جمعه, مې 17, 2024
Home+شاک څه دی او په څو ډوله دی| دوکتورس بي بي آمنه

شاک څه دی او په څو ډوله دی| دوکتورس بي بي آمنه

شاک د قلبي وعايي سیستم کې رامنځته کېدونکي اختلال یو ژوند ګواښوونکی حالت دی، چې که چیرې یې پر وخت مخنیوی ونه شي نو د مړینې لامل کیږي، ځکه چې شاک یو طبی عاجل حالت دی چې د جدي زیان سبب کېدای شي. له همدې امله باید سملاسي ورته بیړني اقدامات وشي.

یا هم دا چې شاک هغه حالت دی چې د انسان د وینې دوراني سیستم ټولو غړو ته بشپړه وینه ونه شي رسولای نو دغه حالت ته شاک ویل کیږي. په داسې یو حالت کې چې بشپړه وینه غړو ته ونه رسیږي، نو بدن د دې حالت پر وړاندې مقابله پیلوي.

د شاک په حالت کې د بدن مقابله داسې ده، چې حیاتي غړو ته لکه ماغزه او زړه ته ډېره وینه ورسیږي او د کمې اړتیا لرونکي نور غړي لکه پوستکي، کولمو او عضلاتو ته کمه وینه رسوي دا ځکه چې زړه او ماغزه ضروري دي او لومړیتوب لري او په حقیقت کې د بدن د شاک دفاعي حالت د وینې رسونې او بشپړونې لپاره وي.

د شاک په حالت کې؛ د انسان په بدن کې یو لړ بدلونونه رامنځته کیږي، د انسان پوستکي الوتی رنګ خپلوي او د هغه مرطوب کېدل چې دا د شاک لومړنۍ نښو څخه بلللی شو.

له شاک سره مخ شوی کس برسیرن تنفس کوي چې چټک او تیز وي. دغه راز تاکي کارډیا یا د زړه ضربان یې زیاتیږي، ناروغ کس بې هوښۍ سره مخ کیږي، د وینې فشار یې ټیټیږي، ژبه او شونډې یې پړسوب پیدا کوي، ګنګسیت رامنځته کیږي، خولې کیږي او د ادرار کمښت سره مخ کیږي.

 

د شاک پړاوونه :

شاک درې پیژندل شوي مرحلې لري، چې هره یوه یې ځانته بېلابېلې نښې لري.

لومړۍ مرحله :په (غیر پرمختګ کونکی) مرحله کې، بدن د وینې ټیټ جریان کشف کوي او د مخنیوي لپاره یې ځینې میکانیزمونه تنظیموي.

په دې توګه، د زړه حرکات ګړندي کیږي، د وینې رګونه خپل قطر کموي او پښتورګي هڅه کوي مایعات وساتي. د شاک په مرحله کې دومره نښې نه لري او سمدستي درملنه کولی شي دا ودروي او د پرمختګ مخنیوی یې وکړي.

دویمه مرحله : په دې (پرمختګ کونکی) مرحله کې، پورته میکانیزمونه ناکام کیږي او د پیژندلو وړ نښې څرګندیږي. لکه دا چې، ناروغ د اکسیجن نه شتوالي له امله د ګډوډۍ احساس کوي.

درېیمه مرحله: په درېیم پړاو کې (نه بدلیدونکی) ټیټ فشار په نسجونو او ارګانونو باندې تاثیر کوي، زړه زیانمن کیږي او پښتورګي سقوط کوي. په دې مرحله کې، جدي زیان پیښیږي چې کیدی شي د مرګ لامل شي.

د شاک لاملونو ته په پام سره په پنځو لویو ډولونو وېشل شوی دی:

۱ . انافلکتیک شاک (Anaphylactic shock): دا ډول شاک د حساسیتونو پر مهال ډیر رامنځته کیږي، لکه د خوراکي موادو سره د حساسیت، درملو امپنسلین، سپرین، د شاتو مچیو او نورو چیچونکو د چیچلو له امله، د بوټو ګردې سره حساسیت، راډیو ګرافیکو رنګونو او موادو سره حساسیت له امله انافلاکتیک شاک رامنځته کیږي.

۲ . کارډیو جینیک شاک (Cardiogenic shock): دا ډول شاک د زړه سکتې یا انفارکټوس له امله رامنځته کیږي چې د زړه عدم کفایې له امله داسې رامنځته کیږي چې د زړه وینې پمپ کولو بهیر ستونزمن شي.

۳ . هایپو وولیمیک شاک  (hypovolemic shock): دا ډول شاک هغه وخت رامنځته کیږي چې د انسان بدن ۲۰ سلنه او یا له ۲۰ سلنې حجم څخه زیاته وینه ضایع کړي، او دا ضایعات د وینې بهېدنې، تروماګانو او … کې رامنځته کیږي.

۴ . نیروجینک یا عصبي شاک  (neurogenic shock): دا ډول شاک ډیری د عصبي زیانونو په تېره مرکزي عصبي سیستم په تېره شوکي نخاع (spinal cord) ته د رسیدلو زیانونو له امله رامنځته کیي.

۵ . سپټیک شاک (neurogenic shock): دا ډول شاک د ویروسي، باکتریايي او … مایکرو ارګانیزمونو باندې د ککړتیا له امله رامنځته کیږي.

له شاک سره د مخ شوي کس لپاره باید تر ټولو مخکې لومړنۍ بیړنۍ ارزونې وشي او لومړنۍ مرستې ورته تطبیق شي، د فشار سکوت سره باید د ناروغ پښې پورته او د سر لور یې ښکته خواته ټیټ شي څو یې حیاتي غړو ته د وینې رسیدل زیات شي او ناروغ تر روغتون رسولو پورې وژغورل شي.

پای کې د یادونې وړ بولم چې د شاک درملنې په اړه به په نورو لیکنو کې تاسو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم. تاسو کولای شئ چې له ما سره د برېښنا لیک له لارې خپلې پوښتنې او وړاندیزونه شریک کړئ.

(MD, Gynecologist, health officer)

زما برېښنالیک پته:  [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب