یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د یوناما تازه راپور ته د واکمن رژیم...

د افغانستان په اړه د یوناما تازه راپور ته د واکمن رژیم توند غبرګون

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه) په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، د افغانستان د تېرو درېیو میاشتو د وضعیت په اړه په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما راپور ته په توندو ټکو غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي: د یوناما راپورونه تکراري، له پروپاګند څخه ډک او له اسنادو پرته دي؛ځکه، چې په هېواد کې د ښځو او نرینه‌وو حقونه خوندي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د هېواد د قوانینو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره فعالیت کوي او د پخوانیو دولتي کارکوونکیو پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ نشته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.

د یوناما پر اساس، په تېرو ۳ میاشتو کې دوی د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د کارکوونکو او پوځیانو د ۳۸ تنو نیونې، د ۱۰ تنو شکنجې او د ۴ تنو وژنې ثبت کړي دي.

یوناما وايي چې دا غیرقانوني اقدامات یې د سږ کال د جنورۍ د لومړۍ  او د مارچ د ۳۱ ترمنځ ثبت کړي دي.

تر دې مخکې هم طالبان په ځلونو د خپلې اعلان کړې عفوې پر سرغړونې تورن شوي خو دوی په وار وار ویلي چې د خپل مشر له لوري اعلان کړې عفوه یې رعایت کړې او له استثنااتو پرته له چا انتقام نه دی اخیستل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب