چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې تېره میاشت د ۳۱ سرتېرو په ګډون ۷۰ تنه وژل...

پاکستان کې تېره میاشت د ۳۱ سرتېرو په ګډون ۷۰ تنه وژل شوي

تاند: (۵ شنبه، د ثور ۱۳ مه)  پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو یوې څيړنيزې ادارې ویلي، چې په تېره اپریل میاشت کې د بېلابېلو پېښو له امله د ۳۱ پاکستاني ځواکونو په ګډون ۷۰ تنه وژل شوي.

د پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) په نوم نا دولتي ادارې په دې اړه خپاره کړي راپور کې لیکلي: اپریل کې د ‏‎77‎‏ وسله والو حملو له امله د ۳۱ امنیتي کسانو په ګډون ټول ‏‎70‎‏ تنه وژل شوي او په ټولو ‏‎77‎‏ حملو کې ‏‎73‎‏ فيصده، ‏‎56‎‏ بريدونه يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.‏

راپور کې نه دي ویل شوي، چې په مشخص ډول د دغو بریدونو زیاته برخه کومو ډلو ترسره کړي، خو د پاکستان د طالبانو تحریک او بلوڅ ازادي غوښتونکي تر ډېره د دغه هېواد د نا امنیو مسوولیت پر غاړه اخلي.

پاکستاني چارواکي وخت پر وخت ادعا کوي، چې د دغه هېواد د نا امنۍ ریښې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې دي، خو طالب چارواکو دا ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي چې پاکستان د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو پر ځای پر دوی د خپلو ملامتیو د اچولو هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب