جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغان فقر ځپلو ته د بودیجې له ډېر کموالي د ملګرو ملتونو...

افغان فقر ځپلو ته د بودیجې له ډېر کموالي د ملګرو ملتونو شکایت

تاند: (۵ شنبه، د ثور ۱۳ مه)  د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا یو ځل بیا له افغان فقر ځپلو سره د مرستو لپاره د بودیجې له ډېر کموالي شکایت کړی.

 د دغې ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ورځ تر بلې د افغان فقر ځپلو شمېر زیاتیږي، خو ورسره د مرستو لپاره د غوښتل شوې بودیجې سطحه په کمیدو ده چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

اوچا پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې که څه هم په افغانستان کې عملاً تاوتریخوالی کم شوی، خو افغانان په بېساري ډول زیاتو بشري مرستو ته اړ دي.

د اوچا د اټکل له مخې، روان ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ میلیونه افغانان بیړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

 اوچا وایي، په افغانستان کې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې لپاره د غوښتل شویو درې ملیارډ او شپیته ملیون ډالرو څخه یوازې ۷،۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده او زیاتوي که کافي بسپنه ترلاسه نکړي، زیانګالي خلک، په تیره ښځې، ماشومان او زاړه به له سخت وضعیت سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وخت په وخت د ترلاسه شوې بودیجې پر اساس افغانانو سره د کیدونکو مرستو پر څرنګوالي هم نیوکې کیږي او طالب چارواکي پکې په مداخلو تورنیږي.

طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي، خو د افغانستان د بشري وضعیت د خرابوالي په اړه یې تر اوسه پورې څرګندونې ضد و نقیضې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب