۱ مې ۲۰۲۵ –د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، له خپلې دندې لیرې شوی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د امریکا لپاره د ملګرو ملتونو سفیر په توګه نومولی دی.
دغه خبر ولسمشر ټرمپ د Truth Social په نوم خپل ټولنیز پلیټفارم کې اعلان کړی.
همداراز، د والټز مرستیال، الیکس وانګ، هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د ولسمشر په وینا، د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو، به د لنډ مهال لپاره د ملي امنیت د سلاکار دنده پر غاړه واخلي.
د چټګروپ جنجال
دا بدلون وروسته له هغې رامنځته کېږي چې مایک والټز په مارچ میاشت کې په Signal اپلیکیشن کې یوه چټګروپ جوړ کړی وو، او په تېروتنه یې د The Atlantic مجلې مسوول مدیر پکې ورګډ کړی و.
په دغه ګروپ کې وروسته د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت، د یمن پر حوثي یاغیانو د احتمالي برید پلانونه شریک کړي وو.
والټز د خپلي تېروتنې مسؤلیت منلی وو او دا یې “جدي تېروتنه” بللې. د پېښې له افشا کېدو وروسته، پنټاګون یوه رسمي داخلي پلټنه پیل کړې ترڅو معلومه کړي چې آیا د امنیت اصولو سرغړونه شوې ده که نه.