جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد شدید ورښت له کبله د دوبۍ هوايي ډګر ته الوتنې لغوه...

د شدید ورښت له کبله د دوبۍ هوايي ډګر ته الوتنې لغوه شوې

تاند (پنجشنبه، د ثور ۱۳ مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ چارواکي وايي چې د شدیدو ورښتونو له کبله نن د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته الوتنې لغوه شوي دي.

دا په وروستیو څو اوونیو کې دوهم ځل دی چې په متحده عربي امارتو کې دومره شدید باران اوري چې له کبله بې د دوبۍ هوايي ډګر ته الوتنې یا له دغه هوايي ډګره نورو ځایونو ته الوتنې ځنډېږي.

په متحده عربي اماراتو کې عموماً ډېر لږ ورښت کېږي خو د سږني کال ورښتونو د متحده عربي اماراتو ډېر خلک حیرانه کړي دي.

په دوبۍ کې د کابو دوو اوونیو مخکې بارانونه په ۷۵ کلونو کې بې ساري بلل شوي وو.

د دې لپاره چې په دوبۍ او شاوخوا عربي هیوادونو کې ورښتونه ډېر لږ کیږي، په ښارونو کې یې د باران د اوبو لپاره د نورو هیوادونو په شان کانالزیسیون او ویالې نه شته، له همدې کبله هر ورښت په ښاري ترافیک کې هم ډېر خنډونه پېښوي.

د دوبۍ د هوايي ډګر ویندوی نن رسنیو ته وویل چې تېره شپه پنځه الوتنې، د دغه هوايي ډګر پر ځای بل ځای ته تغییر شوې او همداراز ۹ نورې الوتنې یو مخ لغوه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب