جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امربالمعروف وزیر: خپلمنځي اختلافات نه لرو، ټول د خپل امیر اطاعت...

د امربالمعروف وزیر: خپلمنځي اختلافات نه لرو، ټول د خپل امیر اطاعت کوو

تاند: (۵ شنبه، د ثور ۱۳ مه) د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شېخ محمد خالد حنفي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته له تر ټولو نږدې کسانو ګڼل کیږي؛ د طالبانو خپلمنځي اختلافات ردوي.

نوموړی یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې ټول طالبان او افغانان د طالبانو د امیر ملا هبت الله اخند زاده اطااعت کوي او تر سیوري لاندې یې ژوند کوي.

 له دې سره، خالد حنفي له خلکو غوښتي چې د دوی د رژیم په ساتنه کې مرسته ورسره وکړي.

خالد حنفي، چې د طالبانو د امیر ملا هبت الله اخند زاده د تر ټولو سخت دریځو او نږدې ملګرو له ډلې ګڼل کیږي، دا خبرې یې په داسې مهال دي چې له څه مودې راهیسې یو ځل بیا د طالبانو له مشر سره د ځینو نورو طالب مشرانو د اختلافاتو اوازې زیاتې شوي.

ویل کیږي، چې دا اختلافات تر ډېره د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار، غیر طالب افغانانو او نړیوالو سره د تعامل او د طالبانو د رژیم د قانونمند کولو او ټول ګډونه کولو په تړاو دي.

دا ادعاوې بیا طالب چارواکو او ویاندویانو ظاهراً تل رد کړې دي.

2 COMMENTS

  1. امر بالمعروف ته يا یې جدا وزارت ته په اسلامي هیواد کې چې ټول وګړي یې د رژیم نه کلک مسلمانان وي اړتیا نشته. کله چې قانون وي او هر ښه او بد خلکو ته واضح وي نو دا یو قسم روحي فشار او د خلکو ازادي اخستل دي. دوی پدې شکل په خلکو کې ویره خپروي او په زور پرې حکومت کوي چې په بله اصلاح فاشیزم دی. خو داسې رژیمونه دوام نلري او د خلکو د کرکې او نفرت لامل ګرځي او ړنګیږي.

  2. لکه چې احمدشاه بابا پنجابیان سم مسلمانان نه کړل ، ظاهرا مسلمانان خوپه باطن کې بیا ترټولو سخت منافقین دي ، همدارنګه امیر عبدالرحمن خان لږ له عجلې کار اخیستي ، د نورستان خلک یې مسلمانان کړل ، چې الحمدالله 99 سلنه وګړي یې ډېرښه ، وطندوسته ، غیرتي با ایمانه او صادق افغانان او مسلمانان دي ، خو د دوی منځ کې لکه دغه ببرخوتی بیا منافق پاته شویدی .
    د الله تعالی او ټولو افغانانو لعنت دې وي پرداسې یو ظالم ، جابر او منحوس انسان لکه کرنیل هبت او دغه ړانده شیخ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب