جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهیوناما په درې میاشتني راپور کې د پخوانیو پوځیانو د وژنو او...

یوناما په درې میاشتني راپور کې د پخوانیو پوځیانو د وژنو او شکنجو یادونه کړې

تاند (پنجشنبه، د ثور ۱۳ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو له لوری د عمومي عفوې د نه رعایتولو، د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت، د په خوست او پکتیا کې د هوايي بمبارۍ او د بیان د ازادۍ د محدودیدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

یوناما په دې راپور کې، چې سرلیک یې دی:«په افغانستان کېد بشري وضعیت» ویلي چې طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني حکومت د پوځیانو او کارکوونکو نیونو، شکنجو او وژنو ته دوام ورکړی دی.

د یوناما پر اساس، په تېرو ۳ میاشتو کې دوی د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د کارکوونکو او پوځیانو د ۳۸ تنو نیونې، د ۱۰ تنو شکنجې او د ۴ تنو وژنې ثبت کړي دي.

یوناما وايي چې دا غیرقانوني اقدامات یې د سږ کال د جنورۍ د لومړۍ  او د مارچ د ۳۱ ترمنځ ثبت کړي دي.

تر دې مخکې هم طالبان په ځلونو د خپلې اعلان کړې عفوې پر سرغړونې تورن شوي خو دوی په وار وار ویلي چې د خپل مشر له لوري اعلان کړې عفوه یې رعایت کړې او له استثنااتو پرته له چا انتقام نه دی اخیستل شوی.

د یوناما د راپور له مخې، د روان ۲۰۲۴ د جنورۍ له ۶ د تر ۱۱ پورې لږترلږه ۷۹ ملکیان په درو چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان شوي چې مسوولیت یې داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب