جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان ولسمشر له پانګوالو وغوښتل، د ترانس افغان پروژې په جوړولو...

د ازبکستان ولسمشر له پانګوالو وغوښتل، د ترانس افغان پروژې په جوړولو کې برخه واخلي

تاند (جمعه، د ثور ۱۴ مه) میرضیایفد ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف پرون (پنجشنبې) په ورځ پر پانګوالو غږ وکړ چې د ترانس افغان پروژې په ګډون د سترو سیمه ییزو پروژو په جوړولو کې ونډه واخلي.

د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، ضیایف دا خبره د تاشکند د پانګونې فورم ته په وینا کې وکړه.

ده وویل:«لکه څرنګه چې تاسو خبر یاست موږ له بهرنیو شریکانو سره د چین، قرغیزستان- ازبکستان  او همداراز د ازبکستان، افغانستان – پاکستان د ریللارو د جوړولو چارې یو ځای پیل کړې، دا ستراتیژیکې پروژې به د سیمې اقتصادي وضعیت زښت بدل کړي، منځنۍ اسیا به پر یوه داسي نړیوال ترانزیتي مرکز واړوي چې شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ سره وصلوي. موږ پانګوال او نړیوال سازمانونه رابولو چې په دې سترو پروژو کې ګډون وکړي او په مدرنو بنیادونو د ورېښم ستره لاره احیا کړي.»

د ترانس افغان نوی جوړېدونکی کوریدور به اروپايي اتحادیه، روسیه، افغانستان، پاکستان، هند او د جنوبي اسیا نور هیوادونه له یو بل سره د ریللارې په وسیله ونښلوي.

په افغانستان کې د دې ریللارې، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

د ترانس افغان ریللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه. هماغه مهال د دې پروژې لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و.

د ۲۰۲۲ په جولای کې د ازبکستان د ریللارو ادارې له (Boshtransloyikha) انستیتیوت څخه وغوښتل چې د دې ریللارې لګښت اټکل کړي، دې ادارې اټکل وکړ چې دا پروژه به په ۵ کلونو کې په ۴ میلیارده او ۶ سوه میلیون ډالره جوړه شي.

خو د تېر کال په دسمبر کې پاکستان اټکل وکړ چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره لګښت راځي.

اوس تازه اټکل ښيي چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب