جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعزیزي: روسیه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته نفت صادروي

عزیزي: روسیه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته نفت صادروي

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي رویټرز اژانس ته ویلي، چې د قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو په  همغږۍ، د افغانستان په لویدیځ کې د یوه لوی لوژستیکي مرکز پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي.

 د هغه په وینا، یادو هېوادونو له شپږ میاشتنیو خبرو وروسته د دغه مرکز پر جوړولو چې موخه یې له روسییې څخه د نفتي صادراتو همغږي کول دي، د پانګونې په اړه هوکړې ته ورسره رسېدلي دي.

د عزیزي په خبره، په پام کې ده چې روسیه د دغه مرکز له لارې جنوبي اسیا ته ۵۰ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر کړي.

 د روسیې او نورو یادو شویو هېوادونو چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په وروستیو کې کابل ته د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو راشه- درشه او هم دغو هېوادونو ته د طالبانو د رژیم د استازو ورتګ زیات شوی.

یادې خواوې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو تر څنګ د سیاسي اړیکو د زیاتوالي خبر هم ورکوي او عملي ګامونه یې هم محسوسیږي.

له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د اقتصادي او نورو مناسباتو زیاتوالی د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسمشر اشرف غني له مهمو هڅو وه، چې ځینې څارونکي یې د دوام له امله د طالبانو د رژیم چارواکي ستایي او دا چاره د افغانستان په ګټه ګڼي.

له دې سره باور دا دی، چې د ملي او نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو پرته به د طالبانو رژیم ته د دغو هڅو بریالي کول ستونزمن وي، ځکه نه سیمه او نړۍ په ډاډه زړه دوی سره تعاملاتو ته دوام ورکوي او نه د ملایانو په لاس د طالبانو  انحصار شوی نا مسلکي رژیم د دې وړ ګڼل کیږي چې داسې تعاملات بریالي کړای شي.

2 COMMENTS

  1. ګرانه عزيزي،
    وايی خدای په څه پېژنې؟
    په نښو نښانو.
    ته خو لږ ځان پوه کړه پکول سريه چې تاسې پاکستان په يو وخت کې درې – څلور ځايه خرڅ کړي ياست.
    په امريکا يې له پيله تر پايه خرڅ کړي ياست.
    په چين يې پلورلي ياست.
    له چين سره سره يې پر روسيه هم پلورلي ياست.
    او هم يې د خپل اعتبار پخولو لپاره په ايران ځکه وپلورلې چې له ايران سره يې اعتبار پوخ او د ايران په منځګړيتوب او وساطت يې پر روسيه هم ور وپلورلئ، نو له تاسې هغه څېرې جوړې کړي دي چې په عين وخت کې يې په بېلاېلو نومونو له بېلابېلو موخو لپاره پلورلي ياست او معامله يې درباندې کړې ده او په قطر يې هم پلورلي ياست او له قطر مخکې يې پر سعودي او اماراتو پلورلي واست.
    ډېره هېښنده لا دا چې د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند موږ پرې کافر بللو، خو اوس له هماغه جهادي او طالبي خولو د روسيه او چين يعنې د سوشيالېزم او کمونېزم صفتونه راوځې. سمه ده چې پنجاب په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو لپاره بېلابېل رولونه لوبوي، خو په اصل کې دا د پنجاب پنسټ يا هاغه واکمنه کړۍ له پېله زاړه ښکېلاک جوړه کړې ده او نوی ښکېلاک مو سپوټوي، نو نه پوهېږم چې پنجاب به دومره څوک خپلواک ته پرېږدي او يا نه؟
    چې هغه څوک نه پرېږدي، نو تا به کله څوک مخکې پرېږدي؟
    دا ښه شوه چې اوس له جهادي او طالبي خولو د روسيه او د چين سره اشنايي او د ترنم ترانې د پنجاب د استخباراتي ادارې په نغوته زمزمه کيږي، نو داسې اميد شته چې په راتلونکې کې دا د کمونېزم هغه پخوانی پېغور چې به مو خلکو ته ورکولو خپله د وخت په تېرېدو سره بې ارزښته شي.
    پنجاب بيا هم وتوانېده چې د خپلو هر اړخيزو ګټو لپاره يې مجاهد او طالب وکاروه، اوس يې هم کاروي او په راتلونکې کې به يې هم وکاروي.
    يعنې په ټوله طالب او مجاهد ته ازادي نشته او تش شعار دی چې ورته په خولو کې وراېښوول شوی او د پنجاب د ترنم زمزمې کوي.

  2. The eighth meeting of the Pakistan-Uzbekistan Inter-governmental Commission on Trade-Economic and Scientific-Technical Cooperation (IGC) was held in Tashkent on February 24th, 2023. Both countries signed a billion dollar trade agreement to encourage the exchange of goods and services.

    https://www.commerce.gov.pk/wp-content/uploads/2023/01/Pak-Uzbek-PTA-signed.pdf

    موږ ته د دې تړون ګټه څه ده؟
    څه امتيازات يې راکړي دي؟
    دا خو د پوتين مشوره وه چې پاکستان ته يې ورکړې وه چې دغسې وکړي او د ټاپي او کاسا زر لغوه کړي. دا ځکه چې پاکستان د سي پيک په پروژه کې د همدې موخې لپاره ګډ کړ چې سيمه ييز ملاتړ خپل او د چين په ميلياردونه پيسې هضمې کړي او تاسې پر افغانستان مسلط کړي او افغانستان لا پسې منزوي او د خپل ځان محتاجه کړي.
    زموږ خاوره هم کاروي او مالونه مو په سپين بولدک، تورخم، غلام خان او نورو ځايونو کې خوسا شول. ان تر هغه پېښوره چې خپله خاوره مې ده حق نه راکوي، نو تاسې د چا په چوپړ کې ياست؟
    د ځان (افغانستان) او د پنجاب او د روسيه په چوپړ کې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب