جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله طالب معلولینو ته یو نیم- یو نیم لک افغانۍ...

ملا هیبت الله طالب معلولینو ته یو نیم- یو نیم لک افغانۍ « فوق العاده مرسته» منظوره کړې

تاند: (۵ شنبه، د ثور ۱۳ مه) په کندهار کې د طالبانو ځایي واکمنو له ۳۰ طالب معلولانو سره د دوی د عمومي مشر ملا هیبت الله اخند زاده له ادرسه، د یو نیم – یو نیم لک افغانۍ مرستې خبر ورکړی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د څار او ارزونې لپاره د ملا هیب الله لخوا ټاکل شوي رئیس مولوي عبدالحق حقاني ویلي، چې دا فوق العاده مرسته د هیبت الله اخند زاده  د « خاص شففت او پیرزوېنې له مخي» له هغو طالبانو سره شوې، چې د شل کلنې جګړې پر مهال معلول شوي.

طالب چارواکو نه دي ویلي، چې د ملا هیبت الله د دغې فوق العاده مرستې لړۍ به نورو ولایتونو ته هم ورسیږي کنه؟

 د یو بل خبر له مخې: په ننګرهار کې طالب چارواکو له لسګونو هغو طالبانو سره غونډه کړې، چې د جمهوري نظام پر مهال بندیان شوي وو.

طالب چارواکو ویلي، چې ننګرهار کې یې ۲۲۰۰ دغه کسان ثبت کړي او پاملرنه به ورته وکړي.

ځینې څارونکي باور لري، چې طالب چارواکي داعش او نورو جنګي ډلو سره د خپلو پخوانیو جنګیالیو له یو ځای کېدو اندېښمن دي او له دې امله یې ځانته د دوی د نږدې کولو هڅې پيل کړې دي.

3 COMMENTS

  1. اسلام د عدالت او برابري دین دی ، هلته کندهاری او ننګرهاری نشته . مګر د کرنیل هبټ په قانون کې دا فرق له ورایه معلومیږي .
    دوی د همدې له پاره د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین لغوه کړل چې بیا دوی خلکو ته ملامت او پړ ګڼل کیږي .
    اوس نو د ځنګل قانون دی . چې څوک یې خوښ شول نغدي مرستې به ورسره کیږي او که نه و نو له لوږې به مړه کیږي .

  2. زه پدی د عدالت او برابری دین کی غیڼ ووهم چی ځانو ته پیسې منظوره وی ولی هغه کسان چی د طالبانو په مینونو، د هغوی په انتهار او ځان وژنی کی معیوبه او معلوله شوی هغوی ته هیڅ نه ورکول کیږی. اسلام داسی نوی. باید ټولو معلو لینو ته یو شان مرسته ورکړل شی. هغه کسان چی د روسانو سره په جهاد کی معیوبه او معلوله شول هغوی غازیان او مجاهدین ندی؟ ستا ښځه غی د پنجاب غلامه چیری به د کچلاک په کوم جومات کی لکه سپی پټ یی آوامر ټول د پنجاب نه اخلی خرکُسه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب