جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد، له طالبانو سره د سولې د خبرو لور ته لومړني ګامونه...

خلیلزاد، له طالبانو سره د سولې د خبرو لور ته لومړني ګامونه د ملایعقوب له لیکه وروسته پورته شول

تاند (پنجشنبه، د ثور ۱۳ مه) د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پر اساس، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د موافقې په اړه د خبرو لپاره لومړني ګامونه د اوباما په حکومت کې پورته شول نه د ډانلډ ټرمپ.

د خلیلزاد په وینا، دا ګامونه وروسته له دې واخیستل شول چې د اوباما د حکومت په دوره کې ملایعقوب مجاهد امریکا ته لیک واستاوه او په هغه کې یې ویلي و چې د افغانستان جنګ له پوځي لارې پای ته نه رسیږي او طالبان د جګړې د پای ته رسیدو غوښتونکي دي.

د ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون (چهارشنبې) پر خپله ایکسپاڼه خپرې کړي دي.

دا څرګندونې د امریکا د باندنیو چارو وزارت له هغو چارواکو سره، چې له افغانستانه د وتلو په پروګرام کې یې ونډه لرله، د مایکل مککال په مشرۍ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مرکو د لړۍ پنځمه برخه ده.

خلیلزاد ویلي چې د ټرمپ حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره ده ته درې لومړیتوبونه ټاکلي و: د داسي موافقې په اړه خبرې چې د خوندي او منظم وتلو امکان برابر کړي، ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځالې نه بدلیږي او د بین الافغاني خبرو اړتیا.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سند پر اساس، خلیلزاد د ۲۰۲۰ په دوبي کې د زرګونو طالب بندیانو پر خلاصون د دې لپاره ټینګار وکړ چې طالبان د خپلو بندیانو له خوشي کېدو پرته د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه تیارېدل.

خلیلزاد ویلي چې دی، د بهرنیو چارو وزیر او نور په دې برخه کې همنظره وو او د بین الافغاني خبرو تر پیلیدو مخکې طالبان د اعتماد رامنځته کېدو لپاره د یو لړ اقداماتو غوښتونکي وو.

خلیلزاد ویلي چې د افغانستان حکومت د بندیانو له خوشي کېدو سره مخالف نه و خو د زیات شمېر بندیانو له خلاصون سره مخالف و. ده وویل د افغانستان پخوانی حکومت د دواړو خواوو ترمنځ د یو شان بندیانو د تبادلې غوښتونکی و.

خلیلزاد ویلي چې د بایډن حکومت درې انتخابه لرل: د دوحې موافقې پر نه مشروطولو او له تروریزم سره پر مبارزې ټینګار، دوهم د موافقې څېرل او تر پښو لاندې کول لکه څرنګه چې یې له ایران سره وکړل او درېیم په مشروط ډول د موافقې منل.

خلیلزاد ویلي چې ده د موافقې د مشروطولو سپارښتنه کړې وه او باور لري چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ورته سپارښتنه کړې وه.

2 COMMENTS

  1. رب العالمين دې فلج او د مغز په سکته اخته کړه چې ملا يعقوب هغه وخت لا تنکی ځوان او په مدرسه کې وو، درس يې ويلو.
    دا کارونه ټول تاسې او ستاسې اړوند آی ايس آی کوي. زه باور لرم چې هغه دا کار نه دی کړی او آی ايس آی له جهادي او له هغې ورمخکې بيره چې حکمتيار، مسعود او رباني وروتښتېدل دا لوبه کوي او لا تر اوسه روانه ده.
    دا ډول خطونه او ليکونه استول او د افغانانو په استازولۍ دا ډول ډېرې کړنې او غوښتنې تل پاکستان کړي دي، اوس يې هم کوي او بيا به يې هم کوي او پاکستان عام وتام خپل ځان زموږ استازی بولي او دا يې کړنه يې د چين او د روسيه + ايران لپاره کړې ده چې څنګه د چين او روسيه ملاتړ راخپل او څنګه يې پيسې او وسلې تر ګوتو کړي او خپله خېټه کې يې واچوي.
    ملا يعقوب به له داسې خطه په اول کې هېڅ خبر هم نه وو.

  2. خرڅ شوو خلقی او پرچمی کومونیستانو افغان ملت د بدبختی کندی ته اچولۍ دی او د غلیسی امریکا ، شیطان انګلیس او د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان دا بدبختی لا زیاته کړی دی باالخصوص د سی آی آي ستر جاسوس او دافغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد ( امریکایانو سر په زل شهرت لری ) د افغان ملت تباهی لا زیاتره کړه او دا ستر خائین د ملت بدبختی باندی څو څو ځلی ملیونر شوۍ دی ، امید دی چی یو باهمته افغان امریکا کښی ورته پیدا شی چی نوموړۍ د دوزخ کندی ته واچوی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب