جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهایرانی چارواکی، له افغانستانه د مخدرو موادو قاچاق لا هم کم شوی...

ایرانی چارواکی، له افغانستانه د مخدرو موادو قاچاق لا هم کم شوی نه دی

تاند (جمعه، د ثور ۱۴ مه) له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې یو ایرانی چارواکی وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی خو د مخدرو موادو د تولید د کمېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

ایرنا خبري اژانس پرون (پنجشنبې) د ایران له مخدرو موادو سره د مبارزې د کمېټې سرپرست محمدرضا کاظمي په قول وویل، د نړیوالو ادارو او سازمانونو په راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی خو لږترلږه په ایران کې داسي کره او یقیني شواهد نه دي لیدل شوي چې په افغانستان کې دې د مخدرو موادو تولید هم کم شوی وي.

ده زیاته کړه: په سیمه کې د قاچاقبرو هلې ځلې ښيي چې لا هم د مخدرو موادو په تولید کې کموالی نه دی راغلی خو هیله لري چې دا راپورونه سم وي او عملاً د تریاکو تولید او د کوکنارو کښت کم شوی وي.

ښاغلي کاظمي په عین حال کې د مخدرو موادو د تولید او کښت د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اراده اغېزمنه وبلله او هیله یې څرګنده کړه جې نړیواله ټولنه له افغانستان سره په متبادلو کښتونو کې مرسته وکړي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، که له افغانستان سره د کوکنارو په متبادلو کښتونو کې مرسته ونه شي، تمه نه شي کېدای چې اوسنی حالت دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب