Home+اسامه بن لادن څوک و؟

اسامه بن لادن څوک و؟

تاند – له نن څخه 15 کاله پخوا د ۲۰۱۱ م کال د مې په ۲ مه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د پاکستان د کاکول پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ په یوه کور کې د امریکايي پوځیانو له لوري ووژل شو.

اسامه بن لادن په ۱۹۵۷ م کال د سعودي عربستان په ریاض کې زېږېدلی. اسامه د یمني مهاجر محمد بن لادن، چې په سعودي کې یې ستر تعمیراتي شرکت درلود، اوولسم زوی و. اسامه ۵۱ خویندې او وروڼه لرل.

د اسامه مور، علیا غانیم د سوریې وه. هغې له محمد سره لنډ وخت تېر کړ. اسامه څلور کلن و چې مور یې طلاقه شوه. اسامه په جده کې له خپل پلندر سره لوی شو. اسامه یوولس کلن و چې پلار یې د هیلي کوپتر د لوېدو په پېښه کې مړ شو.

د الجزیرې پر اساس، اسامه د جدې په ملک عبدالعزیز پوهنتون کې په اقتصاد کې داسي مهال لیسانس وکړو چې مصر په ۱۹۷۹ کې له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ. دې خبر درستې عربي نړۍ ته د زلزلې په شان ټکان ورکړ. په همدې کال په اسلامۍ نړۍ کې بل ستر بدلون د ایران اسلامي انقلاب او پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل و. هماغه مهال اسامه بن لادن د نامسلمانو بهرنیانو او د منځني ختیځ د ټولواکانو خلاف مبارزه پیل کړه.

په ۱۹۷۹کال کې پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال اسامه بن لادن ډېر مشهور شو. هغه له روسانو سره د افغان مجاهدينو د مبارزې د ملاتړ لپاره په اتایمه لسیزه کې په پېښور کې اوسیده.

اسامه بن لادن په ۱۹۸۸ م کال، یو کال مخکې تر دې چې شوروي پوځونه له افغانستانه ووځي، د القاعده تنظیم جوړ کړ. په دې موده کې سعودي ته لاړ چې د افغان مجاهدینو او د خپل تنظیم لپاره بسپنه ټوله کړي خو د سعودي حکومت پرې مشکوک شو.

له مسکو څخه د اسامه کرکه وروسته له هغه د واشنګټن په لوري وا وښته چې په ۱۹۹۱ کې د خليج جګړه وشوه او شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ځواکونه چې ښځې هم په کې وې په سعودي عربستان کې چې د مسلمانانو دوه ډېر سپېڅلي ځايونه په کې دي ځای پر ځای شول.

د امريکا دا کار د اسامه د لا زیاتېدا پارېدنې سبب شو او هغه یې د اسلامي مقدساتو ته سپکاوی باله.

بن لادن په ۱۹۹۲ کې د سوډان خرطوم ته لاړ او هلته یې د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ سړکونه جوړول.

سعودي عربستان په ۱۹۹۴ کال کې له ده څخه تابعیت واخيست چې ور پسې سوډان هم د امریکا د فشار په نتیجه کې ورته کار وکړ.

په ۱۹۹۴ م کال په تانزانيا او کینيا کې د امريکا پر سفارتونو دوو بريدونو ۲۲۴ کسه ووژل او نژدې ۵۰۰۰ نور يې ټپيان کړل. دا برید د بن لادن او د هغه د القاعده شبکې کار وبلل شو.

له دې پېښې وروسته اسامه بن لادن د امريکا لپاره ډېر مهم شو او د هغو کسانو په لست کې يې نوم راغی چې امريکا يې پر سر له ۲۵ ميليونه ډالرو زياته جايزه اېښې وه.

 او د ۱۹۹۶کال په جنورۍ مېاشت کې اسامه بن لادن بيا افغانستان ته ستون شو.

د ۱۹۹۸ کال په فبروري میاشت کې هغه يوه فتوا ورکړه چې د يهوديانو او د امريکايانو د پلويانو وژل د مسلمانانو دنده ده.

هغه مهال چې اسامه بن لادن د افغانستان په جنوب ختيځ کې اوسېده امريکا يې پر مرکزونو کروز توغندي وتوغول، خو د ده په وژنه کې ځکه ناکامه شول چې دی يو ساعت وړاندې د توغندي د لګېدو له ځایه وتلی و.

په خوست کې پر بن لادن دامریکا د کروز توغندي له بریده وروسته د ۲۰۰۱ د سپټمبر په یوولسمه د امریکا د سوداګرۍ پر دوو غبرګو اسمانڅوکو د الوتکې په وسیله بریدونه وشول چې تر ۳ زره ډېر کسان پکې ووژل شول.

امریکا له طالبانو وغوښتل چې یا بن لادن وروسپاري او یا به پرې برید وکړي چې همداسی وشول.

پر افغانستان د امریکا له یرغله وروسته بن لادن له تورې بوړې پاکستان ته واوښت او باور دا و چې نوموړی به په قبایلي سیمو کې اوسي خو بالاخره بن لادن په ایبټ اباد کې وموندل شو او د ۵۲ کلونو په عمر ووژل شو.

1 COMMENT

  1. د اسلام په تاریخ کی فقط یو اصیل او سپیڅلی او زړه ور او غیرتی « اسامه » شتون لری ( چی یوه ځلېدلې څېره ده یعنی اسامه بن زید).
    نور ټول اسامه نامی یا عادی مسلمانان ګڼل کیده او ګڼل کیږی یا د صهیونیزم د نانوائی په تنور کی اومې او سوځل سوی پتیری دی او بس.
    اسامه بن لادن هم د داعش د مشرانو غوندی د غربی استخباراتو تولیدات شمېرل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...