Homeخبرونهپاکستان د هرات په پېښه د طالب رژیم پر ځای عامو افغانانو...

پاکستان د هرات په پېښه د طالب رژیم پر ځای عامو افغانانو ته تسلیت ووایه

تاند: (۵ شنبه، د ثور ۱۳ مه)  د پاکستان او پر افغانستان د طالبانو د رژیم د ظاهراً ناندریزو اړیکو په دوام، پاکستان په هرات کې د اوړمې ورځې د پېښې له امله د طالب رژیم پر ځای عامو افغانانو ته تسلیت ویلی.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د دوشنبې شپې د ډزو په پېښه کې لږترلږه اووه کسان ووژل شول.

د یادې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

د دې پېښې په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د پاکستان ولس او حکومت د ترهګري په دي پيښه د افغانستان خلکو ته د تسلیت پیغام رسول غواړي.

د پاکستان مشهور خبریال طاهر خان په دې اړه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د پاکستان او افغان حکومت ترمنځ د خرابو تعلقاتو اندازه د بهرنيو چارو د وزارت لاندي بيان څخه لګولي شي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي تېره اوونۍ له مشخص نوم اخیستو پرته د افغانستان ۳ ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړل.

د طالبانو ځینو پلویانو بیا وویل، چې له دغو هېوادونو د متقي هدف پاکستان، ایران او تاجکستان هېوادونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...