سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د غزني د دفتاڼیو د ودونو دود| ناديه دفتاڼۍ

د غزني د دفتاڼیو د ودونو دود| ناديه دفتاڼۍ

‏نن به د غزني ولايت پۀ خاصه توګه د دفتاڼيو‌ د ودونو د دود په هکله درته ووايم.

پۀ لومړۍ سر کې خو د کور ښځې د جلکۍ د ليدلو لپاره د جلکۍ کور ته ورځي او هلته پۀ يوه بهانه جلکۍ ګوري که یې جلکۍ خوښه شي دا خبره د کور لۀ سړیو سره شريکوي، ورپسې د هلک پلار د جلکۍ پلار ته وايي چې دوستۍ ته مې زړۀ کیږي.

کله چې دواړه کورنۍ پۀ دې خبره راضي شي نو لومړۍ د هلک د کور لپاره مالګه او يو څۀ شيريني ورکوي، بيا د کوژدې د مراسمو لپاره وخت ټاکي چې دواړه خواوې خپل خپلوان راغواړي، دلته بيا ولور، د ناوې کمیسونه، ټیکري او د سرو زرو اندازه سره معلوموي او نکاح هم تړل کيږي.

د جلکۍ د کور له خوا دستمال او ميوه ورکول کيږي.

د دستمال ورکولو پۀ وخت کې د کلي پيغلې د دستمال شيريني د هلک له کورنۍ څخه غواړي، بيا نو د هلک کورنۍ اجاﺯه لري چې دستمال او شيريني ځان سره يوسي، وروسته تر کوژدې د زوم د کورنۍ سړي د جلکۍ کور ته ورځي ټکري او پیسې ور اچوي او د جلکۍ د کورنۍ له خوا د سړیو کالي یا لونګۍ ورکول کيږي.

بيا د هلک د کور ښځې د جلکۍ کور ته برخه ور وړي چې دلته دواړه خواوې خپل خپلوان را غواړي. د هلک لۀ کوره د جلکۍ لپاره کالي، ميوه د ارآيش سامان د سرو ﺯرو ګوتمه ور وړي او دا نور خپلوان هم له خپل طرف څخه يو څۀ د جلکۍ کورته ور وړي چې ځیمې حتا د غرمې لپاره يو‌ ديګ‌ وریجي یا هم نور څه ور وړي. د جلکۍ د کور لخوا دوى ته کالي ورکول کيږى. دا يو ورځ پۀ سندرو او اټڼو سره تيروي
کله چې د وادۀ ورځ معلومه شي، د هلک د کور له خوا (خشى)** د جلکۍ کورته ور وړل کيږي چې د وادۀ مصارف پکې شامل وي.

غرمې ته د کلي ﺯړې ښځې را غواړي او د (کنځړ )** پۀ نوم ډوډۍ همدوى ته ورکوي، دا ځکه چې د ناوې کنځړونو (بړستن) کې همدوى ﺯحمت ايستلى وي، نو دوى ته ميلمستيا کوي بيا شپې خوا ته په نکريزو د جلکۍ کور ته ورځي. د کلي نجونې کور کې خپله ناوې په يو خاصه کوټه کې کينوي چې تامبو ورته وايي هلته نور‌ې د کلي نجونې هم ورسره ناستې وي او‌ ناوې ته لاسونه پۀ سندرو او اتڼونو ور سرۀ کوي.

وروسته بیا د ناوې کالي هم را وړي جې سبا ته يې بيا ناوې ته ور واغوندي.

همدا د ناوې کالي بيا د کلي انجونې يو وارې اغوندې او اټن پکې اچوي تر څو ټوله خلک د ناوې کالي وويني د شپې لږ‌ خلک د جلکۍ کور کې پاته کيږي او نورې ځوانې ښځې او پیغلې خپلو‌ کورونو ته ځي.

سهار وختي د کلي نجونې ناوې د کلي ګودر ته بیایي او هلته د نکریزو لاسونه د ګودر پۀ سهارنیو یخو اوبو ور مينځي او‌ ناوې پۀ سندرو سرو بدرګه کوي.

بیا بیرته ناوې د تامبو کوټې ته بوځي، نور نو د هلک کور وال په ورا ورته راځي او د نجلۍ د کور له خوا په اوبو شيندلو سره بدرګه کيږي، اټنونه وي ټوکې، شعرونه او ټپې وي او خوندوره صحنه یې د ټپه جنګۍ وي، چې د دواړو خواوو ښځې یې یو بل سره کوي.

د غرمې ډوډۍ د ورا والو ته خاصه وي او‌ د کلي خلکو لپاره بيا عادي ډوډۍ وي.

قضاء ماسپحین چې ماذیګر نزدې کیږي ،د ناوى کور نجلۍ تياروي وروسته د نجلۍ مشر ورور راځي او ناوې په اوږدۀ لرګى سره پاڅوي او ورسره دروي یې  خپله خور پاڅوى، د ﺯوم ورور راځي ناوې ته بوټونه ور پۀ پښو کوي، تر څو برکت را وړي وروسته لۀ ناوې سره د کور يو‌ درې نفره هم تياريږى او لۀ ناوې سره ځي. ماﺯيګر ناوخته ناوې د خپل خاوند کور ته به سندرو په اټڼونو سره وړي، کله چې ورا خپل کور ته رسيږي د کلي پاتې خلګک وختي را رسېدلي وي، ناوې ته یې ځاى منظم کړى وي، په ناوې ځينې خاص کارونه اجرا کوي لکه په وره کې ورباندې ميخ ټکوې چې مقام يې ټينګ شي، درواﺯه درې وارې په ﺯوره ﺯوره پرې بندوي.

ناوې د کوټې په يو کونج کې کينوي مخ هم ور پټوي، د ناوې بوټونه له بورې او اوربشو څخه ډکوي چې قدم يې بختور شي.

په يوه کاسه کې اوبه اچوي، د ﺯرو ګوتمه هم د اوبو په کاسه کې اچوي چې د ناوې سترګى په همدې اوبو رڼې شي بیا بیرته له کاسى د ﺯرو ګوتمه را اخلي په سترګو يې ور وهي.

قران شريف ورته خلاصوي چې هر څه له برکته ډک شي.

وروسته بیا هر څوک راځي په خپل وار سره ناوې مخ ورته لوڅوي چې مخ یې وویني
د ﺯوم کور ټولو کلیوالو ته د شپې مړۍ ورکوي، هغه شپه هم ټوله په اټڼونو او سندرو تيروي.

سبا ته يې د کلي خلک راځي، چاى او ډوډى د ﺯوم کورته را وړي او په دې بهانه د کلي ښځې د ناوې کالي او نور د کوټې سامان ګوري.

دا ورځ هم په سندرو او اټڼونو تيريږى، ماﺯيګر‌ د کور نجونې د ناوې او ﺯوم کوټه تياروي، د کلي ﺯړې ښځې په مبارکي د ﺯوم کور ته راځي

لۀ شپې مخکې ميلمانه ځي، يواځې خورلڼې پاتې وي ځکه چې د نکاح شپه وي
د ملا له خوا دو نفره وکيلان ټاکل کيږي

ناوې ته راځي تر څو دا نکاح قبوله کړي، خو‌ ناوې ډير ﺯر (هو) نه وايي چې د دا هم يو د حيا نښه ګڼل کیږي.

کله یې چې نکاح قبوله کړه او (هو) یې ووې نور نو وادۀ خلاص شي

درې ورځې وروسته د ناوې مور په خپله لور پسې راځي او ځان سره يې کور ته بیایي
د ﺯوم د کور لخوا ورته کمیس ورکول کيږى ،چې دريمه ورته وايي.

وروسته لۀ یوې هفتې د ناوې خواښې پسې ورځي او ناوې لۀ ځان را ولي.

ځينى ټپى هم دا دى

د سهار موشکوڼى باد يې رپوي
په مور ګرانې لورې څوک دې ژړوي

سهار سبا ده ناوکې تر شيدو سپينه ده
اودس يې کړى د مورکۍ د ﺯړه په وينو ده

ورا

تاسو يې سږ کالِ دا غلې ګورئ
تاسو د (میاجان) وچې کاسې ګورئ

ﺯموږ روپى ډالر دې جوش به وکړي
اول به يې پۀ پلار بغارې وکړي

ﺯموږ د (زوم) په ملا د سرو ﺯرو چاپونه دي
د ناوې د ورور په ملا د سپږو قطارونه دي

جوړ يې ځنځيري د خت لمنې دي
دا ناستى ميلمنې د ﺯوم خورلڼې دي

ﺯموږ د ناوې سر نه پورته کيږي
دا په خپل ورور ډيره شرميږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب