لیکنه: مقتصد ستړی
په دې کې شک نشته چې د عدالت د تامين او تطبيق تر ټولو زيات مسووليت د قضايه قوې پر غاړه دى، نو له همدې امله په متمدنو ټولنو کې د يوې خپلواکې قضا غوښتنه کېږي؛ یوه خپلواکه قضایه قوه د هر هیواد د خلکو اساسي اړتیا بلل شي، ځکه چې عدالت د ټولنې ثبات او د ملتونو بقا تضمینوي.
خو د عدالت تاسيس او پلي کول يوازې د حکومت او محکمې دنده نه ده، بلکې هر انسان مکلف دی چې د عدالت په پلي کولو کې خپل مهم رول ولوبوي.
لکه څرنګه چې الله تعالی ج په قرآن کریم کې فرمایي« او کله چې تاسو د خلکو تر منځ فیصله کوئ په عدل او انصاف سره یې کوئ.»
په ذکر شوي آیت کې د لفظ “خلک” مانا ډېره پراخه ده، یعني الله ج دا نه دي ویلي چې یوازي د مسلمانانو په منځ کې په عدل او انصاف سره فیصله کوئ، بلکې دغه ایت شریف دا په ډاګه کوي چې د قضيو په پرېکړو کې ټول انسانان مساوي دي، که هغه مسلمان وي يا د کوم بل دین پیروي، دوست وي يا دښمن، دا د فيصله کوونکو دنده ده چې له دې ټولو اړيکو څخه ځان جلا کړي او هر هغه څه چې حق او عدالت غواړي پرېکړه وکړي.
مانا دا چې ټولې هغه پرېکړې او فیصلې چې د حق او عدالت پر بنسټ نه وي، بلکې د خپل ځان او نورو پر بنسټ وي، د اسلامي ارشاداتو خلاف او ظلم بلل شي.
عدالت او قضايي بنسټونه د یوې ټولنې د اخلاقي، اقتصادي، ټولنیز ځواک او د عدالت او اعتدال پر بنسټ د هغه نظام بنسټیز عناصر یا برخې دي.
د ظلم، تیري، بې عدالتۍ او ټولو جرمونو له منځه وړل او د ټولنیز ژوند په هره برخه کې د استحصال ټول ډولونه له منځه وړل او په عادلانه ټولنه کې د هر ډول شر او جرمونو په له منځه وړلو سره یو هېواد د سولې ټاټوبی جوړوي، هغه ملتونه چې په عدالت او انصاف سره چلند کوي، د پرمختګ د موخو په ټاکلو سره د نړۍ په هېوادونو کې لوړ مقام ترلاسه کوي.
او هغه ملتونه یا واکمنان چې عدالت او انصاف پریږدي د هلاکت او بربادۍ په لور مزل کوي، ځکه چې په نړۍ کې د سولې او نظم ټینګښت او د ظلم پای ته رسول له عدالت پرته ناشوني دي.
دا چې عدل او انصاف د هرې متمدن ټولنې ښکلا او اساس دی، د نړۍ بېلابېل قومونه د خپل تمدن او کلتور له امله په یوه یا بله بڼه په ټولنه کې د برابرۍ او عدالت د ټینګښت قانع او دعوه څرګندوي، چې د اسلام مبارک دین هم دا خبره کړې ده او تر ټولو ځانګړى هغه يې دا دى، چې يو له اساسي او لومړنيو ښوونو څخه په ټولنه كې د عدالت او انصاف ټينګول او د ظلم او جبر ختمول دي، چې د څلورو خلفاوو په دورو كې يې روښانه او بې سارې بېلګې موندل كېږي.
عدالت په اسلامي ارشاداتو کې ستر مقام لري او دا د اسلام له مهمو موخو څخه دی، ځکه چې په بشري ټولنه کې د افرادو متقابلې مبارزې او جګړې یوازې د عادل حاکم او عادلانه قضاوت له لارې پای ته رسېدای شي، له همدې امله چې اسلام د عدل او انصاف امر کوي، صحيح شاهدي ورکول هم فرض او د ايمان برخه بلل کېږي، الله تعالی ج فرمايي:
«يَآ اَيُّـهَا الَّـذِيْنَ اٰمَنُـوْا كُـوْنُـوْا قَوَّامِيْنَ بِالْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلّـٰهِ وَلَوْ عَلٰى اَنْفُسِكُمْ اَوِ الْوَالِـدَيْنِ وَالْاَقْرَبِيْنَ اِنْ يَّكُنْ غَنِيًّا اَوْ فَقِيْـرًا فَاللّـٰهُ اَوْلٰى بِـهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا الْـهَوٰى اَنْ تَعْدِلُوْا وَاِنْ تَلْوُوا اَوْ تُعْـرِضُوْا فَاِنَّ اللّـٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِيْـرًا.»
ای مؤمنانو په انصاف باندې ټینګ اوسئ او د الله لپاره رښتیني ګواهي ورکوئ، که څه هم د خپل ځان په خلاف وي، یا ستاسو د مور او پلار یا خپلوانو په خلاف وي، که هغه سړی (د چا لپاره یا چا ته شاهدي ورکوئ) شتمن وي او که غریب، په دې اړه فکر هم مه کوه) ځکه چې الله جل جلاله دوی ته ستاسو په پرتله ډیر نږدې دی، نو د خپلو غوښتنو پیروي مه کوئ، کنه تاسو به له حق څخه وګرځئ. او كه تاسي درواغ خبري وكړئ او له حق څخه مخ واړوئ، نو پوه شئ چي الله ج په هغه څه چي تاسو يې كوئ ښه خبر دى.
او همدا د عدالت اصل دی چې له ټولو مخلوقاتو سره ښه سلوک او شفقت وشي او په هره وړه او لویه خبره کې له هیچا سره خیانت ترسره نشي، د ټولو خلکو لپاره له خپل نفس څخه د انصاف غوښتنه وشي او هیڅ یو انسان دچا له خبرو او عمل څخه زیان ونه ویني.
له حضرت ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هر هغه حاکم چې په عدل او انصاف سره حکومت کوي، د قیامت په ورځ به د الله تعالی ج په نزد له نورو بندګانو څخه ډیر محبوب او غوره وي او د الله جل جلاله په نزد به تر ټولو بد او د سخت عذاب مستحق هغه څوک وي چې په ظلم او زیاتي سره په خلکو باندې حکومت کوي.
ــ #مقتصد