Homeخبرونهسمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله د ۲۶ تنو مرګ ژوبله

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله د ۲۶ تنو مرګ ژوبله

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه) د سمنګان-بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولايتي روغتون آمر سید عثمان حمیدي ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د سمنګان _ بلخ پر لويه لاره د چیچېل په سیمه کې رامنځته شوه.

حمیدي د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی چې د درملنې په موخه د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

تر اوسه د دې طرحې جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د ترافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلو خبرونه دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...