې له زده‌کړې سره مو مینه کمه نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب