جمعه, مې 17, 2024
Home+په ایران کې د آیت الله ګانو او منصبدارانو ترمنځ جګړه

په ایران کې د آیت الله ګانو او منصبدارانو ترمنځ جګړه

غوث جانباز

د ایران د امنیت شورا د پخواني مشر او د سمندري ځواکونو جنرال علي شمخاني د وراره د نیولو په اړه معلومات په ډاګه شوي.

په موعود شمخاني تور دی چې شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالره دولتي بودجه یې اختلاس کړې ده. د ایران د قوانینو پر بنست په دې تور شخص په دار ځړول کېږي.

علي شمخاني هغه څوک دی چې د چین په منځګړیتوب د سعودي او ایران په پخلاینه کې یې مهم رول درلود او د ایران د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید ګڼل کېده.

خو علي خامنه يي د سیاست او قدرت په جګړه کې هغه ته ماتې ورکړه او د هغه د وراره په نیولو سره به د عمر تر پایه له سیاست څخه لري پاتې کېږي.

د ٢٠٢٢ کال په نومبر کې اټکل کېده چې د ایران د امنیت شورا مشر شمخاني به د ایران د مذهبي مشر له سترګو لویږي او یوه ورځ به په کور کېنول کېږي.

د ایران په دفاع وزارت کې د هغه یو پخوانی مرستیال د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د انګلستان لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شو، له هغه مهاله څرګنده شوه چې وضعیت خورا جدي دی.

د یوه ځواکمن جنرال د وراره د نیول کیدو کیسه له دې زاويې هم مهمه ده چې په دغه هیواد کې د آیت الله ګانو او لوړپوړو پوځي منصبدارانو تر منځ د کشمکش شتون څرګندیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب