شنبه, اپریل 27, 2024
Home+پــښتو متون ســـمېدل غواړي(۳) استاد معصوم هوتک

پــښتو متون ســـمېدل غواړي(۳) استاد معصوم هوتک

د عبدالقادر خان خټک نوی چاپ دېوان (د ۱۳۶۸ش کال چاپ) که څه هم تر ټولو نورو چاپو په دقت سره ترتیب سوی دئ خو لیکدودي اختلافونه ئې د پام وړ دي. (قادر خان ۱۵۴مخ،۱۶۵ مخ وربل ـــ بل ځای ئې بیااوربل لیکلی وي،۲۳۱ مخ کشیژدي، بل ځای بیاکښېږدې لیکي،۲۳۰ مخ کشینوي؟ ۳۲۲ مخ، کشیني، ۲۷۱مخ خوشي د خوښي پر ځای. خوشي د چټي معنا لري، ۳۱۸مخ ښادان، ۳۹۴مخ، ۴۴۸مخ، د “راخیژې” پر ځای ئې “راخیږې” ثبت کړی دئ:

پروت عبدالقادر دی د غفلت په توره شپه کې

کله به راخیږې د تــــــــــــــــــوفیق کښلیه آفتابه

(۱۵۴ – مخ)

یا:

د سرونو نردبان ساز کړه باندي خیږه

مرتبی ته ختل نه په اســـــــــــانی دي

(۴۴۸ – مخ)

که د دېوان متن پسې تعقیب سي، چا ته داسي فکر پیداکېږي چي د  دېوان د ترتیبوونکي په نظر د عبدالقادرخان خټک په لهجه کي (ږ) په (ژ) او (ښ) په (ش) سره اوړي. خو نه پوهېږم دلته ئې د کوم مجوِّز په حکم د (ژ) پر ځای (ږ) لیکلې ده؟ دغه شان لاسوهني د شاعر خپله ژبه له لوستونکي څخه پټوي او نه به پوهېږي چي په دغو آوازو کي د شاعر د لهجې خپله ادا څه راز وه؟

کله “وربل” او کله بیا “اوربل”:

چی دا هسی رنگ په سرو لمبو کی اوسی

په خپل زړه پــورې حیران یم ستا وربل ته

(۱۶۵ – مخ)

بیت مي کټ مټ رانقل کړی دئ. د یاگانو مراعات ئې نه دئ کړی.

که طالع د عاشــــــــــــــقانو تورې نه وي

تور اوربل ئې په مخ ولې تار په تار شو

(۱۳۹ – مخ)

کله “کشینوي، کشیني” کاږي او کله بیا “کښینی”:

کشینوي چی کشینی گردغبار د غم له دله

شی چی نشی دا پـــــــــــه بیدلانو شواخونه

(۲۳۰ – مخ)

په اړخونو ئې لک شوی غشی ښه دی

نه چی کښینی بدکاران د چـــا تر څنگ

(۸۵ – مخ)

یو ځای”کشیژدي” لیکي او بل ځای بیا “کښیږدي”

د پیوند په پرې کولــــــــــــو فقیري شي

نه په دا چی خپله کشیژدي پیوندونه

(۲۳۱ – مخ)

د دنیا خوښی که واړه ورته کښیږدی

دروغجن دی که پرې غم د آشنا ورکا

(۱۷ – مخ)

په دې بیت کي ئې “خوښي” په ښین سره کښلې ده خو بل ځای ئې “خوشي” د “خوښي” پر ځای لیکلی دئ.

خرمی د شاه جــــــــــــــــــــهان جهان پرې نه شوه

اورنگ زیب په څه خوشي کاندي که پوه دی

(۲۷۱ – مخ)

د دېوان مرتب فکر کوي چي د “خوښي” کلمه ئې د عبدالقادرخان په لهجه ثبت کړې ده خو دې ته ئې بیا پام سوی نه دئ چي “خوشي” د (چټي، بې ځایه) معنا لري. په لومړي نیم بیتي کي “پرې نه شوه” هم ما ته “پرېنښووله” ایسي؟

خو بل ځای ئې بیا د “شادان” کلمه په “ښادان” باندي اړولې ده.

د پتنگ مشرب پیدا کــړه په معاش کی

د هر چاڅراغ چی بل شی پرې ښادان وي

(۳۱۸ – مخ)

که په خټکواله لهجه کي (ښ) د (ش) په شان تلفظ کېږي او مرتب زیاتره ښینونه په (ش) سره الیش کړي دي، نو دلته بیا ولي دا قاعده ځني پاته سوې ده.

یو ځای ئې”چمجي” بل ځای ئې”چنجي” لیکلي وي.

که هر څـــو نازک بدن شی

لکه گل هسی په تن شی

چی لـــــحدد ده وطن شی

د چمجیو په خوردن شی

(۴۷۰ – مخ)

ښکلی مخ به یی د گور خاورې بدرنگ کا

نازک تن به یی د گـــــــــور چنجي وخورینه

(۴۸۳ – مخ)

لوستونکی به په “چمجی” او “چنجی” کي کوم یو د عبدالقادرخان خپل کلام وگڼي.

          د حمید مومندکلیات خو مي هیڅ فکر نه کاوه چي لیکدودي تجانس دي ونه لري. ځکه په ډېر دقت او صلاحیت برابر سوی او مرتب ئې هم د پوره صلاحیت څښتن دئ. مگر ما ته پکښې دا څو ځایه د اندېښنې وړ وایسېدل .

“پرښتې” (۲۷مخ) او “فرښتې” (۳۲مخ، ۷۱مخ) دواړه لیکي (دا کار د میرزا خان انصاري د کابل چاپ دېوان کي هم سوی دئ او په یوه بیت (۲۲مخ) کې “پرښتو” کښلی او پنځه بیته وروسته ئې بیا “فرښتو” لیکلی دئ)، “مښک” د کلیاتو د دېوان په برخه کي هر ځای په (ښ) لیکي خو “مشکین” بیا په (ش) کاږي (۹۷مخ) چي زه ئې په دلیل پوه نه سوم. دا بیت هم ولولئ:

دا د ترکـــــــــو د مشکینو زلفو تور دی

چې وگړې پرې کوي گمان د مښکو

(۱۸۰ – مخ)

خو د کلیاتو د (نیرنگ عشق) په برخه کې بیا (مشک) هم په شین لیکي:

عشق و مشک نه شي ساته پټ و پنهان

دا خبره ده مشهوره پــــــه جـــــــــــــــــــهان

(۴۱۰ – مخ)

د میرزاخان انصاري په دېوان کي په ۱۸۹مخ کي “مشک” خو په ۲۰۲مخ کي بیا “مښک” لیکل سوی دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب